به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

د وکيلانو د مېلو وخت؛ ژمنۍ رخصتۍ او چکرونه د دوبۍ

په داسې حال کې چې ژمی نيمايې ته رسيدلی او بيا هم د هيواد امنيتي حالات ترينګلي بريښي؛ ولسي جرګې د ۴۵ ورځنۍ رخصتۍ په موخه د ولسي جرګې تالار ته قفلونه واچول. د هيواد د اساسي قانون په ١٠٧ مه ماده کې راغلي چې د ملي شورا د دواړو جرګو د کار موده په هر کال کې نهه مياشتې وي او دواړه جرګې يوه نيمه مياشت په دوبي او يوه نيمه مياشت په ژمي کې رخصتي لري. د اساسي قانون د همدې مادې پر بنسټ ولسي جرګه په ژمنيو رخصتيو ولاړه.

د قانون له مخې دا رخصي د ملي شورا غړو ته په دې موخه ورکول کيږي چې په دغو پنځه څلوېښت ورځو کې خپلو اړوندو ولايتونو ته ولاړ شي، د ولس حال له نيږدې وګوري، د هغوی ستونزې واوري او د ولس او دولت تر منځ د ارتباطي پل حيثيت وساتي. خو آيا وکيلان دا رخصتي له خپل ولس سره تيروي؟

په تير کې د ملي شورا لخوا ژمنيو او د دوبي رخصتيو ته په کتو دا ځل هم داسې معلوميږي چې وکيلان به د دوبۍ، تاجکستان، هندوستان، ايران او نورو هيوادونو ته د سفر موزې په پښو کړي. بيا به هوايې شرکتونه د وکيلانو په اجاره کې وي، د دوبۍ د هوټلونو شهزادګۍ به د وکيلانو د راتګ لارې څاري، بيا به د تاجکستان په ښکلو منظرو کې فيسبوکي انځورونه واخلي، ايران، پاکستان او نورو هيوادونو کې به يې باداران په دې تمه ناست وي چې په پيسو اخيستل شوی وکيل يې ورشي او د نوي کارې مودې د پيل لپاره ورته د افغان وژنې او خيانت نوي پلانونه ورکړي. دا دې ته ورته په لسګونو نو عيشونه به ترسره کوي.

خو آيا د ولس له حاله خبر دي؟ دلته په ولس څه تيريږي؟ د ولس لومړيتبونه کوم دي؟ څه ستونزې لري؟

ولس دلته په اور کې سوځي، په کورونو يې تالان ګډ دی. په ننګرهار داعش د ولس په مرۍ غريږي، کورونه يې لوټي او سوځوي، ځوانان، سپين ږيري او ديني عالمان يې له ځانه سره برمته کړي وړي. په هلمند ، فراه، کندهار او په ډيری ولايتونو کې د ولس تر هډونو د طالب چاړه تيره ده، د کونړ په ځنګلونو کې د برقي ارو لاندې د نښترو زګيروي خيژي، په بدخشان، باميان او نورو ولايتونو کې په معدني موادو چور ګډ دی. او دېته ورته په سلګونو داسې بدبختۍ شتون لري چې ولس ورسره لاس او ګريوان دی.

خو د ولس استازي به د کال په اوږدو کې شوړه کړې پيسې په بهرنيو سفرونو لګوي او هغه وخت چې د ولس سره د لېدنې او احوال اخيستو په موخه ورکول شوی دی؛ د خپلو شرکتونو او کاروبارونو د احوال په اخيستو تير کړي. البته چې ټول استازي به داسې نه وي، ځينې په کې د ولس رښتونې استازي هم شته، داسې خلک په کې هم شته چې د رخصتي ورځې به که ټولې نه وي نيمايي يې له ولس سره په کتنه او د هغوی په احوال اخيستلو کې تيروي. خو داسې خلک يې د ګوتو په شمار دي.

که څه هم د ازمويل شوي بيا ځلي ازمويل د وخت ضايع کول دي خو بيا هم د ملي شورا له استازو ولس تمه لري چې دا ځل رخصتۍ دې د خپلو مؤکلينو د ستونزو په اوريدلو، د هغوی د لومړيتبونو په پيژندلو او د ولس جمع اجرايه قوه جمع مقننه قوې تر منځ د يو ارتباطي پل رول په رښتيني معنا ولوبوي. همداراز د ملي شورا د غړو بل ستر افغاني او انساني مسوليت د افغان سولې په پروسه کې مثبت نقش لوبول دي. په دې معنا چې د ملي شورا غړي بايد د ژمنۍ رخصتي پر مهال د ولس د سپين ږيرو او مخورو سره په همغږۍ د دولت له وسله والو مخالفانو سره له نيږدې خبرې وکړي. دوی بايد د دولت له مخالفانو سره کينې او له دولت سره د هغوی د اصلي ستونزې په اړه خبرې وکړي چې له دولته څه غوښتنه لري. ولې د پرديو ګټو لپاره خپل افغانان د جګړو په اور سوځوي. له افغان دولته يې غوښتنې څه دي؟

که سږکال په ژمنيو رخصتيو کې د ملي شورا غړو خپل افغاني او انساني رسالت سر ته ورسولو نو پوره ډاډه يم چې ولس به د ملي شورا په تيرو ناکاميو سترګې پټې کړي او دوی به يو ځل بيا د خپلو رښتينو استازو په توګه ومني.

لیکنه : خوشحال آصفي