رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

«
»

د قطر راتلونکې؛ ملا برادر په کې ولې ګډون نه کوي؟

په داسې حال کې چې کابو دوه اونۍ وړاندې طالبانو له زلمي خليلزاد سره د راتلونکې پنځم پړاو خبرو لپاره خپل نوی څوارلس کسيز پلاوي د اعلان تر څنګ ملا عبدالغني برادر د قطر دفتر د نوي مشر په توګه اعلان کړ؛ اوس په تازه کې طالبان وايې چې ملا برادر د قطر په راتلونکې غونډه کې ګډون نه شي کولی. تېره ورځ رويټرز خبري اژانس د يو شمېر طالب سرچينو په قول راپور ورکړ چې ملا برادر د ده په اسنادو کې د ستونزو او د قطر دفتر د مشر په توګه د ده د ټاکلو په سر د اختلاف له امله د قطر په راتلونکې ناسته کې ګډون نه شي کولی، خو په څو ساعتونه وروسته طالب وياند ذبيح الله مجاهد د رويټرز خبر رد کړ او په ياده غونډه کې يې د ملا برادر د نه ګډون دليل، د امریکا په پلاوي کې د برابر د سيال نه شتون ياد کړ.

طالبانو ويلي د امریکا له خوا مرکچي پلاوی په هغه کچه کې نه دی چې ملابرادر دې ورسره خبرو ته کښیني. دوی وایي، هر کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، نو د دوی د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر به هم په خبرو کې ونډه واخلي.

ملا برادر ولې د قطر په راتلونکې غونډه کې ګډون نه کوي؟

يوه اونۍ وړاندې (د وړمې اونۍ د پنجشنبې په ورځ) د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هندوستان په پوځيانو خونړی بريد وشو چې په پايله کې يې ۴۸ تنه هندي سرتيري ووژل شول. د دغه بريد مسولیت په پاکستان کې ميشتې ترهګرې ډلې جيش محمد په غاړه واخيست. هندوستان د دغې خونړي بريد د غچ اخيستلو ګواښ کړی دی چې ورسره پاکستاني چارواکي وارخطا شوي دي. تيره ورځ يې ملګرو ملتونو څخه هم له هند سره د راپورته شوي جنجال د هواري په اړه مرسته وغوښته.

له دغه بريده اونۍ وروسته په کابل کې د پاکستان سفير ذاهد نصرالله وويل چې که هند له پاکستانه د غچ اخيستلو کوښښ وکړي نو دغه چاره به د افغان سولې په تړاو د امريکا او طالبانو په روانو خبرو هم منفي اغيز وکړي. د ذاهد نصرالله په باور پر پاکستان د هندوستان بريد به د امريکا او طالبانو تر منځ روانې خبرې خنډنۍ او ځنډنۍ کړي. په يوه ورځ وروسته يې د پاکستان د پوځ ويندوی آصف غفور هم رسنيو ته ورته نظر ورکړ او زیاته يې کړه چې د هند هر ډول عمل به د افغان سولې خبرې زيانمنې کړي.

اوس چې ټاکل شوې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د قطر په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ پنځم پړاو خبرې ترسره شي؛ پاکستان په دغه خبرو کې د ځنډ او خنډ د ايجاد لپاره ملا عبدالغني برادر ته ويزه نه ورکوي. که څه هم طالب وياند رسنيو ته د قطر په غونډه کې د ملا برادر د نه ګډون دليل په امريکايې پلاوي کې د ده په خبره د ملا برادر د سيال نه شتون دی؛ خو د پردې تر شاه پاکستان لوبه روانه کړې ده.

پاکستان غواړي چې د قطر غونډه وځنډيږي او يا کم تر کمه بې نتیجې ترسره شي چې پر اساس يې په افغان حکومت او امریکا فشار راوړي چې له هندوستانه وغواړي چې د پاکستان په اړه له نيول شوي دريځه تير شي؛ ملا برادر ته ويزه نه ورکوي. افغان حکومت او امریکا دواړه له هندوستان سره ښې اړيکې لري او د دې لپاره چې دغه هيوادونه له هندوستانه وغواړي څو د پاکستان په اړه له نيول شوي دريځه په شا شي؛ د همدغه فشار لپاره يې ملا برادر ته ويزه نه ده ورکړې.

پاکستان چې په تير کې يې هم له هندوستان سره درې جګړې کړي او درې واړه يې بايللي دي؛ اوس د دې لپاره چې د بلې احتمالي جګړې مخنيوی وکړي؛ هڅه کوي څو د هندوستان غصه آرامه او ځان له خطره خلاص کړي. د همدې هڅو په لړ کې يې تيره ورځ د پنجاب صوبې پولیسو په بهاولپور سیمه کې د جېش محمد ډلې په مرکزي جومات او مدرسې حمله کړې او تر خپل کنټرول لاندې يې نيولي دي. همداراز له دې دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت په نامه د دوو خیریه موسسو پر فعالیت هم بندیز ولګاوه چې امریکا په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبي کې په برید کې په لاس لرلو تورنې کړي دي.

ګونګوسې څه وايې؟

دې ته په کتو چې له زندانه د ملا برادر د خوشې کېدو کابو دوه مياشتې تيريږي خو لا هم د قطر دفتر ته نه دی تللی؛ داسې ګونګوسې هم شتون لري چې ملا عبدالغني برادر هم د ملا محمد عمر په سرنوشت اخته شوی وي. څو کاله وړاندې هم کله چې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې مخامخ خبرې ترسره شوې او خبرو کې پرمختګ ليدل کيدو نو پاکستان د دغو خبرو د ځنډولو په خاطر د ملا محمد عمر مړينه چې له هغه نيټې دوه کاله وړاندې وژل شوی و او پاکستان له طالبانو پټ ساتلی و؛ افشا کړه.

د ملا عمر د مړینې خبر په خپرېدو سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روانې خبرې هم په ټپه ودرېدې او جنګ ادامه پيدا کړه. نن د ملا عبدالغنی برادر په اړه هم ورته ګنګوسې شتون لري چې ګويا پاکستان به لا وړاندې ملا عبدالغني برادر وژلی وي او د مړينې خبر به يې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د روانو خبرو د سبوتاژ کولو لپاره ساتلی وي. والله اعلم

لیکنه : خوشحال آصفي