عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

«
»

سب سی پهلی پاکستان

ا- ځواک

څه خطرناکه جمله حتی تر دین هم پاکستان مقدم او محترم ګڼل شوی.

زه خو دا وایم چې تر ټولو وړاندې دین؛ خو چې په یاد مو وي هېواد یعنی هېواد یعني افغانستان هم افغانانو ته د مور حییثیت لري په ځانګړې توګه په اوسینو بدمرغه او خونړیو حالاتو کې.

اوسنی ناتار چې اوس وروسره افغانان لاس او ګروان دي که له سلیم عقل او فکر نه کار وانه خلو یا به ورکېږيو یا به نور هم سپکېږو، مړه کېږو او په پایله کې به د تباهۍ هغه کوهي ته غورېږو چې نه به مو دین او نه دنیا ګټلي وي او نوم به مو نور هم د تاریخ په تورو کرښو لیکل کېږي.

اوسمهال په هېواد کې د ناتیید شویو رپوټونو او نظرسنجیو له مخې هر ورځ تر سلو ډېر افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي دا هغه بدمرغۍ لړۍ ده چې الله جل جلاله له داسې کړنې کرکه لري. دا لړۍ موږ له دین څخه لیرې کوي او شیطان دوستني ته مو وړ لنډوي.

وایي چې (پکه دا د لا بله سپکه) د افغان دښمنه انسانانو په دې هم زړه یخ نه دی چې هر ورځ تر سلو زیات یا کم مرو دوی دا هڅه هم کوي چې افغان جګړه خصوصي شرکت او یا بلک واټر ته وسپاري چې له دې سره به زموږ ګران هېواد کې جګړ؛ یا هغه څه چې بدمرغۍ او تورتم نور هم زیاتوي هغه څه د الله جل جلاله او یا په اصطلاح د سولې له نعمته مو نور هم لیرې کوي سوله یا هغه څه چې  فکر کړم په قرانکریم بار بار یادونې شوې او د هغه ستر اهمیت له مخې، چې  سوله یې د الهي رحم او کرم په ملتیا په ټولنه کې تر سره کوي، د سولې لفظ د صلح په صیغې سره ۱۶۹ ځلې په قرآن کریم کې ذکر شوی دی، الصالحات په ټولیزه توګه ۶۲ ځلې ذکر شوی، چې  ۵۳ ځلې یې له ایمان سره یو ځای خو ۹ ځلې په داسې شکل ذکر شوی دی، چې د ایمان کلمه ورسره یو ځای نه ده راغلې.

که هغه پخوانی د ملي امینت سلاکار تر اوسه وای نو د تېرو کوښښو او منډو ترړو په پایله کې د حزب اسلامی په راوستو کې یې هم رغنده رول درلود یو څه به شوی وای. محمد حنیف اتمر نه یوازی دا چې د سولې په هکله یې منډې ترړې کړي دي بلکې د حالاتو په قابو کولو او د سیمه ییزې اجماع په رامنځته کېدو کې یې هم رغنده کارونه کړي دي؛ خو په ټوله کې که افغان دولت دې خپسې ته متوجه نه شي او جګړه خصوصي شرکت ته وسپاري؛ نو د تاریخ بدترینه دوره به وګڼل شي؛ نو مطلب دا دی چې په هر قیمت وي چاوراکي او ښکیلې خواوې یې باید مخه ونسي.

که وسله وال مخالفین او یا هر څوک په دې نظر وي چې د افغانستان ستونزه به د جګړې له لارې حل شي خو دا هېڅ شونې نه ده او دا په دې خاوره کې ثابته شوې خبره ده او ډېر زبرځواک دلته ازمایل شوي دي.

دواړه یا هر څو غاړې او جانبین چې دي باید دې ته متوجه شي چې الله جل جلاله سوله، پرمختګ او یووالی خوښوي؛ نو موږ تر هر څه زیات سولې ته اړ یو که دا تمه پاکستان ته وکړو دا به ستره تیروتنه وي؛ ځکه هغوی خپلو ماشومانو ته ښوونځي ته په لومړۍ ورځ دا ور زده کوي چې تر هر څه لومړی پاکستان شاید ځینې د ماشوم په غوږ کې د آذان په ځای هم دا کلمه ورپیچکاري کړي چې سب سی پهیله پاکستان یعنی د پاکستان ګټه چې په کې نه وي هغه متل دی چې وایي (خدای که دې ټل پرې وهلي وي).

نو له دواړو خواوو زموږ دا غوښتنه ده چې نور نو دا خونړۍ ناورین د الله جل جلاله د رضا په خاطر پای ته ورسوئ نور نو افغانان له دې خپسې خلاص کړئ او هغه څه غوره کړئ چې الله جل جلاله یې غواړي او خوښوي؛ افغان ناورین ځپلی ولس یې غواړي او خوښوي او هر ژودی یې غوښتونکي دی که هغه انسان دی یا حیوان دی او یا هم نبات دی؛ نو په پایله کې دا په جرئت سره ویلای شم چې که یو نه شو نو د تاهۍ هغه کوهي ته به ولوېږو چې هغه په اصطلاح په ژبه به مو هېڅوک پوی نه شي او هغه د هندو کیسه به وي چې هندو ستړی او خدای ناراضه او بس.