جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

«
»

د ښځو او نجونو په ملاتړ

عبدالصمد ازهر

يکشنبه د اکتوبر لسمه د افغانستان له ښځو او دوشنبه د اکتوبر يوولسمه د نړۍ له نجونو د ملاتړ ورځې وې. 

د نجونو له زده کړې او د ښځو له کار سره د طالبانو د دښمنۍ لويه پلمه د جنسي  بدکاريو مخنيوی دی. زه دا پوښتنه د دوی مخې ته ږدم چې آيا پوهه او کار بدکاري زياتوي او که ناپوهي او وزګاري؟

زما خو عقيده دا ده څوک چې تحصيل او کار نه لري د ناپوهۍ له کبله له جنسي ښويېدو او د احتياج له کبله د بدکارۍ ګړنګ ته د لوېدو له خطر سره زيات مخ دی نسبت هغه چا ته چې پوهه لري او د حلال کار له لارې يې اقتصادي اړتياوې پوره کيږي.

زمونږ په هيواد کې چې بې له مافيايي غلو نه، نيږدې ټول وطنوال سختې اقتصادي ستونزې لري او د اشرف غني په اعتراف د فقر کچه تر نوي سلنې اووښتې ده، د مصرفي توکو، زده کړې، روغتيا او خدماتو د لوړو بيو په نظر کې نيولو سره، يواځې د نارينه و د کار ټيټ عايد هېڅ کله هم د کورنۍ د بېړنيو ضرورتونو د پوره کولو ځواب نه شي ويلی. زمونږ د ټولنې بله ستره ستونزه دا ده چې د نيمې پېړۍ جګړو له امله د کونډو، يتيمانو او معلولانو شمېر هم زښته زيات دی، چې د داسې کورنيو د ژوندي پاتې کېدو دروند بار ګرد سره د ښځو تر غاړې دی. که دا ښځې له کوره بهر کار ته نه پرېښودل کېږي نو ښکاره پايله يې دا ده چې يا به مري او يا به د خپلو بچيانو او تر غاړې معلولانو د ژوند ژغورلو په موخه ځان خرڅولو ته اړ کېږي. 

د ښځو زده کړه او کار نه يواځې د دوی د کورنيو ځانګړې اړتياوې پوره کوي، بلکه د هيواد ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي ودې او پراختيا کې هم ستر رول لوبوي. پخوانيو تجربو ښودلې ده چې په ټولنه کې  د ښځو آزاده برخه اخيستنه، په لنډ وخت کې د نارينه و د ناروا احساس پارېدلو کچه زياته راټيټوي او ان له منځه يې وړي.

طالبانو ته په کار ده ښځو ته د زده کړې، کار او سياسي – ټولنيزو حقونو په ورکړه کې ناغېړي پرېږدي. دا د ټولنې له هر اړخيزې ودې، د اخلاق او معنويت له لوړوالي، د مليونونو ښځو د رضايت له جلبولواو پخپله د طالبانو د رژيم له ګرانښت او د دوی له مشروعِت سره ستره مرسته کوي.

و ما علينا الّاالبلاغ

۱۲ / ۱۰ / ۲۰۲۱

۲۰ / ۰۷ / ۱۴۰۰