به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

د موسی علیه السلام زیږده

 

شاعر : سمیع الدین افغاني

دیوسف اود یعقوب په زمانه کې اسرائیل

د «ګوشن» ښار کې وه میشت په رود نیل

 

دیعقوب  سره دا قوم  مصر نشین شول

دوئ اخته پـــه زندګي او خپل آئين شول

 

وه موسی ځوی د «عمران» ابن د قاهت

د« لاویـــان» د قبیلې وه  ستـر عظمت

 

شو پیدا مـــوسی «لاویان» په قبیله کې

«یوکابد» یې دمـــور نوم دی کتیبه کې

 

د «مریم» په نوم یې مشره خور یادیږي

د اوه کالو تفاوت دوئ مېنځ کـــې کیږي

 

د«هارون» په نوم یې بل سکنی ورور وه

له موسی یې عمر درې کالــه څه نور وه

 

فرعون کـــړی وه صادر داسې فـــرمان

د مهاجـــرو نوزاد  مــړ کــړئ هغه آن

 

د «عبري» مهاجر پیدا کـــه شو ماشوم

رود نیل کـــې یې لاهو کړئ ښه معلوم

 

چې موسی د مـــور په نس کې شو پيدا

مور یې شوه  پـــه اندیښنو او په سودا

 

چې به څنګه پناه ورکـــړي خپل اولاد ته

د فـــرعون تـــر جـــلادانو بیا نوزاد ته

 

موسی مـــور ګـــاونډ کې نرسه پیژندله

د ماشوم پـــه حال یې هـر وخت خبروله

 

موده پس چې ماشوم زیږدې ته نژدې شو

ښه خــدمت ورتــه حاصل د قابلـــې شو

 

چې موسی کړې سترګې خلاصې په جهان

ددې نرسې ټــول وجود شو په  لـــرزان

 

ویل : چې  ښکلې دی ماشوم د« یوکابد»۰

خــدای پیدا کـــړ نـــورانــي لکه عــابد

 

ویل: چـــې نه پـــرې خبروم دا جلادان

زماخوښ شول د ماشوم دواړه چشمان

 

انعام اخلم کـــه خبر کـــړم زه ســـرکار

ډیر مې خوښ شو هـــرګز نه کوم دا کار

 

دغه نـــرسه چـــې د کـــور نـــه راوتله

هـلته لـــری جـــاسوسانـــو  ولیدلـــه

 

جاسوسانو پـــرې خبر کـــړل سپاهیان

پدې کــورباندې شکمن شـــول جلادان

 

سپاهیان شول ور داخل «یوکابد» کور ته

مور د ویرې موسی واچـو تنور اور تـه

 

له هیبته پـــه خپل ځـــان نه پوهیدله

شپاهیانو هـــمدی حـــال کـــې غږوله

 

ویل: چـــې نرسه دلته څنګه وه راغلی؟

رښتیا وایه ولـــې ناسته یـــې ته غلې؟

 

یوکابد  ویلې : دا نرسه مـې اشنا ده

زمونږ راشه درشه ډیـره لـــه پخوا ده

 

سپاهیانو کـــور تمام زیر او زبـــر کړ

بل تنور تـــه دوئ د لـــرې هـم نظر کړ

 

ویل: چې نشته څوک، تنها همدا تنور دی

خالي کور دی بیرته تګ زمونږ ضرور دی

 

چې دې  کـــور نه  سپاهیان شـــول را بهر

مور په هوش شوه د موسی فکر یې په سر

 

مور ویلې  خپلې لـــور تــه ډیر غمجنه

موسی پـــروت د تنور اور کـــې دی دننه

 

دوئ په بیړه بانــدې راغله تنور خوا ته

چې نجات ورکړي موسی دوست د الله ته

 

په تنورکې مــوسی جـوړ او سلامت وه

اور سوړ شوی د الله پـــه کــرامت وه

 

مور موسی کـــړلو بهر بیا له  تنور نه

شوه خوشاله پـــه رحمت رب الغفور نه

 

ویل: که چیرې دې ماشوم کــړې ژړا وای

سپاهیانو بـــه وژلــی خامـــاخا  وای

 

مور یې بیا شوه  پــه دې فکر او سودا

که ماشوم  پـــه زوره  وکـــاندي ژړا

 

جاسوسان به په احـــوال باندې خبر شي

کورته را به شي بیا مړ به مې پسر شي

 

په زاري دوعا یې پــورته کـــړل لاسونه

د الله دربـــار ته ویې  کــړل دا عذرونه

 

ویلې: خدایـــه د موسی تــه نګهبان شې

ته کـــریم یې ساتندوی یې هر زمان شې

 

په دې وخت کې الهام وشو د سبحان نه

چې موسی ته شیدي ورکړه ښه پریمانه

 

رود نیل کـــې یـــې لاهو کــړه بې هراس

ویره مکړه زړه نـــه لــرې کړه وسواس

 

یوکابد لاړه د سیمې یـــو تـــرکاڼ تـــه

د ماشوم احـوال یې وویلې دې ځوان ته

 

ویل : صندوق د لرګو جوړ کړه په ښه شان

موسی  نیل تـــه وړم  پـــه آمــر د سبحان

 

چې ترکـــان  د «یوکابد» واوریـــد نظر

لاړ پـــه منډو چې سپاهیان کاندي  خبر

 

چې غوښتل یـــې  شروع وکړي په بیان

ژبه یـــې بنده شوه توتلی شـــو هغه آن

 

سپاهیان یې  هیڅ پوه نـــه شول په مطلب

فکر یې وکړ کـــوم ګونګی  دی مخاطب

 

پــه تهدید یې کـــړه بهر تـــرکاڼ ټاڼې نه

پوه پــرې نه شول لدې راز او د کیسې نه

 

ترکاڼ  څـــه شیبه وا پس راغی ټاڼې ته

په دویم ځل که یې څوک غوږ شي کیسې ته

 

په دوېم ځلي هـــم بیا تـــرکاڼ ګـونګی شو

سپاهیانـــو مــخ کـــې سپک او خندنی شو

ترکاڼ لاړ په سوچ او فکر د خپل ځان شو

شو حیران د خدای حکمت ورته عیان شو

 

لاړ په بیړه یې موسی ته صندوق جوړ کړ

پدې کار یې خپل زړګی لــه کینې سوړ کړ

 

چې  صندوق یې «یوکابد» ته کړه تسلیم

ویل: توبــه ده خدای قادر دی هم رحیم

 

داترکاڼ په نوم «حزقیل» یا چې «حزبیل» وه

ایماندار شو په موسی  دی اسرائيل وه

 

یوکابد پـــه شیدو ښه مـــوړ کـــړ  موسی

د صندوق پـــه مینځ کې  بند یې کړو صفی

 

وه سهار صندوق یې ویـــوړ رود نیل ته

په دعا او پـــه توبـــو شوه رب جلیل ته

 

بیا صندوق یې کــړه لاهــو پـــه رود د نیل

چـــې الهام وه ورتـــه شـــوی د جلیل

 

یوکابد  تــه الهام  وشـــو پــه دا شان

هراس پریږده مــوسی دی پـــه الله ګران

 

موسی بیرتـــه رب ستا غیږ تـــه راولي

خدای یې خپل فضل او کرم باندې ساتي

 

مور یې راغله کـورتـــه ډیره په واس واس

لورته یې تیره کـــړه کیسه ‌‌‌‌‌‌‌وه پـــه هراس

 

لور چـې کله په احوال د ورور خبر شوه

کور نه لاړه رود نیل په لوري سر شوه

 

مریم  ولیده صندوق د سیند څپو کـــې

چې لاهــو دی رود نیل لوړو موجو کې

 

هلته وې لیدل  د لـــرې څـــو کسان

چې صندق لـــه اوبـــو باسي مـــاهران

 

شوه خوشاله چې موسی له سیند بهر شو

نور څارل یې د خپل ورور ډیر په هنرشو

 

آسیه  د فـــرعون ښـــځه وه  نامـــداره

ډیرهوښیاره، پـه دربارکــې وه واکداره

 

د فـــرعون سره وه نیل تـــه راوتـــلی

پـــه آرام فکر یـې  نیل پـــه لور کتلی

 

له قضی دغـــه صندوق تــه یـــې نظر شو

دې په امـر دا صندوق له سیند بهر شو

 

چې صندوق یــې کله خلاص کــړ هغه آن

د صندوق مینځ کــې  ماشوم شو نمایان

 

ډیر ښایسته او ډیر معصوم ورته ښکاره شو

فرعون هــم ددې  مــاشوم پـــه ننداره شو

 

آسیه ویلې چـــې وړم یـــې خپل دربـار ته

خپله یـــې ساتمه حـــاضره یـــم دا کار ته

 

په خوښې یـې موسی ویوړلو خپل کور ته

مریم  ولیده خـوشالــه شــوه خپل ورور ته

 

ستړې راغله چـې پرې مـــور کانـدی خبر

موسی مور هـــم شوه خـــوشاله په پسر

 

د فرعـــون وه لـــور په نـــوم د «انیسا»۰

وه  مـــریضه نـــا علاجـــه  لـــه قضی

 

لـــه علاجـــه یـــې عاجـــز وه طبـــیبان

کاهنان  وه هغه وخـــت کـــې  فالبینان

 

کاهانانــو تعبیر کـــړی داسې فـــال وه

چې فرعون یې راضي کړی په احوال وه

 

ویل : د نیل نــه بــه بهر شي یــو انسان

ستا دربار کې به شي میشت هغه زمان

 

د خولې لاړي به یې علاج وي« انیسا» ته

همدا لار ده ستا د ګـــرانې  لور شفا تـــه

 

چې بیا کله مـــوسی قصر ته داخـــل شو

فرعون هــم د فال  تعبیرباندې قائل شو

 

د مـــاشوم د خـــولې اوبـــه لکه  دوا

د فـــرعون د لـــور حاصله کـــړه شفا

 

آسیه  ډیـــره حوشاله وه مـــاشوم ته

شوه په فکر د یو نـــوم دغه معصوم ته

 

نوم یې کیښود په ماشوم باندې موسی

معنی دا چـــې څوک یو څه کاندي پیدا

 

موسی دوئ وه پیدا کـړی رود نیل کې

مناسب ورته دا نـــوم وه پـــه دلیل کې

 

د فـــرعون دربار کــې وږې وه موسی

شیدې نـــه رودلــې غیږ نـــه دبل چـــا

 

کـــه دا نــورو ښځو ډیـــر وګاله زیـــار

چـــې پـــه خپلو شیدو مــوړ کاندي نهار  

 

خو موسی به هرګـز خوله نه خلاصوله

د بـــل چـــا غیږه یــې هیڅ نـــه قبلوله

 

فرعون امــر وکـــړ لاړ شۍ کور په کور

یـــوه ښځه کــړۍ پیدا  داعیه مــور

 

داسې ښځه چـې شیدې ورکړي موسی ته

نس یې موړ کړي چې محتاج نه وي ژړا ته

 

بیا سپاهیان یې مخ پـــه کلي کړل روان

چې ماشوم ته څوک پیدا کړي په ښه شان

 

چې په لار کې په «مـریم »دوئ برابر شول

پـــه پـــوښتنې د داعی مـــور د پسر شول

 

مر یم وویلې : معلومه  راتــه مـور ده

زمونږ کلي کې هوښیاره شانته ترور ده

 

سپاهیان یې مریم  راوستل خپل کور ته

دا حالت یې پټ بیان کـــړ خپلې مور ته

 

مـوریې راوسته سپاهیانو بیا دربار ته

چې شيدې ورکړي موسی وږی، نهار ته

 

مور چې کله بیا موسی ته ورنژدې شوه

په خوښي يې غیږه خلاصه د شیدو شوه

 

موسی خلاصه کړله خوله د مور شیدو ته

ټول خوشاله شول مــوسي  نس مړیدو ته

 

دا وعــده  وه «یوکابد» تــه د  سبحان

چې موسی  راغی مور غيږ ته په دا شان

 

د الله رحمت چـــې چاتـــه شـــي حاصل

د نجات لار ورتـــه خلاصه شـــي کامل

 

ربه تـــه مو ساتندوی شی ته سبحان یې

ته ناجی مـو پـه دونیا، په هر زمان یې

——————————–

شاعر : سمیع الدین افغاني

۴– ۵ – ۲۰۱۹

م ۰ کال