به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

د نړیوالو اختلافاتو حل او فصل

ژباړه/ خوشحال آصفي

د جګړې په اړه د اختلافاتو حل او فصل له بیلابیلو لارو په ګټې اخیستنې سره کیږي. جګړه ممکن په څو لارو پای ومومي.

لومړی؛ د یو لوري د ماتیدلو او په مات شوي لوري د یو لړ قراردادونو د تحمیلوو په صورت کې.

دویم؛ په هغه صورت کې چې یو لوری جګړه عملې ونه ګڼي او ناچاره پرته له قید او شرط څخه تسلیم شي.

او بلاخره ممکنه ده چې اختلافات د دواړو لورو تر منځ د مذاکرې یا خبرو اترو له لارې او یا هم له نورو سوله ایزو لارو چارو څخه د کار اخیستو په صورت کې حل شي.

هغه اړینې لارې چارې چې نړیوال اختلافات حل او فصل کوي لاندې یاد شوي دي.

۱ــ ډيپلوماټیکه مذاکره یا خبرې اترې: هغه ډلې یا دولتونه چې په جګړه کې ښکیل دي؛ په دغه لارې سره جګړه د دواړو لورو د دولتونو د استازو تر منځ حل کوي. د یادونې وړ ده چې دا لاره د انعطاف او نرمښت د منلو لاره ده او یوه نرمه طر یقه ده. یاده لاره په داسې مهال ممکنه ده چې د اختلاف موارد او مسایل زیات اهمیت ونلري او ددواړو لورو تر منځ هیلې او انتظارات یو و بل ته نږدې وي.

۲ــ جمیله مساعي (ستونزو ته اوږه ورکول) په دغه لاره کې یو یا څو دولتونه په دوستانه بڼه د اختلاف د حل لپاره لاس په کار کیږي تر څو چې د دولتونو چې په جګړه بوخت دي یوه د حل لاره پیدا کړي. دولتي لاره چې د اختلافاتو د حل و فصل مسولیت په غاړه لري؛ زیاته لاسوهنه نه کوي بلکه د یوې وسیلې په توګه هڅه کوي چې د دواړو لورو تر منځ خبرې اترې بریالۍ شي او دواړه لوري هڅوي څو د خبرو اترو میز ته کینې.

۳ــ جوړجاړی (سازش): دا لاره چې یو نړیوال کمیسیون یې مسولیت په غاړه یو ډول ډله ایز وساطت دی چې دریم دولت په بې پرې بڼه د دوو ډلو تر منځ اختلافات څيړي او د حل لاره یې پیدا کوي.

۴ــ منځګړیتوب: په دغه لاره کې دریمګړی دولت مستقیما د اختلافاتو په حلولو کې لاسوهنه کوي او د اختلافاتو د حل په خاطر وړاندیزونه کوي.

۵ــ د پخلاینې نړیوال کمیسیون: معمولا ددغې کمیسیون جوړیدل د اختلافاتو له منځته راتګ وړاندې جوړیږي په دې معنا چې ممکنه ده دوه دولتونه د یو قرارداد پر اساس یو شي چې د اختلافاتو د رامنځته کیدو په صورت کې به له دغې کمیسیون نه ګټه پورته کوي.

۶ــ نړیوال څیړنیز کمیسیون: دا لاره چې د لومړي ځل لپاره د روسیې په وړاندیز په ۱۸۹۹ ز کال کې په (لاهه) کې د سولې په کمیسیون کې  مطرح شوه. لوري د یو ځانګړي توافق پر اساس؛ هغه کمیسیون ته چې د بې پرې ملیتونو نه جوړ دی؛ مسولیت ورکوي چې بحران او جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

۷ــ د ملګرو ملتونو سازمان: لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو سازمان یوه اصلي دنده  په نړۍ کې د سولې ساتل دي؛ نو پر دې اساس دغه سازمان د خپلو بیلابیلو ارګانونو په وسیله له د امنیت شورا، عمومي مجمع او دبیر خونه کولای شي چې د سوله ایزو ډیپلوماټیکو لارو چارو ګټه پورته کړي او د دولتونو تر منځ اختلافات حل کړي.

۸ــ نړیوال قضاوت (داوري ، حکمیت): په دې لارې سره دواړه د اختلاف لوري خپله دعوه هغه قاضیانو ته سپاري؛ کوم چې په خپله یې ټاکي.

۹ــ نړیوال نیاو (عدالت): په دغه لاره کې دواړه لوري خپل اختلافات چې حقوقي بڼه لري؛ محکمې ته سپاري او د قضاوت او داورۍ پر خلاف د قاضیانو ټاکنه، د محکمې جوړول او د دعوې د حل لارې چارې ددواړو لورو د اختلافاتو او سلاحیتونو نه بهر دي.