کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

روسيه په افغانستان کې ولې پر امریکا تورونه لګوي؟

په داسې حال کې چې د ټاکنو کميسيون لس ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ولسمشريزې ټاکنې به د اعلان شوي وخت (د حمل ۳۱) څخه په درې مياشتې ځنډ (د سرطان په ۲۹مه) ترسره شي؛ اوس لس ورځې بعد روسيې غبرګون ښودلی او دا ځنډ يې د امريکا د فشار په نتيجه کې ياد کړی دی. تېره پنجشنبې پرون ‘پنجشنبه د روسیې بهرنیو چارو وزارت په تونده لهجه د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډ نیوکه وکړه او زياته يې کړه؛ ټاکنې د امریکا د فشار له کبله ځنډېدلي ځکه چې افغانستان کې د خپلې خوښې سیناریو لپاره وخت ته اړتیا لري.

روسيې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د ولسمشريزو ټاکنو په اړه د ولسمشر غني او د ټاکنو کميسيون پخوانيو څرګندونو ته اشاره کړې چې پر خپل ټاکلي وخت (د حمل په ۳۱ مه) يې په ترسره کولو ټينګار کاوه. د روسیې بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: “سره له دې چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټینګار ویل چې ټاکنې به پر ټاکلي مهال کېږي، خو بیا وروستۍ پرېکړه دا شوه، چې وځنډیږي. هر څه ښيي چې دا پرېکړه د امریکا د فشار له کبله ده چې غواړي ټاکنې یې د خوښې وړ وي او د دغه هېواد د سولې بهیر سیناریو هم له خپلې خوښې سره سم ډیزاین یا طرح کړي. ” په کابل کې د امريکا سفارت بيا د روسيې ياد تور رد کړی او دغه ځنډ يې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسییون پرېکړه بللې ده.

د افغانستان اوسنيو شرايطو او مجبوريتونو ته په کتو؛ په دې کې شک نشته چې افغان حکومت د امريکا په مشوره په ټاکنو کې د ځنډ او یا د نيټې د بدلون پرېکړه کوي؛ خو پوښتنه دا ده چې روسيه ولې غواړي امريکا د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې پر مداخلې يا په ټاکنو د ځنډ دليل د امريکا فشارونه ياد کړي؟

په افغان ټاکنو کې پر امریکا د مداخلې تورونو څخه روسيه څه غواړي وښي؟

روسيه په يو غشي غواړي څلور ښکارونه ترسره کړي.

لومړی؛ د افغان سولې په تړاو د طالبانو تحريکول

په داسې حال کې د افغان سولې په تړاو زلمي خليلزاد هڅې ګړندۍ کړي او د افغان سولې په تړاو يې د ټاکنو د ځنډولو خبره هم لويدځو رسنيو لخوا مطرح شوې؛ اوس روسيه غواړي چې طالبانو ته ذهنيت ورکړي چې که امريکا کچيري په آينده کې له طالبانو سره د سولې په خاطر د افغانستان ټاکنې ځنډوي نو موخه يې د دوی په باور په ډيموکراتیکه پروسه (انتخاباتو) کې د طالبانو داخلول نه بلکې خپل سياسي هداف لري چې ټاکنې ځنډوي.

يعنې روسيه غواړي په راتلونکې کې د سولې په خاطر د ټاکنو د ځنډ په اړه وسله وال طالبان بدبينه کړي او که په راتلونکې کې له طالبانو سره امريکا توافق ته رسيږي او په ټاکنو کې د طالبانو د ګډون په خاطر که ټاکنې ځنډول کیږي نو روسيې طالبانو ته دا ذهنيت ورکړی وي چې امريکا د دې ځنډ تر شاه هم خپل اهداف لري او پام کوئ تاسې ورسره موافقه مه کوئ.

دويم؛ په راتلونکو ټاکنو د افغانانو بې باوره کول

د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې پر امريکا تورونو لګولو سره روسيه غواړي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه افغانانو ته منفي ذهنيت ورکړي. که له يوې خوا د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې ناسم مديريت او په کې شتو ستونزو د ټاکنو په پروسې افغانان تر يو حده بې باوره کړي دي؛ اوس روسيه غواړي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د خلکو بې باوري زياته او عام ولس ته داسې ذهنیت ورکړي چې ګويا ستاسي رايه ورکول بې معنا دي او د افغانستان سرنوشت د امريکا په لاس کې دی. څوک چې امریکا وغواړي نو همغه کس به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي.

درېم؛ د افغان حکومت لاسپوڅی ثابتول

که څه هم د افغانستان اوسنيو شرايطو او مجبوريتونو ته په کتو؛ دا جوتيږي چې افغان حکومت د امريکا په مشوره په ټاکنو کې د ځنډ او یا د نيټې د بدلون پرېکړه کوي؛ خو دا چې روسيه په امريکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د مداخلې تور پوري کوي او وايې چې د افغانستان ولسمشريزې ټاکنو د امریکا د فشار په نتيجه کې ځنډول شوي؛ هدف يې دا دی چې عامو افغانانو ته ذهنيت ورکړي چې ګويا افغان حکومت لاسپوڅی دی او د امريکا له اجازې پرته هيڅ اقدام نه شي کولی.

څلورم؛ د افغانانو او امريکا تر منځ بدبيني پيدا کول

په وروستيو کې د افغانستان سولې په تړاو د امریکا هڅو او له افغانستان څخه د امريکايې ځواکونو د وتلو به  اړه د وسله والو طالبانو غوښتنې د امریکا لخوا شيين څراغ ښودلو؛ د افغانانو او امريکا تر منځ د اعتماد فضا نوره هم زياته کړې او افغانان ټول هيله من دي چې امریکا نور د افغانستان جګړه پايته رسول غواړي. اوس د دې لپاره چې د افغانانو او امریکا تر منځ د باور رامنځته شوې فضا بېرته له منځه يوسي او افغانان د امريکا په خلاف بدبين کړي؛ روسیه پر امریکا په افغان ټاکنو کې د مداخلې تور پورې کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي