د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

«
»

د کب نهه؛ د سرتيري ورځ ولې بايد ونمانځل شي؟

د کب نهمه د افغانستانه په کليزه يا جنتري کې د سرتيري د ورځې په نوم ياديږي. سږ دویم کال دی چې دغه ورځ په افغانستان کې د سرتيرو د وياړلې ورځ په توګه نمانځل کيږي. په دغه ورځ افغان امنيتي ځواکونه ستايل کيږي، مکافات ورکول کيږي او کارنامې يې ياديږي. د کب په نهه د افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو اتلانو ته د نښانونو، مډالونو، تقدیرنامو او نغدي مکافاتو په ورکولو سره نمانځل کېږي. په دغه ورځ د امنيتي ځواکونو سرښندنې او قربانۍ يادول کيږي او امنيتي ځواکونو ته روحيه ورکول کيږي.

ولې بايد ونمانځل شي؟

افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه د (خدای، هيواد، دندې) تر سپيڅلي شعار لاندې د خپل ولس، ناموس او خاورې څخه د دفاع په خاطر خپل سرونه په لاسونو  کې نيسي او د ولس او خاورې له دښمن سره په پوره ميړانه جنګيږي. زمونږ امنيتي ځواکونه د خلکو او د هېواد د خاورې اصلي بچيان، ساتونکي او اتلان دي. دوی شپه او ورځ سرښندنې کوي، له دښمن سره جنګيږي او خپله ميړانه ښيې څو خلکو ته د هوسا ژوند زمينه برابره او خپله خاوره له دښمنانو وساتي. زمونږ امنيتي ځواکونه د خپل سر په بيه له لويشت لويشت خاورې څخه په ميړانه او اتلولۍ سره دفاع کوي نو له دې امله بايد زيات وستايل شي.

اصلاً خو بايد هره ورځ او هره لحظه زمونږ ميړني ځواکونه وستايل شي او تل بايد د ولس ملاتړ ورسره واوسي خو دا چې د کب نهمه زمونږ د اتلانو د ورځې په نوم نمانځل کیږي؛ دوه ګټې لري.

يو خو دا چې په دغه ورځ باندې د افغان امنيتي ځواکونو له لاسته راوړنو يادونه کيږي او دوی په مکافاتو نازول کيږي؛ ورسره دوی لا هم د هيواد پالنې او د خلکو او خاورې ساتنې روحيه يې پياوړې کيږي. د ولس لخوا دغه ورځ نمانځل کيږي نو دا زمونږ افغان امنيتي ځواکونو ته دا ډاډ ورکوي چې ولس زمونږ تر شاه دی او هيڅکله به يې قربانۍ هيرې نه کړي. په دې سره يې له دښمن سره د مبارزې روحيه لا پياوړې او په پوره زړورتيا د دښمن مقابلې ته اماده کیږي.

دويم چې د کب نهمې د نمانځلو ارزښت زياتوي هغه د دغې ورځې تاريخي مخینه ده. د کب نهمه د افغانستان په تاریخ کې يوه وياړلې او له غيوره ډکه ورځ ده. د کب نهمه د غازي امان الله خان له لوري د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان له ورځې سره برابره ده. یعنې غازي امان الله خان د کب پر نهمه خپلواکي اعلان کړه او ولس ته يې وویل؛ تر هغې چې د افغانستان خپلواکي مې اخيستي نه وي مبارزه به کوم او افغانستان به خپلواک کړم.

د غازي امان الله خان د همدغې تاريخي، له غيرته ډکې او زرينې وينا د ژوندي ساتلو په خاطر چې نوموړي په همدې ورځ (د کب په نهمه) له دښمن څخه د هيواد د خلاصون مبارزه پيل کړه؛ او اوس زمونږ افغان امنيتي ځواکونه چې د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ناموس ساتونکي دي؛ بايد دغه ورځ د ژوندي ساتلو په خاطر ونمانځل شي.

د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د حکومت مسوليت

زمونږ امنيتي ځواکونه لا هم د کمو تجهيزاتو، د دوی په ليکو کې د دښمن نفوذي اشخاصو له شتونه، پر وخت د تنخواګانو نه رسيدلو، مکافاتو نه شتون، په بيړنيو حالاتو کې د مرستندويه ځواکونو نه رسيدلو، د شهيدو سرتيرو د کورنيو مشکلاتو ته نه رسيدګيو او نورو ستونزو څخه کړيږي. حکومت بايد زمونږ د ملي اتلانو، زمونږ د امنيتي سرتيرو د ستونزو د حل له پاره اساسي ګامونه پورته کړي.

دوی ته دې د دوی د اتلۍ او ميړانې له امله مکافات ورکړل شي، دوی دې ونازول شي، له دښمن سره د جګړې پر مهال دې ورته لازمې مرستې او مرستندويه ځواکونه وليږل شي، د دوی معاشونه او امتيازات دې پر خپل وخت ورکړل شي، له دښمن سره د لا ډيرې مقابلې په خاطر دې دوی ته لازمه روزنه او عصري تجهيزات ورکړل شي. د شهيدو سرتيرو کورنيو ته دې پاملرنه وشي او یتيمانو ته دې ورته د زده کړې او ژوند زمینه برابره شي.

تر ټولو اړینه دا چې د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې د دښمن د منفي تبليغاتو مخنيوی بايد وشي. همدا اوس په ولايتونو د دښمن لخوا د افغان امنيتي ځواکونو پر ضد پراخ منفي تبليغات کيږي. دښمن د ولس له احساساتو استفاده کوي او د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې خلکو ته منفي ذهنيت ورکوي چې ګويا امنيتي ځواکونه د عملياتو پر مهال ملکيانو ته پاملرنه نه کوي. اصلاً دښمن چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ماتې خوړلې نو ځايې اوسيدونکي د ټوپک په زور مجبوروي څو لاريون وکړي او داسې وښيې چې ګويا د وسله والو پر ضد روانو عملياتو کې ولس ته زيان اوړي.

حکومت بايد ژر تر ژره خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي چې امنيتي ځواکونه د خاورې او ولس ساتونکي دي او د دوی پر ضد د دښمن په منفي تبليغاتو بايد باور ونه کړي.

د يو سرلوړي، آباد او ځواکمن افغانستان او د اتلو سرتيرو د هميشنۍ بريا په هيله

لیکنه : خوشحال آصفي