هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

«
»

د کرزي او نظارشورا اړیکو ته یوه لنډه کتنه

       

د ۱۳۹۳ کال د ټولټاکنو په درشل کې، کله چې د نظارشورا د لومړۍ لیکې لوبغاړي او د هغې نور پخواني ایتلاف کوونکي په ټاکنیزو بېلا بېلو ټیمونو کې د ټاکنیز ټیم پر سر او یا د مرستیالانو پتوګه وټومبل شول، په ډېرو رسنیو او د هیواد په مطرح سیاسي چاپیریال کې داسې ډنډورې وې چې د نظارشورا او د هغې د ایتلافونو پاشلتیا، د حامد کرزي په مبارکو لاسو ترسره شوی او دا کار دولتمشر په یوه داسې ځانګړي مهارت ترسره کړی چې عام وګړي خو پریږده، ډېری سیاستوال پرې د پوهېدو وس نه لري او په دې سربېره ګټې او ښېګڼې به يي روسته خلکو ته ښکاره شي!

زه دلته د بېلګې پتوګه د هیواد د تکړه لیکوال او نامتو خبریال ښاغلي طارق بزګر یوه لنډه لیکنه رااخلم چې فیسبوک کې يي د دولتمشر کرزي په اړه لیکلی وو« د راتلونکو ټولو ناخوالو مسئولیت به ددې ښاغلی پرغاړه وي، د خدای په امان» او بیا يي د کرزي د انځور پر سر په انګریزي لیکلي وو:

TIME TO SAY GOODBYE!

د بزګر صیب په مقابله کې یوه نږدې دوست لیکلي وو:

« بزګر صیب دې کې درسره موافق نه یم او که هیله وکړم دا پوست پورته کړۍ، زه به مو احسانمن شم، ګوره چې سیاست کوم لور ته روان دی او کرزي صیب ډېر کار کړی دی» !

پورته لیکنه او ځواب مې یوازې د بېلګې پتوګه وړاندې کړ چې داسې ډیر ساده زړې او حتی په هیواد او ولس میین او په څه پوه کسان هم د کرزي په چپن، سترګکونو او کریشمو تېروځي او د دوی په اند، د کرزي هر کار او خبره، راز او کرامت دی او د پیریانو په ژبه او ملایک وزمه کړچار يي هرڅوک نه بلکې یوازې د دربار کاتبین پوهیږي!

که څه هم داسې کسانو ته به ښه دا وي چې وپوهیږي سیاست د ګونګیانو ژبه او د پیریانو کوډې نه دي بلکې پوهه او هنر دی چې پوهېدل يي ناشوني نه دی او د سیاستوالو د کار پایلې هم د لید او شمېر وړ دي!

اوس بیرته اصل مطلب ته راګرځم او هغه دا چې په ټاکنیزو ټیمونو کې د نظارشورا د لنډه غرو ټومبل، ددې خونړۍ ډلې د پاشلتیا او یا د هیواد برخلیک څخه ددوی د لاس لنډولو لپاره نه وو، بلکې دې لوټمارو سره دافغانستان د روانې غمیزې په ادامه کې د کرزیانو د ځانګړو ګټو د خوندیتوب او د راتلونکې د پلانیزه کولو په موخه، په پام کې نیول شوې دي.

د ټولو ادعاوو په توپیر، کرزي په هبڅ صورت د ټاکنو په درشل کې د نظارشورا لنډه غر، ونه پاشل بلکې هغوی يي لکه په تېرو ۱۳ کلونو کې لا غوښن کړل او اوس دواړه لوري له پخوا زیات د دولتي واک د انحصار لپاره د یوه سنګر په بېلابېلو برجونو کې ګډ جنګیږي.

بیځایه نه ده چې راروسته، د ټاکنو په درشل کې نظارشورا د کرزیانو په ستاینه کې سینې په وهلو شنې او ګریوانونه څیرې کړل او دولتمشر کرزی هم د نظارشورا په چوپړ کې تندی خولې او لاسونه تڼاکې کړل !

تېره اوونۍ ملي ارمان سره د بلخ والي عطامحمد نور وویل « حال که در استانه مسالمت آمیز قرار داریم، جا دارد که از جلالتمآب حامد کرزی رئیس جمهوری کشور با خدمت ارزنده ایکه در طول زعامت شان انجام دادند، ستایش نماییم  و دست آوردهای سیزده ساله دوره زمامداری اورا چون بازسازی افغانستان ویران، آزادی بیان و پیشرفت درعرصه های آموزشی و دیګر دستآوردها را به دیده قدر بنګریم وبرای وی جایګا خاص در دولت آینده در نظر ګرفته شود و از تجارب جناب رئیس جمهور استفاده ګردد»

لږ مهال مخکې، د زلمي کرزي د ټیم لومړي مرستیال ضیا مسعود له کندهاریانو غوښتي وو «  خپل سیاسي مشرتوب چې همیشه افغان ولسمشر له کندهار څخه وي، له لاسه ورنه کړۍ او د دوی ټیم ته چې پر سر کې يي کندهاری موجود دی، رایه ورکړۍ. لروبر بریښناپاڼه»

د اریايي بریښناپاڼې په یوه خپره شوې لیکنه کې هم راغلي وو « احمدولي یک ما پیش به تمام کارمندان بنیاد شهید مسعود دستور داده بود تا به زلمی رسول کمپاین کنند»

ډبل عبدالله هم د ټاکنو په درشل کې د کرزي په ستاینه چې مخکې يي د کوڅې او بازار په ژبه هغه غنده، خوله وازه کړه او روستیو کې يي یو اروپايي اژانس سره خبرو کې وویل«  حامد کرزی باید در عرصه سیاسی افغانستان به نقش خود ادامه دهد»

له دې سربېره، نوموړي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو ۱۰ فیصدو رایو د پایلو څرګندېدو روسته په لومړني عکس العمل کې وویل « زلمي رسول سره یې د ايتلاف په اړه خبرې کړيدي خو تراوسه یې لا خبرې په ابتدايي پړاو کې دي.» خو خپل حکومت کې به اشرف غني احمدزي شامل نه کړي او ویې ویل« که موږ بریالي شوو، ډاکتر غني کېدای شي د اپوزیسیون په توګه خدمت وکړي.     اپوزیسیون هم د خلکو خدمت دی. تاند»

د عبدالله دا خبره سړي ته د پښتو دا لنډۍ وریادوي:

په لیلا هرڅوک میینیږي

بخت د هغو دې چې لیلا شي پرې میینه

عبدالله به په زاریو او ننواتو هم اشرف غني سره په ایتلافي حکومت کې خپل ګډون ومني، خو اشرف غني به ټاکنو کې د څرګند بریالي کس له ټاکنې مخکې، چا سره ایتلاف ونکړي او دا هغه څه دې چې ټاکنې ددې موخې لپاره ترسره شوې او باید تر اخره پرې ټینګار وشي. په ټاکنو کې د بریالي کس له ټاکنې روسته د ملي مشارکت حکومت خبره بیا بېله ده.

دولتمشر کرزي هم نظار شورا ته د تېرو ۱۳ کلونو چوپړ سربېره، د ټاکنو په درشل کې د خپل خوښې نوماند، زلمي رسول د بریالیتوب لپاره، هرڅه وکړل چې ژبه يي له ویلو او قلم يي له لیکلو عاجز دی!

د قسیم فهیم له مرګه روسته، د ټاکنیزو موخو سره په تړاو، کرزي د هغه پرځای یونس قانوني وټاکه او بیايي ارګ کې د ننه د يوې غونډې په ترڅ کې د مارشال فهيم زوی اديب فهيم ته د فهيم د ځايناستي په توګه د مشرۍ پګړۍ وتړله او نوموړی يې د جمهوري رياست په دفتر کې د ولسي چارو د رييس په توګه وټومبه.

 همداسې د نظارشورا د خوشحالۍ لپاره د بهرنیو چارو د وزیر پتوګه د بې مسلکه کس ضرار احمد مقبل ټاکنه هم درواخله.

څه مهال وړاندې یوې سرچینې تاند ته ویلي وو، کرزي اشرف غني ته خبرداری ورکړی چې که جوړجاړی ونه مني انتخابات به دوهم پړاو ته وغځوي.

« ویل شوي چې حامد کرزي له اشرف غني احمدزي څخه غوښتي چې یو شمېر وزارتونه، سفارتونه او ولایتونه عبدالله عبدالله او زلمي رسول ته ورکړي او یو ايتلافي حکومت جوړ کړي خو اشرف غني احمدزي له دې وړاندیز سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دوهم پړاو انتخابات مني، خو جوړجاړی او ايتلاف نه مني.»

ډیری افغانان اوس دا خبره په یوه خوله کوي چې ټاکنو کې کرزی او نظارشورا به، د تحول او تداوم ټیم د بري د مخنیوي لپاره له هيڅ ډول چلوټې او توطیی ډده ونه کړي!

د ۲۰۱۴ کال د اپریل ۱۴ مه

سرلوڅ مرادزی