سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

«
»

د طالبانو مذاکراتي ډله کې نېمه رهبري شوری

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

تر ډیره طالبان په ځنډ په ځینو برخو کې بدلون راولي، ولي په ځینو برخو کې بیا کله کله بیړني او ژر ژر بدلونونه راولي. که د طالبانو د نظام او واکمنۍ وخت او بیا تیرو ۱۷ کلونو اړوند ځغلند نظر واچول شي، دا پکې تر سترګو کیږي، چې د وخت د غوښتنو سره سم یې د کسانو ګمارنه او له یو ځای څخه بل ځای ته تبدیلول کړي.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشرتوب تر هغه وخت پوري سید محمد طیب اغا وکړ، تر څو یې خپله له دندې څخه استعفی ورکړه، او بیا د دفتر مشرتوب تر هغه مهاله ښاغلي عباس ستانکزي وکړ، چې ملا برادر اخوند د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو، خو لا هم عباس ستانکزی په سیاسي کمیسون کې تر ټولو په لوړ ځای پاتې دی، هغه به د مذاکراتي ډلې مشرې کوي، او له دي سره سره ویل کیږي، چې په رسمیاتو کې به د سیاسي دفتر مرستیال مشر او بل مرستیال مشر به ملا عبدالسلام حنفي و.

طالبانو ولي د مذاکراتو ډله اعلان کړه:

له امریکا او نړیوالو سره انديښنه وه، او  ډیر ځله یې له بېلابېلو لارو غوښتي وو چې د طالبانو مذاکراتي ډله کې په کار ده چې د طالبانو مهم او قوي اشخاص شتون ولري، که څه هم طالبانو هر ځل ویلي وو او وایې چې د مذاکراتو اړوند واکونه د قطر سیاسي دفتر سره دي، خو بهرنیانو به انديښنې ښودلې.

هماغه وو چې طالبانو لومړی د قطر د سیاسي دفتر لپاره ۵ نور غړي، هغوی چې له ګوانتانامو څخه را خلاص شوي وو، او قطر کې اوسېدل ور زیات کړل، او دا یو لوی پرمختګ وو. له دي وروسته دا انديښنه نه وه پکار چې د قطر سیاسي دفتر به څومره واکونه ولري.

طالبانو له هغه وروسته یو بل مهم ګام پورته کړ، په طالبانو کې ډیر منل شوي سیاسي او نظامي شخص ملا برادر اخوند د طالبانو د مشر شیخ هبة الله صاحب لخوا د هغه سیاسي مرستیال او د سیاسي کمیسون مشر وټاکل شو.

پاتې دي نه وي، چې له امریکایانو سره په قطر کې څو ځله د قطر د سیاسي دفتر مشر او غړو د افغان – امریکا جګړې د ختم اړوند  خبرې کړي، ولي په ابوظبۍ کې په خبرو کې د رهبري شورا غړی ملا امیرخان متقي او همدارنګه ملا عباس اخوند او دریو نورو مهمو کسانو هم برخه درلودله.

په قطر کې د جنوري میاشت کې ۶ ورځني مذاکرات د طالبان او امریکا لخوا ښه وو، دواړه لوري خوښ وو، پریکړه شوې وه چې د ځینو مسایلو اړوند به دواړه لوري مسلکي کاري ډلې ګماري، چې عملاً هغوی کار پېل کړی.

اوس چې بیا ځل خلیلزاد د ځینو هیوادونو سفر پېل کړی، او فکر کیږي چې دا ځل به ډیر وخت په دوحه کې تیر کړي، داسي ویل کيږي چې دا ځل به ځینې پریکړي عملاً د طالبانو او امریکایانو ترمنځ کیږي، او د پریکړو عملي کېدل به هم صورت مومي، د همدې لپاره بیا هم داسي ګنګوسي وي چې امریکایان لا هم غواړي چې د فبروري پر ۲۵مه او ۲۶مه د پریکړو پر مهال د طالبانو ډیر واک لرونکي کسان په مذاکراتو کې برخه ولري.

ددې لپاره چې طالبان سولې ته رسیدو لپاره ژمنتیا وښيې او خپله لیوالتیا نړیوالو ته ښکاره کړي، د افغان – امریکا جګړې د ختم اړوند پریکړو کې له امریکایې لوري سره ډیره قوي ډله ولري، هماغه وو چې د امریکایانو سره د مذاکراتو ۱۴ کسیزه ډله یې اعلان کړه.

داچې د جنوري میاشت په ۶ ورځینو ناستو کې پریکړه شوې وه چې د طالبانو او امریکایانو لخوا به دوه دوه کاري او مسلکي ډلې ګمارل کیږي، تر څو له یو بل سره د ځینو مسایلو اړوند کار او د امکان تر حده نا رسمي توافقات ومنل شي، بیا همدا کاري ډلې همهغه چمتو توافق شوې مسایل د فبروري پر ۲۵مه د رسمي مذاکراتو پر مهال وړاندي کوي. له همدې امله به وي چې طالبانو د ۱۴ کسانو لسټ خپور کړ. ویل کیږي چې د امریکا د یوې کارې ډلې مشر ممکن خلیلزاد او د بلې کارې ډلې مشرې ممکن جنرال میلر په غاړه ولري.

دا کسان څوک دي:

ملا برادر اخوند: د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال، د رهبري شورا غړی، د سیاسي کمیسون مشر، د طالبانو د نظام پر مهال د هرات والي، وروسته د مرکزي قول اردو قومندان، پر افغانستان د امریکا تر حملې وروسته د ملا محمد عمر مجاهد نائب او د طالبانو ټولې سیاسي او نظامي چارې عملاً د ده لخوا مخته وړل کیدې.

د طالبانو  مذاکراتي ډله:

له ګوانتانامو څخه د ۵ را خلاص او تبادله شوې بندیانو په شمول، دا ځل په یاده ډله کې ۶ تنه د رهبري شورا غړي، د ملامحمد عمر مجاهد صاحب ورور،  د مولوي نصرالله منصور صاحب وراره، د مولوي یونس خالص بابا زوی، د مولوي جلال الدین حقاني صاحب زوی هم شتون لري.

۱ ــ  ښاغلی شیرمحمدعباس ستانکزی د مذاکراتي ډلې مشر، د رهبري شورا غړی، د طالبانو د نظام پر مهال د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، وروسته د عامې روغتیا مرستیال وزیر وو.

۲ ــ مولوي ضیاءالرحمن مدني، د سیاسي کمیسون غړی، د طالبانو د نظام پر مهال د پروان او بیا وروسته د لوګر والي وو.

۳ ــ مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر مرستیال مشر، د رهبري شورا غړی، د طالبانو د نظام پر مهال د ښوونې او روزنې مرستیال وزیر وو.

۴ ــ شیخ شهاب الدین دلاور، د سیاسي کمیسون غړی، د طالبانو د نظام پر مهال د کندهار د تمیز رئیس، پاکستان او سعودي عربستان کې سفیر تیر شوی.

. ۵ ــ ملا عبداللطیف منصورد، د رهبري شورا غړی، د امریکا تر حملې وروسته یو ځل د سیاسي کمیسون مشر پاتې شوی، د طالبانو د نظام پر مهال د هلمند والي او بیا وروسته د ذراعت وزیر وو.

۶ ــ ملا عبدالمنان عمري د طالبانو د معنوي مشر ملامحمد عمر مجاهد ورور، د رهبري شورا غړی او د ملکي تلفاتو او شکایتونو اوریدو د کمیسون مشر.

۷ ــ مولوی امیرخان متقی، د رهبري شورا غړی او شیخ هبة الله صاحب د دفتر مشر، د طالبانو د نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور او بیا وروسته د پوهنې وزیر.

۸ ــ ملا محمد فاضل مظلوم، د ګوانتانامو څځه راخلاص او تبادله شوی بندي، د طالبانو د نظام پر مهال د دفاع وزارت لوی درستیز.

۹ ــ  ملا خیرالله خیرخواه، د ګوانتانامو څځه راخلاص او تبادله شوی بندي، د طالبانو د نظام پر مهال د کورنیو چارو وزیر. ۱۰ ــ مولوي مطیع الحق، د مولوي محمد یونس خالص بابا مشر زوی.

۱۱ ــ ملا محمد انس حقانی، د مولوي جلال الدین حقاني زوی. په بحرین کې د امریکایانو لخوا ونیول شو، افغان حکومت ته ورکول شو، اوس مهال په کابل کې بندي دی.

۱۲ ــ  ملا نورالله نوری، د ګوانتانامو څځه راخلاص او تبادله شوی بندي، د طالبانو د نظام پر مهال د شمال زون تنظیمه رئیس او د بلخ والي.

۱۳ ــ مولوي محمدنبي عمري، د ګوانتانامو څځه راخلاص او تبادله شوی بندي، د طالبانو د نظام پر مهال د مولوي جلال الدین حقاني د ښي لاس ملګری او سلاکار.

۱۴ ــ ملا عبدالحق وثیق، د ګوانتانامو څځه راخلاص او تبادله شوی بندي، د طالبانو د نظام پر مهال د استخباراتو مرستیال مشر.