افغانستان قربانی سیاست‌های امنیتی منطقه‌ای است، نه متهم دائمی

نور محمد غفوری در سوسیال میدیا خواندم که وزارت دفاع طالبان…

وحدت نیروهای ملی دموکراتیک ومترقی

وحدت بمثابه واقعیت انکار ناپذیری ضرورت تاریخی در برابر استعمار…

عدالت اجتماعی

نوشتهء نذیر ظفر‎عدالت روزی پیـــــدا میشه آخر‎سفاکان ترد و رســـوا…

خودتحقیری و خودتخریبی؛ تبیین فلسفی مفهومی

۱. خودتحقیری (Self-Denigration) در معنای فلسفی، خودتحقیری حالتی است که در…

سرمایه‌داری لیبرال و واکنش سوسیال‌دموکراسی

نور محمد غفوری تقابل، اصلاح یا همزیستی انتقادی؟ مقدمه سرمایه‌داری لیبرال به‌عنوان نظام…

             تشدید تنش تهران و واشنگتن؛ پس‌لرزه‌های منطقه‌ای آن

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت دیکتاتوری‌های دینی؛ آزمون بقا برای اخوندیسم و…

دربارۀ «اصولنامۀ جزایی محاکم» اداره طالبان

اعلامیۀ انجمن سراسری حقوق؜دانان افغانستان بنام خداوند حق و عدالت انجمن سراسری…

هر که را مشکلی است!

امین الله مفکر امینی          2026-30-01 ! هر که را مشکلی باشد ناچار…

آ.و. لوناچارسکی

برگردان. رحیم کاکایی و.گ. بلینسکی پیشگفتار مترجم درباره ویساریون بلینسکی نویسنده، منتقد…

برهنه گویی و عریان سالاری؛ سیاستِ بی‌پرده و حاکمیتِ بی‌نقاب

نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی از زوال مشروعیت و فروپاشی پوشش های…

لیبرال کپیټالیزم: تاریخي شالید، بنسټونه او علمي نقد

نور محمد غفوری لنډیز  لیبراله سرمایه‌داري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم)…

همراه جمیله، وداع با گلزری!

Aitmatow, Tschingis) 20081928- ) آرام بختیاری سوسیالیسم، دیالکتیک وحدت خلقها شد. چنگیز آیتماتف،…

کیست ژورنالیست ؟

هرکی مایک در اختیارش بود ژورنالیست نیستیا  به یک رسانه …

مخاطب خاص نیست!

این سخن، با آنانی‌ست که روزی از شیر و قیماق…

نظریات قوم‌گرایانه و راسیستی مردود است!

نویسنده: نور محمد غفوری ۱. مقدمه مقالهٔ حاضر با عنوان «نظریات قوم‌گرایانه و…

       اصولنامه ی جزایی طالبان خیلی نفرت انگیزو ضد اسلامیست 

       نوشته ی : فروغی        پس ازنشروتطبیق احکام سختگیرانه و نفرت انگیز…

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن پس از فروپاشی حکومتی…

شصت و یکمین سالگرد با افتخار حزب ما خجسته باد

رفقاى گرامى از نام سازمان حزبى ما در ايالات متحده امريكا به…

مرکه

له ښاغلي (عبدالملک پرهیز) سره د نړېوال ادبي ښوونځی اکسپرسیونیسم…

سرمایه‌داری در لبهٔ شکست؛ اقتصاد بحران‌زده و سیاست مشت‌آهنین

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های ساختاری نظام سرمایه داری و ظهور…

«
»

د نوموتي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ د اتم تلین پر یاد ناسته ترسره شوه

.

په کابل کې د روانې اونۍ د تیرې سه شنبې په ورځ چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري له ۷مې او د ۱۴۰۳ کال د مرغومې یا جدی له ۱۸مې نېټي سره برابره ده، د افغانستان د نوموتي تاریخپوه، فلسفي، ټولنپیژندونکې او ادیب ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ د اتم تلین پر یاد ویښتیا میډیا د کابل پر وخت د شپې ۹ بجې یوه انلاین مجازي ناسته په ایکس سپېس کې رابللي وه.

دا ناسته چې دوه ساعته او پنځه ویشت دقیقی وخت یې ونیو د پوهاند محمد حسن کاکړ پر ژوند، آثارو او تاریخ لیکنه پکې خبرې وشوې، د میلمنو په توګه ورته پوهاند ډاکټر بریالی باجوړی، محمداکبر کرګر، شهسوار سنګروال او څېړنوال ډاکټر عبدالغفور لېوال رابلل شوی وو.

په پیل کې ښاغلی استاد شهسوار سنګروال د پوهاند محمد حسن کاکړ صاحب پر ژوند، تاریخ لیکنه او آثارو ځانګړې خبرې وکړي او د پوهاند کاکړ صاحب اړوند یې خپلی خاطرې هم له ګډونوالو سره شریکي کړی.

ښاغلی سنګروال د پوهاند کاکړ د څو مهمو علمي او اکاډمیکو تالیفاتو پیژندنه وکړه او د یادو آثارو پر محتوی یې هم لنډې ولي خورا با ارزښته خبرې وکړي. استاد سنګروال د خپلو خبرو پر دوام د ډیورنډ د فرضي کرښې اړوند د پوهاند کاکړ څېړنه مهمه وبلله، پر یادې څېړنې کې د ډیورنډ فرضي کرښې د حقوقي ماهیت او تاریخي حقیقت اړوند دا څېړنه یوازنۍ کره او مستنده څېړنه وبلله چې د افغان ملت د دې تاریخي او ملي داعیي د اثبات پر بحث کې پرې منطقي استدلال کېدای شي.

ښاغلي سنګروال د پوهاند کاکړ اړوند خپلي خاطرې هم بیان کړي او زیاته یې کړه چې ما کاکړ یو وطنپاله، ریښتونی، خدمتګار او د یوه ستر تاریخپوه په توګه وموند.

د غونډی دویم ویناوال ډاکټر عبدالغفور لېوال د غونډی د جوړولو هرکلی وکړل، هغه وویل چې پوهاند محمدحسن کاکړ ویل چې زما ستایني مه کوئ، بلکي زما کتابونه ولولئ، لېوال وایي چې موږ باید ارواښاد کاکړ د هغه د افکارو له مخې وپیژنو، لېوال زیاتوي حسن کاکړ صاحب د افغان مورخینو له لومړنیو متخصیصو استادانو څخه دی چې زموږ د کلاسیکو او روایتي تاریخپوهانو په پرتله درې اساسي ځانګړتیاوي لري، لکه د تاریخ اړوند د مسلکي او اکاډمیکو زدکړو لرل، دویمه داچې نوموړي پر انګریزي د یوي نړۍوالي ژبې په توګه بشپړ حاکمیت لرل، درېیم داچې استاد کاکړ د کورنیو او سیمه اییزو علمي منابعو د مطالعي ترڅنګ د بهرنیو منابعو انتقادي مطالعه هم درلوده.

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاتوي چې د دې دواړو داخلي او بهرنیو منابعو مطالعه، پیژندنه او پرې حاکمیت د دې لامل شوی وو چې پوهاند کاکړ پکې سمه لاره ومومي او حتا ځوانو تاریخپوهانو ته د سم مسیر په لار کې ارزښمندې سپارښتني هم درلودې.

همدارنګه ښاغلي لېوال پر فلسفه، ټولنپوهنه، ادبیاتو او ګڼو نورو مسلو کې هم د پوهاند محمدحسن کاکړ بحثونه مهم وبلل او په دې برخه کې د هغه ژباړې یې لنډ، روان او ګټور علمی منابع یاد کړل.

ډاکټر لېوال د ډیورنډ فرضي کرښې اړوند د ښاغلي حسن کاکړ څېړنه په حقوقي، تاریخي او علمي دلایلو ولاړه او خورا مستنده او تاریخي وبلله.

ډاکټر محمد ابراهیم شینواری د پوهنی وزارت پخوانی مرستیال وزیر هم د پوهاند محمدحسن کاکړ اړوند خپل نیک تاثرات شریک کړل، پر ډیورنډ فرضي کرښه یې د ارواښاد کاکړ څېړنه مهمه او پر بشپړو حقوقي مستنداتو، دلایلو او قراینو ولاړه وبلله، ښاغلي شینواری کاکړ د وطن لوی او دروند تاریخپوه یاد کړل او وړاندیز یې وکړل چې کورنۍ او خواخوږی دې هڅه وکړی چې د پوهاند کاکړ د آثارو بشپړه ټولګه دې خپره کړي، شینواری زیاتوي که دوی اقتصادی ستونزی لری، کولای شي یاد آثار پر یوې سي ډې کې راټول او د افغانستان، پښتونخوا او نورو اکاډمیکو بنسټونو، پوهنتونونو او مرکزونو ته دې د لا پراخو څېړنو او شننو په پار ورکړي.

 د بحث بل ویناوال ډاکټر عبیدالله برهاني وو، هغه هم د پوهاند کاکړ هڅې، کار او شخصیت د وطن لپاره لوی غنمت وباله او د هغه هڅې یې په تاریخ کې له ابن خلدون سره برابرې وبللي.

د بحث پر دوام قدرمن محمد اصف ننګ د پوهني وزارت مخکنی مرستیال وزیر هم پر پوهاند محمدحسن کاکړ صاحب خورا ارزښتناکې او ګټورې خبرې لرلي.

هغه د ویښتیا میډیا هڅې په دې برخي وستایلي او د پوهان محمد حسن کاکړ اړوند یې وویل چې د کاکړ صاحب د لیکلو تسلسل ورته له څو اړخونو مهم ده، لومړی داچې په تاریخ لیکنه کې تاریخي پیښې او روایتونه لیکلي، دوهم داچې همدا یې بیا تحلیل کړې هم دې او درېیم داچې خپل لیدلورې یې په ناپیلي توګه شریک کړي.

هغه وایی چې د پوهاند کاکړ پر تاریخ لیکنه کې کرونولوژیکي تړلتیا او افاده دواړه شته، هغه څه چې ګڼ نور تاریخپوهان دا ځانګړنه نه لري.

ښاغلي ننګ د کاکړ صاحب له کورنۍ او کاکړ تاریخ بنسټ څخه وغوښتل چې د کاکړ صاحب اړوند دې یوه میتودلوژیکه لیکنه وشي او په هغه کې دې د کاکړ صاحب د لیکلو ډول او نورو مسلو په برخه کې بشپړ مالومات ورکړل شي

د بحث په جریان کې ډاکټر محمدظریف علم ستانکزی هم د کاکړ صاحب اړوند خوندورې خبرې وکړي او د نورو ویناوالو په څېر یې د ډیورنډ د فرضي کرښې په برخه کې د هغه څېړنیز کار خورا ګټور یاد کړل. 

زرکې ملیار هم د خپروني په وروستیو کې د ښاغلی کاکړ پر ژوند او تاریخ لیکنه ښې خبرې وکړي او د پوهاند کاکړ د زندانی کېدو د وخت خاطرې او د خپلو لوڼو او زامنو پر برابره روزنه کې د پوهاند کاکړ صاحب اعتدال یې مهم وباله.

د بحث په وروستیو کې د پوهاند محمد حسن کاکړ صاحب د کورنۍ په استازیتوب ښاغلی کاوون کاکړ، د ارواښاد کاکړ صاحب میرمنې مریم کاکړ او د کاکړ صاحب لور اغلئ وږمې کاکړ هم لنډې خبرې وکړي.

ښاغلی کاوون کاکړ د پوهاند محمدحسن کاکړ صاحب اړوند د ویښتیا میډیا د هڅو مننه وکړه او د پوهاند کاکړ پر ژوند، آثارو او تاریخ لیکنه دا ربلل شوی ناسته یې درنه او خورا باکیفیته یاده کړله.

ښاغلی کاوون کاکړ د ارواښاد کاکړ پر ژوند، تاریخ لیکنه او پر لویه کې افغانستان او افغان ولس ته د هغه په بې ریا خدمتونو ځغلنده خبرې وکړي او د پوهاند کاکړ د ژوند یوشمیر خاطرو یادونه هم وکړه.

د کاوون کاکړ د خبرو پرمهال میرمن مریم کاکړ هم د خبرو غوښتنه وکړه او د هغې عالي خبرو دا ناسته لا ښکلي او په زړه پورې کړه، میرمن کاکړ پوهاند کاکړ صاحب وطنپاله شخصیت یاد کړل، د ولس خدمتګار یې وبلل او وطن ته خدمت د هغه د هیلو، هڅو او کار یادونه یې وکړه.

 د دې مجازي لمانځني په پای کې د ویښتیا میډیا په استازیتوب قاضي نجیب الله جامع هم راټولونکې وینا وکړه.

نجیب الله جامع وویل چې ویښتیا میډیا د یوې کلتوري، علمي، تاریخي، ټولنیزي او ادبي رسنۍ په توګه د هېواد د ریښتینو، خدمتګارو، منورو او ټولو ته د منلو شخصیتونو لمانځنه، پالنه او یادونه خپل رسالت ګڼي کوم چې پوهاند محمدحسن کاکړ صاحب د دې لړۍ بشپړونکې دی.

جامع د پوهاند کاکړ صاحب هڅې په تاریخ لیکنه کې بې سارې وبللي او د بیلګي په توګه د هغه څېړنې یې د ډیورنډ فرضي کرښې، د ملي هویت په ننګه، د ملي یوالي د پیاوړتیا او پر لویه کې د تاریخ، ټولنپوهنې او پښتو ادبیاتو په برخه کې د پام وړ، مهمي او نهایت ګټورې وبللي.

جامع په پای کې له خپل همځولي او ځوان نسل غوښتنه وکړه چې تاریخ لوستنه دې د پوهاند کاکړ له دریځ او روایت مطالعه کړي، تر څو د افغانستان د اقتدار، عزت، هویت او سرلوړتیا په لار کې کار وکړي او د ملي ګټو او ملي ارزښتونو پالونکی مسیر ورک نه کړي.

په پای کې د ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ صاحب د اتم تلین ياد په مناسبت دا ناسته د کاکړ روح ته په دعا، نیکو پیرزوینو او په ګران افغانستان کې د تل پاتې سولي او ثبات پر هیله پایته ورسېده.

درنښت