کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

د یوې غوا دوه بچيان؛ دواړه منصوران د یوې سوړې ماران

د وسله والو طالبانو تر منځ اختلاف ولې او چا رامنځته کړ؟

د ملا اختر محمد منصور او ملا منصور داد الله تر منځ وروستی اخ و ډب او تر شاه یې پراته لاسونه

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې له اعلان وروسته د یادې ډلې په مشرۍ اختلافات راپورته شول. د څو ورځو چنو وهلو وروسته بلاخره ملا اختر محمد منصور د یادې ډلې هبري په غاړه واخیسته چې سمدستي ملا منصور د یو شمیر نورو کوچنیو ډلو له غبرګون سره مخامخ شو. د ملا منصور په مخالفانو کې یو هم ملا عبدالمنان نیازی او ددوی ډله وه چې په ورستیو کې یې د ملا رسول په مشرۍ خپل رسمي رهبریت څرګند کړ. د ورستیو راپورونو له مخې د یادو ډلو تر منځ اختلافات او اخ و ډب دومره جدي شوی چې یوازې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې یې له تیرې اونۍ راهیسې د ملا منصور دادالله او ملا اختر محمد منصور د ډلو تر منځ په جګړو کې تر ۱۲۰ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوختې ده. په خاک افغان ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور لخوا د خپلې سیالې ډلې د ځپلو لپاره تقریبا ۸۰۰ جنګیالي رااستول شوي دي.

ټول په دې پوهیږي چې غوا توره ده او شیدې یې سپینې دي، اوس په دې وروستیو کې چې د وسله والو طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور او له دوی د بیلې شوې ډلې ملا منان نیازي ډلې تر منځ د جنګ جګړو او مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کیږي نو په ډیکو روانه د افغان د سولې پروسه یې هم ټکنۍ کړیده. د دغو دواړو ډلو تر منځ د جنګ جګړو راپورونو خلک هم اندیښمن کړیدي او د دوی په دوه ډلو ویشل کیدو؛ د ولس او د شنونکو نظرونه هم سره په دوه برخو ویشلي دي. یوه ډله شنونکي د وسله والو طالبانو اختلاف د افغان سولې په ګته بولي او وایې چې په دې سره طالبان نه یوازي دا چې په سیاسي لحاظ سره ویشلي او کمزوري شويدي بلکه په نظامي لحاظ هم بې توانه شوي دي او نور به له افغان دولت سره د مخامخ جګړې توان ونه لري.

بله ډله بیا د وسله والو طالبانو په لیکو کې اختلاف او په وروستیو کې د ملا منصور او ملا منان نیازي ډلو تر منځ اخ و ډب د افغان دولت او افغان سولې سره په ګټه نه بولي.

خو حقیقت بل څه دی، د وسله والو طالبانو په دوه ډلو ویشل او تر منځ یې وروستي اختلافات او اخ و ډب؛ طبيعي نه دي بلکه دا د آی ایس آی او د پاکستان د پوځ پخوانی پلان دی چې غواړي پر مټ یې په افغانستان کې د جګړې ډګر ګرم وساتي او بیلابیل وختونه د سولې پروسې ته پرې خنډونه جوړ کړي. پاکستان له پخوا پلان لري چې په افغانستان کې به د جګړې ډګر ګرم ساتي او د وخت د غوښتنو سره سم به د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره په بیلابیلو نومونو بیلابیلې ډلې رامنځته کوي. د همدې پلان په جریان کې یې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د داعش پروژه پر مخ واچوله. خو لکه څرنګه چې داعش ډله د افغان حکومت له کلک مقاومت سره مخ شوه او دا پروژه یې چندان ښه ونه بریښيده نو پاکستان هم د بدیل په لټه کې شو هماغه و چې وسله وال طالبان یې په دوه ډلو وویشل.

که څه هم د وروستیو راپورونو له مخې چې ویل کیږي د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور او ملا منصور دادالله تر منځ جګړه ؛ د ملا اختر محمد منصور د سیالې (ملا منان نیازي) ډلې د ځپلو او د هغه چا پر ضد ښکاري چې د وسله والو طالبانو تر منځ د اختلاف رامنځته کوي؛ خو په حقیقت کې دواړه منصوران (ملا اختر محمد منصور او ملا منصور دادالله) د یوې سوړې ماران دي. دواړه د پاکستان د ګټو لپاره جنګیږي.  دواړه ډلې د پاکستان لخوا جنګ ته هڅول کیږي او په دې ترتیب غواړي د افغان سولې لپاره یو بل خنډ رامنځته کړي.

پاکستان اوس غواړي ددوی دواړو له منځه یوه ډله له افغان دولت سره د سولې د مذاکراتو میز ته کینوي او په دې ترتیب افغان دولت خوشحاله، له نړیوالو نور امتیازات تر لاسه او له خپله ځانه د تروریزم د روزونکي او پالونکي نوم لیرې کړي. د پاکستان د پلان له مخې به بله ډله بیا هم د جګړې ډګر ګرم ساتي او تر هغې به جنګیږي څو پورې چې په  افغان جګړه کې خپلې ګټې خوندي ویني.

لیکنه : خوشحال آصفی