تاملی بر  دیدگاه های «خدا مرده و یا اینکه سکوت…

نویسننده: مهرالدین مشید درامدی بر دو تجربه‌ی متفاوت از غیبت الهی اندیشه‌ی…

نصایح نامچه

موسی فرکیش «نصایح‌نامچه»، در حقیقت متن گفتار و پیشنهادهای عبدالرحمان خان…

یازدهم سپتامبر؛ مبارزه با تروریسم یا چرخه معکوس تحول در…

نویسننده: مهرالدین مشید حملات یازدهم سپتامبر ۲۰۰۱ نه تنها سیاست خارجی…

 آیا راه رشد غیر سرمایداری پاسخگوی  اهداف استراتیژیک خلقهای جهان…

مقدمه این را همه میدانند که در ایجاد جنبشها وحریانات تند…

استاد ګل پاچا الفت 

خدای بخښلی  استاد گل پاجا الفت  هغه  لوی  او وتلی…

د سیاسي ګوندونو په جوړولو او فعالیت کې د مرام…

 انسان له اوله په ټولنیز ژوند کې د ګډو موخو…

خاطر شاد 

رسول پویان  تـو گـویی خامـۀ پاییز کلک استاد است  به هر طرف…

برجحان تعلقات!

امین الله مفکر امینی                     2025-07-09 برجحان ز تـــــــــعلقات وافکاری واهی خدا جوییــــــــم با…

اگر سقراط ‌پدر فلسفه است، کنفوسیوس یا ملاصدرا چرا چنین…

بخش دوم از مقاله‌ی سقراط، تیشه‌زنی، به ریشه‌ی دانایی. بحثی از…

پاسخی به پرسشی

محمدعثمان نجیب  آغا صاحب گرامی، نه دانستم دلیل شتابان شما برای…

استاد قیام الدین خادم 

استاد خادم د پښتو ادبیاتو په اسمان کې له هغو…

روشنگری روس، ملی گرا، رفرمیستی، علم گرا

Lomonossow, Michail(1765-1711 آرام بختیاری لومونسف؛- شاعر، دانشمند، روشنگر. میشائیل لومونسف(1765-1711.م)، شاعر، محقق، فیلسوف،…

د سیاسي ګوند او سازمان اساسي او تشریفاتي سندونه

د یوه سیاسي ګوند او د هر سیاسي او ټولنیز…

اعتراف به خطا؛ اخلاق و پل عبور از تاریکی به…

نوسنده: مهرالدین مشید  تاریخ، دادگاه اشتباهات مشترک ما تاریخ معاصر افغانستان و…

وقتی اژدها می‌غرّد، خرس می‌خروشد و فیل می‌خرامد؛ بشکه زرد…

نوسنده: مهرالدین مشید  پیام نشست شانگهای برای طالبان؛ نشانه‌ای از افول…

در سوگ کنر

بمناسبت زلزله ي مهلک ولایت کنر از زمین لرزه کنر هر…

درمراثی قربانییان زمین لرزه ی مشرق زمیـــن !

امین الله مفکرامینی                   2025-02-09! بدیــــــــده اشکِ ماتم و بدل خونم ز لغزشِ…

اشک قلم 

رسول پویان  اشک قلم به صفحـۀ دل ها چکیده است  صد لاله…

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر…

کودکانی که کودکی نمی‌ کنند

خیابان، خانه بی‌در و پیکر کودکان فراموش‌ شده! فرشید یاسائی *  ما…

«
»

 د ځوانانو لپاره د علمي او فرهنګي ناستو او فورمونو اهمیت او ارزښت

حميدالله بسيا
ځوانان د هرې ټولنې راتلونکی ځواک  او ځوانه انرژي ده. د تاریخ په اوږدو کې دولتونو، پوهنتونونو او نړیوالو سازمانونو تل هڅه کړې چې د ځوانانو لپاره داسې پروګرامونه جوړ کړي چې د دوی استعدادونه او وړتياوې پکې وده وکړي او د ټولنې د پرمختګ لپاره خپلې دا وړتياوې په بېلابېلو برخو کې وکاروي.

 د علمي او فرهنګي فورمونو او ناستو پيل په نړۍ کئ له پخوا څخه راپيل شوی دی چې پکې کې د ځوانانو لپاره اکادمیک بحثونه او هنري محفلونه جوړېدل.

په اسلامي تمدن کې هم  د ځوانانو د علمي حلقو او فرهنګي سفرونو دود ډېر پیاوړی و، چې د پوهې د انتقال مهمه وسیله وه.

د ۲۰مې پېړۍ له نیمایي وروسته، د ځوانانو نړیوال فستیوالونه لکه د ۱۹۵۷ کال د مسکو نړیوال فستیوال، د ځوانانو نړيوال فورم، ګلوبل يوت فورم پر علمي او فرهنګي تبادلې سربېره  سولې ته د هڅونې لپاره مهمه وسيلې وګرځېدې.

د تعلیمي او فرهنګي فورمونو اصلي موخې یوازې تفریح نه ده، بلکې څو مهم ټکي لري چې عبارت دي له؛

لومړی ځوانان د نوې پوهې، مهارتونو او مسلکي تجربو سره بلدتیا پیدا کوي. دويم: شبکه جوړونه ده چې په ترڅ کې يې د هېوادونو او سیمو له ګوټ ګوټ څخه د ګډون کوونکو سره د اړیکو ټینګښت او د ګډو پروژو د ترسره کولو بنسټ ږدي. درېيم د بیلابیلو ملتونو د کولتورونو، دودونو او ژبو پېژندنه او متقابل درک. څلورم اهميت یې د ټولنې او هېواد په چارو کې د ځوانانو د ونډې اخیستلو روحیه بیداروي.  پنځم اهميت یې نوښت او ابتکار ته ګډونوال هڅوي او ډېری سټارټ اپونه، ټولنیزې پروژې او هنري نوښتونه د همدې پروګرامونو له لارې پنځول شوي دي.

ټولنیز ثبات او یووالی لپاره هم ډېر ارزښت لري  کله چې ځوانان په داسې پروګرامونو کې ګډون کوي، د هېوادونو، ملتونو، مذهبونو او سیمو تر منځ همغږي زیاتیږي. دا ډول فورمونه دهغو کسانو د روزنې ځای ګرځي چې سبا به د رسنيو، سیاست، اقتصاد او فرهنګي چارو مشران وي. له بل اړخه د سولې او ډیالوګ وسیله کېږي چې تل د ملتونو تر منځ د باور جوړولو لپاره دا ډول فورمونه کارېدلي دي.

نن سبا چې نړۍ د ډیجیټل انقلاب، اقلیمي بدلون، او د فیک نیوز (جعلي خبرونو) د خپرېدو ستونزو سره مخ ده، د ځوانانو د تعلیمي، فرهنګي  او رسنيزو فورمونو ارزښت لا ډېر شوی دی.

ځوانان د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې نوښتګر رول لري او د نړیوالو ستونزو په حل کې د دوی ونډه اړینه ده.

فورمونه او دا رنګه نړيوال فيسټيوالونه د دوی لپاره داسې ځایونه دي چې غږ یې اورېدل کېږي او عملي نوښتونه یې د تطبیق لارې ومومي.

له همدې فورمونو څخه چې موږ یې په نړيواله کچه يادونه وکړه، يو پکې په روسيه کې ترسره کېدونکی  د ځوانو متخصصینو نړيوال فورم دی چې ШУМ نومېږي.  (شوم) د ځوانانو لپاره د مسلکي پرمختګ، د محتوا جوړولو مهارتونو لوړولو، له تجربه کاره همکارانو سره کار کولو او د نوو رسنيزو پروژو لپاره د هڅونې يو فرصت دی. دا فورم پر میډیا او معلوماتي فضا باندې تمرکز کوي او په راتلونکې ورځو کې د روسيې په کلينينګراد ښار کې ترسره کېدونکی دی چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه به په ګڼ شمېر کې له ميډيا او رسنيو سره تړلي باتجربه کسان  ګډون وکړي او په ترڅ کې به یې خپلې تجربې او وړتياوې  له نورو ګډونوالو سره شريکې کړي.

د ځوانانو تعلیمي او فرهنګي فورمونه په شوروي اتحاد کې د ۱۹۵۰مو کلونو له نړیوالو جشنونو څخه سرچینه اخلي. په ۱۹۵۷ کال کې مسکو د نړیوال ځوانانو او محصلینو فستیوال کوربه و، چې د ۱۳۰ هېوادونو څخه ۳۴ زره کسانو پکې ګډون کړی وو. همدا فيسټيوال وو چې د نړۍ لپاره د شوروي  (پرانیستنې کړکۍ) ونومول شوه. له هغه وروسته، په روسیه کې دا دود ژوندی پاتې شوی او په دوه زره وم کال په پیل کې د سیلګر (Селигер) فورم د ځوانانو د تعلیمي پروګرامونو لپاره  يو ښه مرکز وو.

د ۲۰۱۷ کال «د ځوانانو نړيوال تاریخي فسټيوال» په سوچي کې ترسره شو، له ۱۸۰ هېوادونو څخه تر شل زرو پورې ځوانان پکې راغونډ شول.

شوم (ШУМ) د همدې تسلسل یوه نوې څپه ده، چې په ځانګړې توګه پر میډیا او معلوماتي فضا تمرکز کوي.

د فورم ګډون کوونکي له هغو کسانو سره مخامخ ويني چې په ملي او نړیوالو رسنیو کې د کلونو تجربې لري.

د ګډونوالو تر منځ داسې تماسونه ټینګیږي چې ښايي په راتلونکي کې د ګډو پروژو او دندو په بڼه بدلې شي.

له ژورنالیزم، ډیجیټل مارکېټینګ او ویډیويي تولید څخه نیولې تر ستراتیژیکو اړیکو پورې، هره برخه کې عملي زده کړه کیږي.

د دې فورم عمومي ارزښت  دادی چې ځوانانو ته دا باور ورکوي چې د دوی غږ مهم دی او د ټولنې راتلونکې جوړولای شي. له تاریخي پلوه ، هېوادونه د ځوانانو فورمونه د ملي یووالي او ټولنیز همغږۍ د پیاوړتیا لپاره کاروي.

ډېری نوې ایډياوې، سټارټ اپونه او ټولنیزې پروژې د همدې پروګرامونو له لارې پیل شوي.

لنډه دا چې د ځوانانو لپاره دا ډول فورمونه یوازې تفریحي یا لنډمهاله غونډې نه دي، بلکې د ټولنې د راتلونکي لپاره ستراتیژیک پانګونه ده. دا پروګرامونه د پوهې د تبادلې، د سولې د ټینګښت، د نوښت د هڅونې او د رهبرۍ د روزنې مرکزونه دي. هر هېواد چې په دې برخه کې پانګونه کوي، په حقیقت کې د خپل راتلونکي په ثبات، پرمختګ او نړیوال اعتبار پانګونه کوي.