زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟
ليکنه: حميدالله بسيا
په ساده ډول زبرځواک يا سوپر پاور Superpower هغه هېواد دی چې په نړۍ کې پوځي، اقتصادي، ټکنالوژیکي او سیاسي ځواک ولري، او کولای شي د نورو هېوادونو پرېکړې او د نړیوال سیاست لوری اغېزمن کړي. امريکا ،چين روسیه په نړۍ کې زبرځواک هېوادونه دي او جرمني، جاپان، ،فرانسه، برتانيا، برازيل ، هند او نور… د نيمه زبرځواکونو په نامه يادېږي.
زبرځواکونه خپل نفوذ یوازې له پوځي ځواک لارې نه، بلکې د بېلابېلو وسیلو د ښه او پروخت استعمال له لارې ساتي او پسې پراخوي یې. پوځي ځواک د دوی د امنیت بنسټ جوړوي او نورو هېوادونو ته دا پیغام ورکوي چې دوی د خپلو ګټو د دفاع توان لري، خو اقتصادي ځواک د نفوذ تر ټولو دوامداره وسیله ګڼل کېږي. کله چې یو هېواد قوي اقتصاد، پراخه پانګونه او نړیوال بازار ته لاسرسی ولري، نور هېوادونه ورسره اړیکې ټینګوي، او دا اړیکې ورو ورو په سیاسي او ستراتیژیک نفوذ بدلېږي. همدارنګه، ډیپلوماسي او نړیوال اتحادونه زبرځواکونو ته دا فرصت ورکوي چې خپلې پرېکړې پراخې کړي او خپل دریځ ته نړیوال مشروعیت ورکړي. پرمختللې ټکنالوژي، استخباراتي وړتیاوې او معلوماتي برلاسی هم دوی ته دا ځواک ورکوي چې نه یوازې خپل امنیت وساتي، بلکې د نړیوالو بدلونونو پر بهیر اغېز وکړي.
اوس به راشو دې ته چې زور Power څه ته وايي؟
زور يا پاور هغه وړتیا ده چې یو هېواد کولی ش: خپل امنیت وساتي پر نورو هېوادونو اغېز وکړي، خپلې ګټې خوندي کړي او د اړتیا په وخت کې خپل ځواک وکاروي .