زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د غیرتي ولس درنې شملې سوزي

عجیبه نړۍ اوله عجایبو ډکه دنیا ده دخپل تفکر عقاب مې ناببره والووت دنړۍ دسمندرونو،سترودښتو،آسمان څکوغرونو،تړواوکړنګونو،ښیرازه ګلکڅونو،بې کچه هسکونښترونو،شنوځنګلونوله پاسه مې الوتنه وکړه اودخیالاتونیلی مې هره خوا وځغلاوه چې ناببره مې په ځنګله کې شنه زمري ته پام شوچې دځنګله دیوه غټې ببرې، څانګه ورې ونې پلنې سټې ته یې ډډه لګولي اودښکارپه چورتونوکله وغړمبیږي اودهغه انګازې دځنګله په ګڼوونواوسردروکې تاوراتاواوهرلوري، هیبت لکه تالنده بریښنا خپورکړي هو، زمری یادوم چې پخپل زړورتوب اوجګړوییزوغښتلومنګولویې دغرونواوځنګلونو سلطان بولي دبې سارې مترې اوپولادي مټوپه وړاندې یې دځنګله نورژوي په لیري،لیري واټنوپه ځغاستواوترپکووي.هسې وایې چې زمری زیات عمرنه کوي شاوخوا دپنځوسوکلونوپوري ژوندی وي په دې لنډکې عمرکې دخپل زړورتوب اوشهامت له کبله دځنګلونوپاچا اوبریمن واکمن دی هغه په نره ښکارکوي دبریښنا په څیر دګړندیوهوسیوسا دهغه په منګولوکې خیږي په غوښویې ځان موړاوپاتې شوني ګیدړواوسرلنډیوته پریږدي اودزمري دښکارغوښې دیواوبل دسرپه داړلو،شوراوچیغوپیغووخوري اوپه پای کې خپلوغارونوته په ځغاستووي.

خبره په زمریواودهغوپه زمریالي اوننګیالي ژوند ده هغه که دهوسیودښکارغوښې خوري دطبیعت په ارت تاریخ کې دهرچا کسب اوکاراوغریزې څرګندې اوجوتې دي انسان بیا تیره چاړه په لاس دهوسیواویانوروژویوله ستونو دسترګوپه رپ اوخرپ کې دوینوسره جوخت ساوباسي اولایې غوښې داورپه لمبوکباب اودخپل نس دغریزي دارضا لپاره په داړلوکې له زمریوکم نه دی.

زما موخه زمری اوزمریالی ننګ اوزړورتوب دی.ډیری پښتانه دخپل ژوندپه بهیرکې دزمري له نامه سره ځانګړي مینه لري ،کلک،هودمن اوزړورسړي ته زمری وایې اویاکله ناکله دمیړانې په وخت کې وایې دزمری په څیریې سترګې سرې دي. دغیرت په ښکاره کولووایې دزمري بچی دی اوورسره غبرګه کړي شین زمری دی شین،لکه دغره زمری یې پري ورودانګل اودالامل دی چې پښتانه پخپلوزامنوپه ډیرویاړاوافتخاردزمري،زمریالي،زمرک نومونه ږدي اودتاریخ په ستونزمن اوکګلیچن بهیرکې دخپلې غیرتي اوتوریالې خټې اوتودي ویني په برکت یې کبرجن اویاغې سرونه مات کړي اوپه ګونډوکړي دي د دغه میړني ولس ژبه پښتوهم نه یوازې ژبه بلکې پښتونواله،پښتو،ننګ اومیړانه له آره سره اخشل شوي دي.

پښتانه دخدای عجب مخلوق دی دژوند بنسټ اومحک یې په غیرت اوسرښندنه ولاړدی ژوندیې په غرونوکې تیرشوی که په غرونوکې یې دزمري میړانه اوزړورتوب خوښ شوی خو دهغه په څنګ کې یې دبې غیرته ګیدړڅخه ډیربد راځي اوهغه هم دخپل ژوند په کړووړوکې ډیرکاروي ډارن سړي ته ګیدړوایې اوورسره غبرګه کړي دزیړګیدړپه څیریې زیړې سترګې دي په بې ننګی نه شرمیږې دګیدړبچیه ،له میدانه لکه ګیدړوتښتیده اویاوایې پلانی دګیدړلکۍ ده باورپرې نه ښایې،دې ګیدړته وګوره دزمري سره ډغرې وهي لنډه داچې ډارن سړی دګیدړسره مترادف مفهوم لري اودغه غرني اوتوریالي ولس لکه چې دګیدړنه بدراځي نوځکه د ډارنه کرکه لري اود دوی په خټه کې ترهه اوویره نشته د دوی فولکلورادب اوکلتورهم دمیړانې،ننګ اوسرښندنې څخه ډک دی.له بده مرغه داله ازله پیداشوي زمرې دسیمه ییزواونړیوالونامرده دوښمنانوله خوادجهل دتورتم په جال کې راګیراودبې ساري تباهی اومرګ ژوبلي سره لاس اوګریوان دي وروردوروروینه تویوي اودهغوپه منځ کې یې دنفاق،بدبینی اوکرکې زهرجن تخمونه شیندلي دپښتون لاس دخپل پښتون ورور په وینوسوردی اوتورلنګي پنجاپیان دمرګ اووژلوفتوې ورکوي.

دریغه !دریغه! بیاهم دریغه چې دغه زمري اوغیرتي قوم لاتراوسه خپل خبیث اوپلیت دوښمن ونه پیژانده اودهغوپه نغوته اوخیرنوغیرنواوټینګودخپل ورور،عزیزتربورپښې لاڅه چې ککرۍ لنډوي اوتورلنګۍ بوین پنجاپی یی دغیرت اومیړانې شمله ټیټول او سوزول غواړي دغضب اوتندرلښکرو په نومونودلروبرپښتون حجره،دیره،کلی اوبانډه ورانوي اودسکروټوپه باران کې داباتورولس سوزي. هو!له خپله کوره،خپله ګوره خپله اوره شړل کیږي اودهغوی تاریخي برم اوعظمت دریغه،دریغه له منځه وړل غواړي داناتاراوخونړی ناورین په ټولو افغانانو روان دی خوترټولوزیات په دغه اورکې دپښتون جونګړه لولپه اوایره،ایره شوه خود به ایره کیږي ډیری دپښتون دسر!؟ بړیڅي کلونه،کلونه دپاکستان څارګرشیطانتون (ای اس ای) په غیږه کې پراته اودخپل وطن دورانی،دپښتنودسرسړواودرنو ککریودله منځه وړلوپه لوبه کې ورسره شریک دي.

اودپښتنودمرګ اوډله یېزي تباهی دخطرناکې پروژې سیل کوي اوپه خولویې دبي غیرتۍ اوغلامی مهرونه لګولي اودخپل پنجاپي ډول اوسورڼي ته څڼي اچوي.که لروبرپښتانه هوډمن ملي خوځښت اوحرکت پیل نه کړي نودریغه،دریغه داباتورملت به خدای مه کړه دزوال اوتاريخي تباهی ژوروکړنګونوته ورګوزاراوپوپناه شي که دګیدړوبرخلیک نه غواړی نوای لروبروپښتنوویښ شی دزمرولښکرشی اودتورلنګیوپرنګیانوپه وړاندې دایمل خان،دریاخان،میرزاعلیخان اواحمدخان توره ښکاره اودخوشال بابا دزړه کړیکه اوچیغه په غورواوری:.

په کاتــه شـــــم وعــالـــــم وته حیــــــــــران                  چې دنس دپاره څـــــه کـــا داســــــګان

هسې چارې یې پیداشــي لـــــه وجـــــــوده             چې په فـــکـر،ذکــــرنه وي دشــــــیطان

تل قرآن دوړاندې ایښی قـــــــــرآن لولــــــي                ولې هیڅ عـــــمل یـــې نه وي په قــــرآن

په کوم لوري پسې ځم،چیرته یې غواړم                  دکیمیاغوندې نایاب شــول دانایان

ښه سړي لعل ویاقوت دي موندل نه شـي                 لکه تور کاڼي ،لږنه دي ناکســـــــــــــــان

که په نوروخلکوښه سړي موندل شــــــــي               ولې ښه سړي به لــــــــــــــږوي افغــــــانان

دعفریت دي،که د دېودي،که د د د دي                    دادم له نســلـــــــه نه ګڼــــــم افغـــــــــــــــــان

کـــــــــه هــــرڅـــه ورته دپندخبــــرې وایي                 دپلارپندیې هم ښه نه لګــــي په ځــــــــــان

هره چــــــــــاردپښــــــتانه ترمغول ښـــه ده                  اتفــــــــــاق ورڅخه نشــــته ډیر ارمـــــــان

دبهلـــول اودشـــــــیرشــــاه خـــبرې اورم                      چې په هند کې پښتانه ووبادشاهــــــان

شپږ،اووه پیړۍ یې هسې بادشاهي وه                 چې په دوی پورې درست خلک وو حیران

یاهغه پښتانه نوروو،داڅه نورشــول                      یادخدای دی اوس داهسې شان فــــرمان

که توفیق داتفاق پښــــتانه مـــــومـــــي                  زوړخوشال به دوباره شـــي په داځـــــــوان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اکبري ! لاس دې لپه کړه خپـــــل رب ته               چـې پوره کـــړې دخـــوشـــــال بابا ارمـــان

بسم الله اکبري

۱۳/۶/۲۰۱۵هالینډ