عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

«
»

زموږ د کوره ادیره جوړه شوه

لیکونکي : دکتور طاوس وردک لندن جنوری ۲۰۱۴
۳۶کلن جنګ د افغانستان څخه داسې ادیره جوړه کړه چې زما په فکر سره یو کور به هم د ماتم او غم نه پاتی شوۍ نه وي او په هر کور کې ېې غم او ژړا را وستله او زموږ خلک ېې د خپلو عزیزانو په ماتم کې سوګوار کینول ، ددغو غم – دغو ناورین – دغو وینی توییدو – او دغو ژړاوو – او دغو زړه بوږنونکو کارو اصلی عاملین او فرمایش ورکونکي په لومړي قدم کې (( پاکستان – ایران – عربستان سعودی – امریکا او نور غربی هیوادونه –  شوروی او چین ) هیوادونه وو او تر ننه پورې په یوه او بل نامه ، یوه او بله پلمه زموږ بیچاره خلک تر خاورو لاندې کوي ، خو ډیره مهمه خبره داده چې زموږ د داخلي افغانی عاملینو ( بیتفاوته – بې احساسه توب – بې کفایتي –  بې ارادې توب – بیغم باشه خان ساتل  –  بې زړه سویه – بې رحمه – مزدور او نوکر افغان اسلامستان او د اسلامی ګوندو ۱۵ ګونه احزابو رهبران – قوماندانان او طالبان)) شمیرل کیژي ، زه فکر کوم چې ددوی په کورنیو او خپلوانو کې هم د ماتم تغر اچول شوۍ یا غوړیدلۍ دی او ژړاوی او ناری او سورې ېې خلکو اوریدلې دی خو د تاسف ځای بیا دادی چې دوی یا دری ورځي وروسته ددغو مرګ او شهادت نه ، هغه هم په ډیر خراب او ناوړه وژلو چې نیم اندامونه ېې نه وي یا ېې غوښې په خلطو کې ټولوی او بیایی په یوه تابوت یا یوه ټوټه تکه کې دوینو ډک خاورو ته سپاری او هلته د جنازی له اداکولو وروسته ملان یا طالبان خپل وعض او نصیحت او مسالو ته ادامه ورکوی او مسلمانان خپلو خرابو او نه بخشونکو اعمالو ته متوجه کوی یا ډیر په خاینانه ډول واي دغه یو شهید وو او دوطن او خلکو په خاطر ېې ځان قربان کړو نو اوس ده ته حوري او غلمان په جنت کې تیار منتظر دی ( چې زه ډیر د شک په سترګو ورته ګورم په دی چې شهید هغو ته ویل کیژي چې الله پاک ورته دغه مقام ورکړي خو ملا مخکې له مخکې د الله فرمان چې معلوم نه دی ورته اعلانوی لکه یو انتحاری ته چې ملان او د پاکستان او عربو خاین او بیسیواد مزدور ملان وایی لاړ شه انتحار وکړه ځای د راسا جنت دی ، په داسې حال کې که دغه خبره رشتیا وۍ نو اول به ملا او طالب ځان دغو درجې یا مقام ته رسولۍ وو او بیا ېې زامن دغو کار ته مجبورول او تشویقول خو زه یقین لرم چې دوی ( ملان او طالبان ) حتی په یوه خپلوان هم روا دار نه دی چې انتحار وکړې او بیا په کومه ضبغه یا کوم دلیل دوی ورته شهید وایی په داسې حال کې چې انتحاری قتل کړۍ او مومنان ېې وژلی او دده ځای دوزخ دی او د اجتماع له نظره یو خاین او یو رټلۍ او سپک انسان دی نه یو شهید ،قدرمنو هیواد والو توجه وکړۍ غربیانو ته ( امریکا – پاکستان او ایران ته ) چې دوی ولې زموږ خلک انتخاب کړي چې دلته د خلکو نه روح واخلی او په ډول ډول نیرنګو زموږ بیچاره بیګناه او بی خبره خلک ترور یا بمبارد کړې ګناه ېې څه ده ؟؟ ایا ددوی ګناه داده چې پشتانه پیدا شوي یا افغان پیدا شوي او یا داچې نن سبا ېې همت – غیرت – شهامت – دلیری – افغانیت – اسلامیت – عهد او پیمان – زړه سوۍ – رحم – له لاسه ورکړۍ او دیوه سره پیسه دوسته یا دالر دوسته شول ، څه دلیل دی چې دوی دغه ۳۶ کاله په حال نه راځي او ماغزه ېې کار نه کوي اخر یوه زره وجدان او یوه زره تلخه خو به در پاتی وي چې په دسته جمعی ډول او په ټول افغانستان کې یوه لوی قیام ته لاره همواره کړۍ او د تل له پاره ېې د پاکستان سره معلومه کړۍ چې ( بیا پټان په اسو سپور راغۍ ) نو داځلې به د بیربند کوڅې داسونو په منډو د پنجابیانو په وینو ککړ وۍ دا هوډ باید عملي شي او انتقام زموږ د ژوند اصل دی ( لا تر اوسه ېې ماغزه په کرار نه دی چا چې ماسره وهلۍ سر په سنګ دی ) ،او همیشه موږاوریدلي دی چې وایی( پشتون د ننګ په کارکې خپل وار نه پریږدي دشمن ته ) ،نو زما دزړه سره افغانه خپل دشمنان ښه وپیژنۍ په لومړي قدم کې د نني حکومت چارواکی ( ریس جمهور- معاونین ېې – وزیران – قوماندانان جهادی – غټ خیټي سود خواره رشوت خواره قاضیان او پولیسان – والیان او ولسوالان دی) ځکه دوی دغه ۱۳ کاله ( حکمتیار – حقانی – طالب ته ) ښه راغلاست ویل ، دوډۍ ېې   ورکوله ، لاره ېې ورښودله ، وسلی او مهمات ېې ورته ساتل ، د خلکو زامن ېې ورته تشویقول – او د پاکستان او ایران او عربستان خاصتا امریکا او انګریز پشو ته ورلویدل او ددوی نوکري ېې منلې وه نو باید د نوی حکومت لومړڼۍ وظیفه د داځلی دا وي چې د دشمنانو جرړې ور لنډی کا او بیا د خارجی دشمنانو سره ډغری ووهی ، (( زه جناب اشرف غنی احمد زی ته وایم چې د امریکایانو او انګریزانو د نظامی جنرالانو او سیاست مدارانو او اقتصاد دانانو یوه خبره مهمه ونه ګڼې او ورته متوجه ووسه خو اهمیت مه ورکوه زه تر دوی نه ډیر ښه خپل خلک او وطن پیژنم موږ باید اول خپل ځان په هر شي چې تر هر څه نه مهم او د پام وړ دي سمبال کړو – قوی کړو – په پښو ودروو او بیا ددشمن غاښونه ور مات کړو )) ارشیمیدیس لیکل که زه د مځکې زړه پیدا کړم نو مځکه به سرچپه کړم ، اوس هم ته محترم اشرف غني صاحب ما ته صلاحیت را کړه چې زه درته د نورو تحصیل یافته او متخصصو افسرانو په شمول په ظرف د یوه کال کې داسې ملي وسله وال پوځ جوړ کړم چې هم تا ته خوند درکړي او هم زموږ د هیوادوالو افتخار وی او هم په مدرنو وسلو سمبال وی ( تصمیم دبري لومړۍ شرط دی ) هرڅه په یوه متعهد – تحصیل کرده -متخصص- پاک او جدی ریس جمهور پورې اړه لري که ښه مدیریت وکا هیڅ خرابه خبره نه را منځ ته کیژي او یو فیلسوف وایی چې د سربازانو او افسرانو په منځ کې هغه چې ډیر ویریژي او یا ډاریژي نو اول دوی له اجتماع نه جلا کړۍ او ورسره کار وکړۍ او ویره ورنه ورکه کړۍ  او که بیا هم دوی ناری او سورې وهلی او دنور د ډاریدو او ویریدو سبب ګرزیدل نو باید هغوی دیر ژر له منځه یوسۍ ، په خبره فکر کوم رسیدلي یاست چې زه څه وایم باور وکړۍ که رشتینۍ متعهد ریس جمهور لکه اشرف غني ولرۍ کارونه ډیر په بیړه سمیژي او هر څوک خپل ځای  د خپل استعداد په اندازه په راتلونکي حکومت کې پیدا کوې موږ باید وروسته له دې نه  وطن زموږ خلک پری نه ږدو چې په ادیره کې خښ شي او زموږ کور په ادیره بدل شي .