به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

د ګډ حکومت مفت خواره سلاکاران

د پخواني ولسمشر حامد کرزی پر اداره تر ټولو مهمه نیوکه دا وه، چې د سلاکارانو دولت او ادارې په جوړولو سره یې، تشکیلاتی تورم رامنځته کړی و. مصلحتی کسان به یې راوستل او په ښه ډالري معاش او دولتی امکاناتو سره به یې سلاکار ټاکه. خلکو د نوي حکومت په جوړیدو سره هیله درلوده چې دتیر حکومت نیمګړتیاوې په ختمې شي او ژوند به یې ښه شي خو کله چې د ولس په رایه معامله وشوه او د ملي وحدت تر نامه لاندې د غني او عبدالله ګډ حکومت جوړ شو نو نه یوازې دا چې د تیر حکومت نیمګړتیاوې یې ختمې نه کړې بلکه په خپله د ډیری ستونزو د زیږیدو سبب شو. د ګډ حکومت مشران او شریکان هم د تیر حکومت په ناروغۍ اخته شول او له هغې یې ناروغي زیاته شوه. دلته د ګډ حکومت د یو کلنې دورې په ټولو نیمګړتیاوو نه غږیږو خو د نمونې په شکل یې یوازې د مفت خورو، بې سواده او کم تجربې سلاکارانو نیمګړتیاو ته اشاره کوو.

د ارګ او اجرایوي ریاست سلاکاران چې شمیر يې له اتیاوو اوړي؛ په میاشتني ډول تر دوه سوه زره افغانیو لوړ معاشونه اخلي. د ماليې وزارت چارواکي وايي چې دغو سلاکارانو ته میاشتنۍ حقوق د هغوی وړتیا ته په کتو ورکول کیږي.  دا سمه ده چې هر ولسمشر قانوني حق لري چې د چارو د لا سمون لپاره سلاکاران وټاکي اما قانون بیا ورته معیار هم ښودلی دی. استعداد لرونکی، وړ او مسلکي انسان هغه که ولسمشر وي ، که وزیر وي ، او که معین او رییس ، ډیرو کمو سلاکارانوته اړتیا لري ؛ له بده مرغه چې د ګډ حکومت په سلاکارانو کې دا اصل تر شا غورځول شوی او یوازې د کمپاین معیار په پام کې نیول شوی. هغه کسان چې په ټاکنیز کمپاین کې یې ونډه اخیستې له هر ډول مسلکي معیارونو پرته د ګډ حکومت د شریکانو د سلاکارانو په توګه ټاکل شوي دي. دغه سلاکاران داسې دي چی نه یی کار معلوم دی نه یی تشکیل او نه هم حاضری یواځی د معاش په ورځ یی سر او صورت را پیدا کیږي او نور یی درک نه وي. په ګډ حکومت کی اجراییه ریاست هم خپل د بنډار انډیوالان ؛ خپل سلاکاران ټاکلي دي. د نوموړي مرستیالانو هر یو محمد محقق او محمد خان هم د بنډار انډیوالان ځانونو ته سلاکاران ټاکلي دي چی معاشانونه یی د دولت د مالي بدنې څخه اجرا کیږی چې د ملت پر وړاندې ستره جفا یې ګڼلی شو.

 

ارګ او اجرایه ریاست په بیلابیلو نومونو خپل د کمپیان غړي او نور ملګري د خپلو سلاکارانو په نامه په لوړو امکاناتو او امتیازاتو ګمارلي دي لکه له نشه يي توکو سره د مبارزې په چارو کې سلاکار، د اقوامو او قبایلو په چارو کې سلاکار ، په مطبوعاتي چارو کې سلاکار ، د شخړو د اوارۍ چارو کې سلاکار ، دقومونو په چارو کې سلاکار، د سیمه ییزې حکومتولۍ په چارو کې سلاکار ، په ټولنیزو چارو کې سلاکار ، د سرحدونو په چارو کې سلاکار، په خصوصي برخه کې سلاکار ، په دیني چارو کې سلاکار ، د ځوانانو په چارو کې سلاکار ، په علمي چارو کې سلاکار ، د کوچیانو په چارو کې سلاکار ، د مخابراتو او مواصلاتو په چارو کې سلاکار، د جهادي امورو سلاکار او داسې په لسګونو نور سلاکاران. دغه سلاکاران یوازې د خپل معاش او امتیاز په غم کې دي او بس؛ نور په عملي ډګر کې هیڅ نه دي. د دغو سلاکارانو ګټورتوب له لاندې تحلیل ښه څرګندیږي.

د اقتصادي برخې سلاکاران
غني به د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه کوله چې د افغان ولس په دسترخوان کې به مثبت بدلون راولي، خو دا خبره هم برعکس شوه او ګڼو افغانانو د خپل دسترخوان پر سر وچه ډوډۍ هم له لاسه ورکړه چې همدا اوس له هیواده د کاري ځواک تیښته او د یو میلیون کسانو وزګارېدل یې ښه بېلګه ده. دلته د ولسمشر اقتصادي مشاورینو څه وکړل د ولس دغم خوړلو لپاره یې کومه مشوره ورکړه؟ ولسمشر ژمنه کړې وه چې اداري پړسوب او فساد به له منځه وړي خو دا دی په دې برخه کې لسګونو مشاورینو یې کوم داسې مشوره ورکړه چې ګویا د فساد مخنیوی وکړي؟

د حقوقي برخې سلاکاران
تیره ورځ د غني په لارښوونه؛ د ښار جوړونې وزارت د محکمې د پریکړې پر خلاف د کابل بانک په دوسیه کې د لومړی درجې تورن خلیل الله فیروزي سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی وو، چې پر اساس به یې د نوموړي پر ځمکه د سمارټ سیټي په نامه یو ښارګوټی جوړیږي. دا هوکړه لیک چې د ښارجوړونې وزارت لخوا د اشرف غنی د فوق العاده استازی احمد ضیاء مسعود ، د مشرانو جرګې د مرستیال، د ولسمشر د حقوقي سلاکار او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو په شتون کې لاسلیک شوې وه ؛ هغه وخت لغوه اعلان شو کله چې د ګډ حکومت شریکان د ولس او نړیوالو له کلک غبرګون سره مخ شول. نو دلته بیا د ولسمشر حقوقي سلاکاران هم تر پوښتنې لاندې راځي چې ولې یې د یو مجرم سره چې لاهم په بند محکوم دی؛ قراردار لاسلیک کړ؟ که د ارګ سلاکاران په خپل مسولیت پوهیدلی نو هیڅکله به یې غني ته دا ډول شرمناکه مشوره نه ورکوله چې وروسته بیا پرې پښیمانه شي.

د امنیتي برخي سلاکاران
سره له دې د ملي وحدت حکومت د خپل کار له پیل څخه د موازي ادارو د لمنځه وړلو، د امنیت د ټینګښت او په هیواد کې د سرتاسري سولې سینه ډبوله؛ په وروستیو کې د کندز ولایت او د یو شمیر ولایتونو د ولسوالیو د سقوط پیښې ددې ګواهي ورکوي چې ګډ حکومت په خپلو ژمنو کې نه یوازې چې پاتې راغلی بلکه د ژمنو خلاف یې ترسره کړي دي. که چیري د امنیتي برخې سلاکاران یې مسلکي، پوه او تجربه کاره سلاکاران وای نو نن ورځ به په ولس دغه بدمرغي نه راتله.

د بهرنۍ پالیسۍ او سیاسي برخې سلاکاران
په سیاسي برخه کې هم د ارګ او اجرایه ریاست سلاکارانو خپل مسولیت نه دی ترسره کړی، تاسې وګورۍ تر اوسه مو په هیواد کې د کومو سیالو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې انډول په نظر کې نیولی دی. اصلاً دغه سلاکاران د دیپلوماسۍ او سیاست په معنې نه پوهیږي.

د فرهنګي او ټولنیزې برخې سلاکاران

همدا څه موده وړاندې ولسمشر غني د عاشورا په مراسمو کې د ګډون پر مهال، لفظي اشتباه وکړه او د رسول (صلی الله علیه وسلم) لمسی، امام حسین (رض) د «خدای لمسی» وباله. له دې تېروتنې وروسته په خواله رسنیو کې پر اشرف غني پراخې نیوکې وشوې چې بیا له امله یې غني خدایه او ولس بخښنه وغوښته. دلته هم د ولسمشر د فرهنګي او ټولینزې برخې سلاکاران تر پوښتنې لاندې راځي چی ولی دغو سلاکارانو ولسمشر خپلې دغسې اشتباه ته متوجه نکړ.

 

لیکنه : خوشحال آصفی