نوروز نبودت

- بیژن باران چه کنم با این همه گل و…

عرفان در مغز

دکتر بیژن باران     لامارک 200 سال پیش گفت: به پذیرش…

نماد های تاریخی- ملی و نقش آن در حفظ هویت…

نور محمد غفوری اشیاء، تصاویر، نشان‌ها، مفاهیم، یا شخصیت‌هایی که نمایانگر…

در دنیای دیجیتالی امروز، انسان‌ها به مراتب آسیب پذیرتر شده…

دیوارها موش دارند و موش‌ها گوش! این مثل یا زبانزد عام…

خالق تروریستهای اسلامی؛ الله است یا امریکا؟

افشاگری جسورانه از ژرفای حقیقت سلیمان کبیر نوری بخش نخست  درین جا می…

چگونه این بار حقانی ها روی آنتن رسانه ها قرار…

نویسنده: مهرالدین مشید از یک خلیفه ی انتحاری تا "امید تغییر"…

شب یلدا 

شب یلدا شبی شور و سرور است  شب تجلیل از مدت…

سجده ی عشق!

امین الله مفکر امینی      2024-21-12! بیا کــــه دل ز تنهایــی به کفیدن…

فلسفه کانت؛ تئوری انقلاب فرانسه شد

Immanuel Kant (1724-1804) آرام بختیاری  نیاز انسان عقلگرا به فلسفه انتقادی. کانت (1804-1724.م)،…

حال: زمانست یا هستی؟

بیت: غم فردا، کز غصه دیروز ریزد به هجوم انرژی، کشف زمان…

درختی سرشار از روح حماسی  و جلوه های معبودایی

نویسنده: مهرالدین مشید تک "درخت توت" و دغدغه های شکوهمند خاطره…

کهن میلاد خورشید 

رسول پویان  شـب یلـدا بـه دور صندلی بـسـیار زیبا بود  نشـاط و…

مبانی میتودیک طرح و تدوین اساسنامهٔ سازمانهای مدنی

نور محمد غفوری شاید همه خوانندگان محترم روش تحریر و طُرق…

انحصار طلبی ملا هبت الله، کشته شدن حقانی و سرنوشت…

نویسنده: مهرالدین مشید ختلاف های درونی طالبان و کش و قوس…

ریحان می شود

قاضی پشتون باسل حرف  نیکو مرکسان را  قوت  جان میشود قوت جسم…

کهن جنگ تمدن 

رسول پویان  نفـس در سـینۀ فـردا گـره افتاده بازش کن  بـرای خــاطــر…

ترجمه‌ی شعرهایی از بانو روژ حلبچه‌ای

هر گاه که باران،  آسمان چشمانم را در بر می‌گیرد. آن، تکه…

سلام محمد

استاد "سلام محمد" (به کُردی: سەلام موحەمەد) شاعر کُرد، زاده‌ی…

آغاز یک توطیه ی جنایت بار و کوچ اجباری پنجشیریان

ویسنده: مهرالدین مشید امروز روستای دشتک پنجشیر و فردا هم دشتک…

آغوش مادر وطن!

امین الله مفکر امینی       2024-08-12! مــرا مادر وطن ومردمش بس گرامیســـت هرکه مادروطن…

«
»

د ګډ حکومت د يو نيم کال کارنامه؛ په اداري فساد کې يو قدم وړاندې تګ

له څو لسيزو راهيسې په افغانستان کې د نورو لويو ننګونو ترڅنګ، یوه بله غټه ستونزه چې دولت ورسره مخ دی؛ اداري فساد دی. دغه پديده باعث شوې چې د دولت او ولس ترمینځ واټن پیدا شي، په نړۍ کې يي د افغانانو بد انځور نړيوالو ته وړاندې کړی، افغانستان خپل نړيوال مرستندوی هيوادونه له لاسه ورکړل او يا هم پرې بې باوره شول، که ژور فکر وکړو په ټولیزه توګه ویلی شو چې اداري فساد د افغان حکومتونو پر لمن هغه ستر ، تور داغ دی، چې نړۍ ته يی د افغانانو ډیر بد انځور وړاندې کړی دی. ټول افغان ولس شاهد دی چې تيرو  حکومتونو او اوسني ګډ حکومت په ښکاره د ا دارې فساد پر وړاندې مبارزه پیل کړی او پدې برخه کې بیلابیلې ادارې جوړې شوي ، خو تراوسه یې هیڅ کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لرلې.

اوس په تازه کې د روڼتيا نړيوال سازمان «ټرانسپرنسي انټرنېشنل» وايي چې په ۲۰۱۵ زيږديز کال کې افغانستان د نړۍ دوهم هغه هېواد دی چې په نظام کې يې زيات فساد شتون درلود. د نړيوالۍ روڼتيا دغه سازمان چې مرکز يې په المان کې دی، په يوه تازه راپور کې يې ویل شوي دي چې شمالي کوريا، افغانستان او سوماليا د نړۍ د ۱۶۷ هېوادونو په کتار کې تر ټولو فاسد دولتونه دي. په راپور کې راغلي دي چې، په افغانستان کې دميلياردونو ډالرو د لګښت سره سره بيا هم د افغانستان په دولتي ادارو کې پراخ فساد شتون لري. دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان په دغه سيالۍ کې په اعلی درجه کې راځي بلکه افغانستان له څو کلونو راهيسې ددغه سازمان د راپور پر بنسټ د فاسدو دولتونو په سر کې ځای لري. تر دې وړاندې هم په ۲۰۱۴ زيږديز کال کې افغانستان د نړۍ د ۱۷۵ هېوادونو په کتار کې درييم فاسد دولت ګڼل شوی و، همدغه راز په ۲۰۱۳ زيږديز کال کې افغانستان د نړۍ د ۱۷۷ هېوادونو په نوملړ کې د دوهم فاسد دولت مقام خپل کړی و.

اوس پوښتنه دا ده چې ، څوک په فساد کې ښکیل دي ، او څوک یې باید مخه ونیسی ؟ ایا دا په ریښنتیا دومره ستونزمن کار دی چې په تيرو څوارلسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې له پرله پسې مرستې سره سره هم افغان حکومت د دغې بلا مخه نشی نیولی؟

د اوسني ګډ حکومت دواړو شريکانو (غني او عبدالله) د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال؛ د فساد سره مبارزه خپل لومړيتوب يادولو او پر وړاندې يي د جدي مبارزې يادونه کوله خو له بده مرغه کله چې واک همدوی دواړو ته په لاس ورغی نو حالات بلکل بدل شول او نه يوازې دا چې د دواړو ښاغلو د فساد ضد شعارونه؛ تش شعارونه پاتې شول بلکه اداري فساد نورې هم ريښې وکړې او دا دی د نوي حکومت په يو نيم کال موده کې افغانستان دومره پرمختګ وکړ چې له څلورم مقامه؛ دويم مقام ته راورسيد.

دا سمه ده چې په تير حکومت هم د فساد اړوند تورونه موجود و خو هغه مهال يی تر ډيره د پړې ګوته بهرنيانو ته نيول کيده، د نوي حکومت په رامنځته کيدو د بهرنيانو شتون هم د پخوا په پرتله څو برابره کم شوی دی نو بايد فساد هم کم شوی وای. خو داسې ونشو بلکه څو قدمه هم په اداري فساد کې وړاندې ولاړو. د ګډ حکومت په منځته راتګ په افغانستان کې فساد دود شوی او ډيری کسان په دې باور دي چې د رشوت په ورکولو سره په دولتي ادارو کې د دوي کارونه ترسره کيداي شي.د شنونکو په باور د معافيت د کلتور پراختيا په هيواد کې د اداري فساد د زياتوالي اصلي لامل بلل کيږي او د ولسمشر او اجرايه رياست تر منځ ناسالم رقابتونو؛ له جزا څخه د معافيت کلتور ته پراختيا ورکړې ده.

اداری فساد د ټولو ستونزو مور ده اوتر ټولو اړینه ده چې ټغر يي له هیواده ټول شي. د دغې پديدې د ټغر د ټولو لپاره په کار ده چې په لوړه کچه په حکومتولۍ کې بدلونونه رامنځته شي په دې معنا چې ولسمشر او اجرايه رييس دې دغه خپل اوسني مفسد ټیمونه له ځانه لرې کړي ، ځانونه دې په ملت پورې وتړي ، مجازات او مکافات دې وټاکي، اصلاحات دې له ارګه پیل کړي او د حکومت تر روستي او لری پرتې ادارې په پورې دې وغځوي. ولسمشر دې د نورو د عبرت او پند لپاره څو تنو مسفدو لوړ پوړو چارواکو ته دهیواد د نافذه قوانینو سره سمه سزا ورکړي، ادارې بايد له مفسدو کسانو پاکې کړي، پوه، وړ او پاک کسان دې په دندو وګماري نو په خپله به د اداري فساد لمن ټوله شي.

لیکنه : خوشحال آصفي