جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

سهيلا لکه سهېل

پوهاند دوکتورم.ا. زيار

 اکسفورډ، ۱۸ فېبروري ۲۰۱۴

د شعروادب پر هسک يوه تلځلانده  ستوريانۍ

ستا دښايست گلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنگه، زه به کوم کوم ټولومه

تر دغې زړه راکښونې ټپې راته نور داسې ښايسته ښکلي گلوييونه پرلاس رانغلل چې په گلباران يې  د اغلې خوږ غاړې سهيلاجانې نمانځغونډه نوره هم پسې رنگينه او گلورينه کړای شم.

سهيلا په رښتينه مانا، لکه د سهېل ستوری  زموږ د ادب و فرهنگ پر اسمان  لومړی ځل هماغه مهال پر ځلېدو راغلې وه چې تورتم روڼو پلوشو يې لا د ډېرو دودپالو سترگې برېښولې او برنديې ورکتلای نه شول.

هغه داسې شپې ورځې وې چې ښځينه ښکلااو سا ندې سندرې  لاد کورکهاله د لوړو دېوالونو دننه غرېونيولې او زنداني وې او رابهر يې ليدا اورېدا يو پدل، يوه تابو گڼل کېده.

دېرش- دودېرش کاله پخوا اغلې سهيلاچې لومړۍ پلا له ښکلې پښتنې څېرې سره د هېواد پر کچ د لو

مړي لروينون (تلويز يون) پر پرده راوځلېده، ډېرې ځانساتې همزولې يې سيالۍ ته راوننگېدلې.

يوخدای پوهېده  چې هغه شپې ورځې د تگ راتگ په بهيرکې پخپله پردې باندې څه تېرېدل، او ترشا يې روښانده کورنۍ تر کوم بر يده د خپلو پردو د ستغو سپورو، تورونواو پېغورونو نښه او موخه گرځېدلې وه؟

دا لا د ژورنالېزم پو هنځي زده کړياله وه چې د خپلې روښا ندې کورنۍ اواستادانو په هڅونه يې د خپلې څانگپوهيزې راتلو نکې د رغاونې لپا ره دغې وينيزې-اوريزې رسنۍ ته  مخه وکړه. له ازماينې بر يالۍ را ووته، خو له يوه لنډ انانسري کړاو(مشق) سره د ويا ندۍ او وړاندېينې(پرېزنتېشن ) جوگه شوه.

هغه لنډمهالي کړاو ته تر هرڅه له مخه په دې پلمه اړېستل شوې وه چې گوندې پښتو يې گړدودي رنگ لري. په  نورو ټکو،د نورو پر خلاف يې پښتو له پارسي اغېزه لرې پاتې ده، دبېلگې په توگه: پلان ، پروژه… او ان سوچه پښتو(مرستيال) بې له کلستر  (ابتدأ پرساکن) څخه وايي.

داځکه چې دې د خپل خواخوږي پلار د پوځي دندې له بر برکته په يوه پښتني چاپېريال(کندهار)کې نړۍ ته سترگې غړولې، لومړنۍ زده کړې يې هم په گردېز او خوست کې په خپله مورنۍ-پلرنۍ پښتو بشپړې کړې اوهله يې بيا منځنۍ او لوړې په ((دوه ژبې)) پلازمېنه کې په پارسي ژبه سرته رسولې دي.

داسمه ده، چې گړنۍ پښتو يې د کوردننه او بهر زيا تره کرلاڼۍ پاتې شوې، خو د ليک لوست دايې د هېواد سراسري دوده پښتو پاتې شوې، او راروسته يې هم  زموږ د((يوې-کره ليکنۍ پښتو)) او ((نوي ازاد پښتو شعر)) غورځنگ  په سيوري کې پر لپسې کره کړې چې دهمدې له زېږون  سره سم  يې  پيلامه رانښلول شوې ده.

په دې توگه يې دغه دويمه ژبه هله راخپله کړې چې د ((پښتوپلار)) په خبره ، په هغه خوم کې لا نه وه غوپه شوې!

له نورو ډېرو پخوانو او هممهالو وياندانو او د ېکلېماتورانو سره  د اغلې سهيلايو غوره توپير دادی چې پخپله يې هم د يوې ليکوالې او شاعرې په توگه په پنځونه  او تيارونه کې برخه اخېستې ده.

له څانگپوهې(مسلک) او بيا ژبې، ادب وفرهنگ سره يې د بې کچې مينې او لېوالتيا څرگندو يي داچې يوخوا يې په جلاوطنۍ کې په ادبي-فر هنگي بنډار ونو کې کار نده برخه اخېستې او بلخوا يې د هېواد له ملي تلويز ون سره د همکارۍ له لارې  په کوډگر اواز کې خپلو جنگ و جهل ځپلو پرگنوته د سولې او پتمن انساني ژوندوژواک پيغام رسولی،  او ورسره ورسره بيا داچې د تنکي پښت په رسنيزه روزنه کې يې هم يوه په زړه پورې ونډه ترسره کړې ده.

د  خوږغږې وياندې، رسنوالی، ليکوالې او شاعرې اغلې سهيلا اصغري(نظيمي) د لا ډېرو ځلاوو او بر برېښناوو په هيله!

                   ستاسې د ټولو منندوی زيار