نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

«
»

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې سم ثابت شول

نظرمحمد مطمئن

لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو:

جمهوریت لا سقوط نه و کړی، پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته مې ویل که طالبان کابل ونیسي او امنیت راشي، د افغانستان ښه امنیت به پاکستان باندي هم مثبت تاثیر ولري، پاکستان کې به اقتصادي او تجارتي حالت ښه لوري ته ولاړ شي، ډیری افغان او پاکستاني سوداګر به اسلام اباد کې پانګونې ته زړه ښه کړي، او که خدای مه کړه د جمهوریت له سقوط وروسته افغانستان کې ناامني زیاته شي بیا به یې هم پاکستان کې مثبت تاثیر ځکه وي چې د افغانستان د ناامني له کبله به د پاکستاني سوداګرو سربیره، ډیری افغان سوداګر پاکستان کې سوداګري او پانګونې ته زړه ښه کړي، د پاکستان اقتصادي وضعیت او د ځمکو کاروبار به ښه رونق ومومي.

زما پورته تحلیل غلط ثابت شو، افغانستان کې الحمدلله بشپړ امنیت راغی، په لومړیو وختو کې ډیری افغان سوداګر له بهر نه بیرته افغانستان ته راغلل، مګر پاکستان کې ناامني زیاته شوه، اقتصادي رکود مخ په زیاتیدو، تر دي چې پاکستان ته په سېمه کې چا قرض هم ورنکړ، نړیوال بانک درانه او ځینې غیر مذهبي شرطونه پري کيښودل، د پي آی اې هوایې شرکت به خرڅول کیږي او ځینې ملکي هوایې ډګرونه به هم خصوصي شرکتو ته په اجاره ورکول کیږي.

پاکستان کې د ناامنیو لړۍ د پوځ تر مرکزي قومندانۍ ورسیده، په بېلابېلو پوځي مرکزونو د وسلوالو لخوا بریدونه وشول، په سېمه کې د چین – پاکستان تر ټولو لویه پروژه سیپیک هم ودرول شوه،  افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای عرب او لویدیځ هیوادو کې پانګونه وکړه، دارنګه ډیری پاکستاني سوداګرو هم له هیواده یې خپلې شتمنۍ بهر ته وایستلي.

دوېیم: غلط تحلیل چې سم ثابت شو:

د جمهوریت د سقوط او اسلامي امارت لا ۹ میاشتې نه وي تیري شوی، د بیرغ مسئله، په کابل او شمال کې د ناامنیو مسایل، کابل او ځینې ښارونو کې د ځوانانو او میرمنو لخوا لاریونونه، بهر ته وتلیو افغان ځوانانو لخوا په اوسني نظام پسې منفي تبلیغات، اوازي چې پخواني پاتي نظامي کسان په نښه کیږي او ځینې نور مسایل.

یوه ورځ مې یو لوړپوړي چارواکي ته وویل:” که غواړئ چې افغانان د ځینو پيښو اړوند متحد پاتي شي او که کله هم د افغانانو ترمنځ کومې کړۍ / هیوادونه شر ته لمن وهي، نو په کار ده چې د ولس د راټولیدو او د متحد کیدو لپاره داسي نقطه وي چې ولس ټول خپلمنځي اختلافات شاته وغورځوي او په یوه خوله د مشترکې داعیې/ ټکې لپاره راټول شي، که هر کله ناامني یا ګډوډي زیاتیږي له همدې مشترکې داعیې به نظام کار اخلي، هغه دا چې موږ باید ځانته کوم دښمن هیواد پيدا کړو. “

ومې ویل: “ددې لپاره تر ټولو پاکستان ښه انتخاب او دښمن هیواد کیدای شي، خو داچې هلته ۴۰ کاله افغانانو د کډوالۍ ژوند تیر کړی، همدارنګه په تیرو ۲۰ کلونو کې د ډیورنډ هغې غاړي ته ډیری طالب مشران پاتې شوې، بل داچې پاکستان له تیرو ۴۰ کلونو راهیسي افغان ځوانانو او بېلابېلو قشرونو کې نفوذ ځغلولی، ماته ممکن نه ښکاري چې د ځان لپاره پاکستان دښمن هیواد؛ افغان ولس او نورو ته په ګوته کړو، مګر بیا هم تر ټولو ښه انتخاب همدا دی، خو د بېلابېلو دلیلو له امله چې “دلته یې ذکر کول مناسب نه ګڼم” موږ نه شو کولای چې پاکستان سره دا ډول لوبه وکړو، پاتې ایران او تاجکستان دی، په دي اړه چې غور وشي.”

همهغه سخت انتخاب چې اوسني نظام او مشرانو یې نه شوای کولای او یا یې نه غوښت، هغه خپله پاکستان اختیار کړ، لومړی یې د پاکستاني ولس پر اذهانو کار وکړ چې افغانستان یې دښمن دی، تر دي چې د پاکستان د علماوو غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر هڅه وکړه چې د پاکستاني مدرسو طالبان او استادان یې هم ملګري کړي، د پاکستان لنډمهالې ملکي حکومت او د پوځ جنرالانو یې همدا ذهنیت او د پاکستان تګلاره یې افغان ولس او نړۍ ته ورسوله چې افغان حکومت او پاکستان حکومت یو بل ته د د ښمن په سترګه ګوري، زما هغه تحلیل چې ناممکن مې باله، غلط ثابت شو او پاکستان هغه هرڅه پخپله وکړل چې ګټه یې به یې په نږدي او لیري راتلونکي کې افغان لوري ته ځي ان شاء الله.

اوسنی کړکیچن حالت نه د افغانستان او نه هم د پاکستان په ګټه دی، که پاکستان دوام ورکوي نو زیان به یې هم دوی ویني ان شاء الله.

افغانستان کې د پاکستان د طالبانو تحریک د مشرانو او غړو شتون یوازي بهانه ده چې د پاکستان پوځ لخوا کارول کیږي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته  افغان حکومت ډیره هڅه وکړه چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ ستونزه حل شي، مګر د پاکستان لخوا شرایط هغسي وو لکه چې پر افغانستان د امریکا د یرغل په لومړيو وختو کې د امریکا او حامد کرزي د حکومت وو، دا چې د پاکستاني طالبانو ټول مشران او نوموتي جنګیالي به پرته له قید او شرط پاکستان ته ژوندي سپارل کیږي، یا به د پاکستان د پوځ لخوا زنداني کیږي او یا به وژل کیږي، بله هیڅ لاره پاکستان ونه منله، حتی پاکستاني جنرالانو په وزیرستان او پخوانيو ازادو د قبایلو ایجنیسو کې د پاکستاني طالبانو ژوند کولو او یا هم افغانستان کې د امن اوسیدو لپاره هم زړه ښه نه کړ. 

که پاکستان په خپله پوځې او ملکي تګلارو کې د افغانستان اړوند ژور بدلون را نه ولي، وخت په وخت به ټي ټي پي نور هم ځواکمن او بلوچ بیلتون پال به هم په سېمه کې خوندي ځایونه بالاخره ومومي.

که پاکستان د چین او امریکا د جګړې ډګر ځان ګرځوي، د امریکایې ګټو او له امریکا څخه د ډالرو ترلاسه کولو مقابل کې په افغانستان او له دي لاري منځنۍ اسیا او د چین سینکیانګ کې ناامني ته لاره هواروي/ هڅې کوي، د داسي ناوړه پروژې زیان به پرته له پاکستان بل چاته ډیر نه وي.

وروستۍ خبره داده چې موږ افغانان زغم لرو، حوصله لرو، لیري او نږدي ګورو، له خپلو ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې او مقابل احترام ته درناوی لرو، په سېمه کې ناامني د سیمې د ټولو هیوادو په زیان ګڼو، د یوبل ضد څرګندونې او تورونه د هیڅ هیواد په ګټه نه بولو.