همراه جمیله، وداع با گلزری!

Aitmatow, Tschingis) 20081928- ) آرام بختیاری سوسیالیسم، دیالکتیک وحدت خلقها شد. چنگیز آیتماتف،…

کیست ژورنالیست ؟

هرکی مایک در اختیارش بود ژورنالیست نیستیا  به یک رسانه …

مخاطب خاص نیست!

این سخن، با آنانی‌ست که روزی از شیر و قیماق…

نظریات قوم‌گرایانه و راسیستی مردود است!

نویسنده: نور محمد غفوری ۱. مقدمه مقالهٔ حاضر با عنوان «نظریات قوم‌گرایانه و…

       اصولنامه ی جزایی طالبان خیلی نفرت انگیزو ضد اسلامیست 

       نوشته ی : فروغی        پس ازنشروتطبیق احکام سختگیرانه و نفرت انگیز…

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن پس از فروپاشی حکومتی…

شصت و یکمین سالگرد با افتخار حزب ما خجسته باد

رفقاى گرامى از نام سازمان حزبى ما در ايالات متحده امريكا به…

مرکه

له ښاغلي (عبدالملک پرهیز) سره د نړېوال ادبي ښوونځی اکسپرسیونیسم…

سرمایه‌داری در لبهٔ شکست؛ اقتصاد بحران‌زده و سیاست مشت‌آهنین

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های ساختاری نظام سرمایه داری و ظهور…

سوسیال دموکراسی؛ تمایز مفهومی، تجربهٔ تاریخی و امکان بومی‌سازی در…

نور محمد غفوری مقالهٔ را تحت عنوان (چرا نهضت جدید سوسیال‌دموکراسی…

الگوریتم څه شی دی، څه وخت، چیرته او څنګه را…

نور محمد غفوري الگوریتم د ستونزې د حل لپاره د منظمو،…

د گوند کالیزه په مناسبت‎

پتمنو خویندو او ملگرو د افغانستان دخلق دموکراتیک گوند د…

بوی نفت و خون 

رسول پویان  ز خون سرخ بشر دست ظلم گلگون است  زطرف جیحـون وکارون تا امازون است  خـدا نظـاره گـر قـتل نظـم و قـانـون است  ز بیم جنگ و تجاوز بشر جگرخون است  شرار…

چه ارزان فروختند!

امین الله مفکر امینی                        2026-22-01! چه ارزان فروختند مردمِ دانـــــای  میهن ما را…

پاسخ به سیاه‌مشق آقای انجنیر کمال بهادری (نامی بی‌هویت که…

درباره‌ی مسئولیت جمعی، نقد سیاسی و ضرورت عبور از فردمحورینوشته‌ی…

چرنیشفسکی نیکولای گاوریلوویچ

ترجمه. رحیم کاکایی پ. ا. نیکولایف.  بخش یکم نیکولای گاوریلوویچ چرنیشفسکی در ۱۲…

ټکنالوژي، سیاست او د عدالت پوښتنه

نور محمد غفوری ایا د نوې زمانې په راتګ سره ټولنیز…

وحدت به‌مثابه پراتیک تاریخی

بازخوانی تیوریک نشست شصت و یکمین سالگرد تأسیس حزب دموکراتیک…

یادنامهٔ دکتورعبدالسلام آثم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ در روزگاری که تاریخ کشورما مشحون از رخ داد های…

بحران فقر در افغانستان: عوامل، چشم‌انداز و راهکارهای مقابله با…

افغانستان در یکی از تاریک‌ترین برهه‌های تاریخ معاصر خود بصورت…

«
»

ریس صاحب جمهور (سرقوماندان اعلي) ته دامنیت راوستل

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د جنوری ۱۷مه ۲۰۱۶ کال
جناب ریس جمهور محمد اشرف غنی هر سړۍ او مسلک ېې ، ما دنړۍ دلویو قدرتو په اکادمیو کې لوړ ( ارکان حربي او د دکتورا – او ماسترۍ ) تحصیلات تر سره کړي او په ډیرو لوړو نمرو زه د وسله وال پوځ د افسرانو د جملې نه د حربي پوهنتون یو ارکانحرب استاد وم ،د شوروي – هندوستان – انګلستان جنګی تاکتیکونه او جنګی تمرینات می لیدلی او په ډیرو کی می ګډون کړۍ ، په افغانستان کې می دمخامخ ، چریکی او ګوریلایی جنګو نه ډیره استفاده کړیده ، په تمریناتو – عملیاتو او بازی حربو او جنګي پرواګانواو تطبیقاتو کې مي ګډون کړي دی ، خو ته او ستا لوړ رتبه افسران دغه تجربې نه لري او ته یو نظامی مشاور هم نه لرې ؟؟؟  که ېې لرې هغه به ترومچی جنرالان وی چې زموږ د وسله وال پوځ په درد نه خوري .
که واېې چې  شته دی او ډیر لایق دی نو کومه ورځ دوی تاته یوه طرحه د ( جنګ د مخ نیوي – دجنګ د ختمیدو – ددشمنانو د له منځه وړلو – او ددشمنانو د اسیرنیولو ) وړاندې کړیده ، دشورای امنیت په سطحه څوک نه لری ، وزارت دفاع خو پریږده چې د کومو کسانو په لاس کی دی .
اوس زما طرحه دقیقه وڅیړه او عملی ېې کړه ::::
۱ –  د افغانستان ( ۲۰  ) ولایتو نه مستقیما د بهرنیو هیوادو سره ارتباط لری ، زه پیشنهاد کوم چې ددغو ولایتو له پاره یعنې دهر ولایت له پاره ( ۲۴۶۹  ) تنه سربازان او افسران تنظیم کړه او دغه تعداد په مهمو موټر روه – کاروان روه – بزروه – لارو تقسیم کړه چې که په هر ولایت کې شپږ لارې وټاکې نو هری (تهانې – یا تاڼې ) ته ۴۱۶ تنه رسیژي  چې کاملا کفایت کوی او دوی ته غرنی هاوانونه دهندوستان ساخت – او روسی ۸۲ م م هاوانونه او ۱۲۰ م م هاوانونه او ماشیندار (پي کا ) او یو بم انداز او متباقی دری یا څلو راکت اندازونه او کلاشنیکوفونه او کافی اندازه لاسې بمونه او مهمات اکمال کړه ، امیدواره یم چې یو انتحاری او طالب یا داعش به را تیر نه شي .
۲ – اوس که دهر ولایت له پاره تخمینی ۶ پوستې تعین کړم ، جمعا د ۲۰ ولایتو له پاره ( ۱۲۰ ) پوستې یا محلات کیژي چې جمعا ورته (  ۵۰۰۰۰ ) تنه پرسونل لازم دی ،دوی ته مخصوصه پارتیزاني – ګوریلایی – تاکتیکی جګړه ایز تمرینونه لازم دی او دوی باید د مورال – غذایی موادو – دریو فصلو البسې – او کافی اندازه وسلو او مهماتو نه اکمال وي ، افسران ېې دیوه سره مکتبی،  ځوان – وطن پرست – غیرجهادی – او په یوه تنظیم او جهادی قوماندان او رهبر پورې منسوب نه وي او پاک کسان تعین اومقرر شي .
۳ – د هرې پوستې څلورو خواوو ته د دیورند کرغیړنې کرښې دواړه خواوو ته باید د ملی امنیت ډیر مطمن ، وطن پرست ، غیرجهادی ، غیرتنظیمی ، پاک او ځوان نسل نارینه او ښځینه د کشف او ددشمنانو د نښه کولو او دهغوی د پلانو او د تګ را تګ په مورد یومعین تعداد  دمسلکی استخباراتو افسران  مشخص کړي تر څو راپورونه تهیه کړي او پوستې او محلی قطعات ور باندې خبرکړي ، تر څو دشمن ونه کولای شي یو خونین – تخریبی او استخباراتی پلان د افغانستان د ننه تطبیق کړي .
۴ – د ننه په هر ولایت کې یو یو مجهز کوماندویی او پراشوټي غنډ چې تعداد ېېد ۸۰۰     نه بیا تر ۱۰۰۰ تنو پورې ورسیژي او د ۲۴ساعته تیارسۍ ( قطعه منتظره ) په شکل حاظر وي او د هلیکوپترو او موټرسایکلو او وړو تیزرفتار موټرانو نه په استفادې سره سرحدی پوستو ته دضرورت په وخت کې مرسته ورسوي، همدارنګه دغه غنډونه د ننه په ولایت کې هم د پولیسو سره هم غږی ولری او مرسته وکړي مجموعی تعداد ددغو غنډو د  ( ۲۰۰۰۰  ) نفرو سربازانو او افسرانو ته رسیژي ددغو جملې نه باید ۳۰۰۰ تنه ېې ښځینه افسرانې او سربازانې  وي .
۵ – د کابل شهر له پاره صرف د پولیسو یو قول اوردو چې تعداد ېې ۱۲۰۰۰ تنه وې د جنايي پولیسو په چوکاټ کې تشکیل شي او تل په ملکی لباس کې البته د معین کارت په درلودلو سره کشفی او استخباراتی وظیفه په شهر او نواحی – کوڅو او تجارت خانو او مسکونی محلاتو کی اجرا کړي اومصروف وی ، دغه ډله باید ۴۰۰۰ تنه زنانه مخفی پولیس ولری ، او خاص ډول تلفونونه ور سره وی ، دغه ډله زیادتره د مکتبو – لیسو – دارالمعلمینو – پوهنتونو د استادانو – او شاګردانو سره ټینګه اړیکه پیدا کړي تر ځو هر کور یو استخبارات ولري او د هرکورنه باید ادارات خبروی ، چې چیرته – دچا په ذریعه – څه وخت بم ګذار او انتحاری یا قاچاقبر را غۍ یا عملیات کوی باید فورا دستګیر شي .
۶ –  د کابل ګارنیزیون باید یو قول اوردو (  ۱۲۰۰۰  ) تنه افسران او سربازان مجهز په ډیرو مخصوصو زره پوشانو او سلاحګانو – اب پاش موټرانو – ګاز پاش موترانو – علو اندازو – راکت اندازو – ماین اندازه ماشیندارو ،  پیکا ماشیندارو او مخصوصو وړو تفنګچو او مخصوصو موټرسایکلو مجهز وی او خاص سپورتي – پارتیزانی تمرینات ولری
۷ – د لویو لارو – پایپ لاین – دبرق دبندونو –  برقی پایو – ددولتی او شخصی فابریکو – د باربری وسایطو د قطارونو د تګ او راتګ او د قیمتي ډبرو د معادنو د ساتلو او استخراج او انتقالاتو په خاطر باید یو قول اوردو جوړ شي چې تعداد ېې تر ۱۵۰۰۰ تنو پورې رسیژي او دغه قول اوردو باید د موټرسایکلونو – وړو رنجرو – زره پوشونو – سقیله زیګو یک ماشیندارو او هاوانو باندې مجهز وی او همیشه د هلیکوپترو حمایوی سکورت ورسره موجود وي .
جناب ریس صاحب جمهور محمد اشرف غنی ، وګوره اسراییل یوازی ۷ملیونه نفوس لری خو دیوه سره مجهز به نظامی تعلیماتو دیاو ټوله عربی نړۍ او ایران ېې ترستونیه را وستلي دي ، آیا ته نه شې کولای داسې یو تشکیل جوړ کړې او دغه تشکیل زما په لاس کې را کړې چې زه دغه بیچاره ولس ته نجات ورکړم ، ولې زه کاندید یم ؟؟؟ په خاطر ددې چې اوسني ډیر کسان په تنظیمو او جهادی قوماندانانو پورې مربوط دی او د ننیو دشمنانو ( القاعده – طالب- داعشیانو او قاچاقچیانو  ) سره ارتباط لري ، نو زه باید یوه نوي تيپ وسله وال پوځ درته د نویو او مجربو تحصیلکرده افسرانو او یو تعداد پخوانیو افسرانو نه دوطن د دفاع په خاطر جوړ کړم ، کمیت مهم نه دی کیفیت ډیر مهم دی ، زه په ((  ۱۸۰۰۰۰   )) سربازانو او افسرانو د افغانستان امنیت ساتم ، شاید یو تعداد خلک سوال وکړی چې ۱۲۰۰۰۰ امریکایان او غربیان دلته موجود وو خو امنیت ېې را وړی نه دی ، ؟؟؟  بلې درسته ده دلیل ېې دا وو چې دوی په نورو موضوعاتو او مسایلو مصروف وو ،او دي دقیقاعملیات او جنګ غربیان او زموږ قطعات د دشمنان پرضد  نه کوي، حتی غربیانودوی ته وسلی – معاشونه – پیسې او تعلیمات او استقامت ورکولو ، بل دلیل زما دادی چې طالبانو څومره لشکرې درلودلی ولی چا یوه روپۍ نه شوای غلاکولای ؟؟؟ ځکه د طالبانو په واک او اداره کی رشوت او غلا نه وه او جدی دسیپلین او انظباط موجود وو ،په خاطر ددې چې طالبان خدای دوسته او پاک خلک وو ، غټ نقص د طالبانو داوو چې د پاکستان – ایران مخصوصا دعربستان او قطر نوکران وو ، اوس زه هم یوه نوې او خاصه اداره ددی هیواد دوسله والپوځ له پاره جوړول غواړم .