به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

د سولې څرک؛ حکمتيار کابل کې دی

که څه هم ټولنيزه ميډيا فيسبوک او ځینو رسنيو خبر ورکړ چې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې هوکړه ليک تیره ورځ لاسليک شو خو بل لور ته (تاند) ويب پاڼې حزب اسلامي ته منسوب شهادت ویب سايټ په حواله ليکلي چې اسلامي حزب به د افغانستان له اسلامي دولت سره د شنبې ورځ (يوه ورځ له عرفې وړاندې) د سولې موافقه لاسلیک کړي. تاند ويب سايټ ادعا کړې چې د افغان حکومت دننه ځینو سرچینو او د اسلامي حزب له لورې یو شمیر کسانو چې نومونه یې نه غوښتل چې افشا شي، تاند ته ویلي چې ډیر امکان شته چې شنبې یا یکشنبې دغه موافقه وشي. بل لور ته نا تایید شوي راپورونه هم وایې چې د اسلامي ګوند مشر انجینیر ګلبدین حکمیتار په کابل کې دی او له ولسمشر سره یې لیده کاته هم شوي دي .

که څه هم د حکومت او حزب اسلامي رسمي سرچينو نه ده تاييد کړې چې تر منځ يې د سولې تړون لاسليک شوی دی؛ خو باور دا دی چې له اختر وړاندې به لاسليک شي. ځکه څه موده وړاندې چې د حبيب الله کلکاني د مړي د بيا تدفين پر سر د کلکاني د پلويانو او مخالفانو تر منځ جنجالونه روان و؛ نو ښاغلي حکمتيار د دې لپاره چې په حکومت کې د ده خلاف کړيو (د کلکاني د بيا تدفين غوښتونکي ډلې) ؛ ملاتړ خپل کړي؛ نو د همدې لپاره يې د کلکاني په ملاتړ ليکنې هم کولې. اوس ځکه د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې تړون په لاسليک باور کيدای شي چې ويل کيږي د حکمتیار له لوري د حبيب الله کلکاني په ملاتړ کې لیکنو هم مرسته کړې چې له حکمتیار سره د سولې له پروسې سره په حکومت کې د حکمتيار مخالفو او کلکاني پلوو عناصرو خواخوږي خپله کړي.

له دې وړاندې ځينې کورنيو او بهرنيو رسنيو د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د پروسې د ګډودېدو په اړه راپورونه خپاره کړي ول. د روان کال د جون په ۲۱ مه نيټه اسوشیتید پریس خبري اژانس خبر ورکړی و چې، حکمتیار د افغانستان له دولت سره د سولې د موافقې لپاره نوي شرطونه زیات کړي دي. اژانس د يوې سرچينې په قول چې د حکومت او حمکتيار د سولې له خبرو خبر و؛ له امریکا سره د امنیتي تړونونو فسخه کېدل، د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالوېش او د نوي حکومت له لوري د هغه تاییدول د حکمتيار نوي شرطونه ياد شوي ول. همدا شان (لانګ وار ژورنال) يوې بلې بهرنۍ رسني هم ليکلي و چې د حکمتیار اسلامي حزب د سولې له پیل کړې پروسې ووت. سرچينې ويلي و حکمتیار ځکه د سولې خبرې ودرولې چې ادعا یې وکړه، د افغانستان د ملي یووالي حکومت د ولس له ملاتړه برخمن نه دی.

اوس پوښتنه دلته پيدا کيږي چې له ښاغلي حکمتيار سره د سولې خبرې ولې وځنډيدې؟

دوه دليلونه شتون لري چې پر اساس يې له حکمتيار سره د حکومت د سولې په خبرو کې ځنډ څرګنديدای شي.

لومړی: د حکومت د نسبي مشروعيت د ختمولو پر مهال؛ حکومت ته د لاسته راوړنې فکتور: د حکومت د مشرانو تر منځ د ملي یووالي حکومت د سياسي هوکړه ليک له مخې د روان کال د وږي په اته ويشتمه نيټه د حکومت نسبي مشروعيت هم له منځه ځي. د ملي يووالي حکومت مشران په تيرو دوو کلونوکې په دې ونه توانيدل چې د حکومت مشروعیت لپاره لویه جرګه راوغواړي نو د سیاسي هوکړه لیک د دویم کال په پوره کېدو سره اوسنی حکومت خپل نسبي مشروعیت هم له لاسه ورکوي. حکومتي مشران په دې پوهيدل چې لويه جرګه نشي دايرولی او د حکومت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي؛ نو د دې لپاره چې د ولس له غبرګونه ځان وساتي؛ له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک لاسليکول يې د وږي تر مياشتې چې په کې د حکومت مشروعيت له منځي، راورسولو. دوی د دې په خاطر چې د ولس غبرګون ته ځواب ولري؛ له حزب اسلامي سره سوله يې د حکومت د لاسته راوړنې په توګه تر ننه راورسوله.

دويم: د داخلي کړيو مخالفتونه: د نړيوالو رسنيو تر څنګ ځينې کورنيو کړيو چې د حکومت په داخل کې شتون لري ؛ هم له حکمتيار سره د سولې د خبرو مخالفت کاوه او خنډونه يې جوړول. په حکومت کې دننه د حزب اسلامي ګوندي مخالفينو د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې په خبرو کې خنډونه جوړول. دوی ډاريدل که له حکمتيار سره سوله وشي نو د دوی څوکۍ، واک او قدرت به يې نيمايې شي، دوی د خپل واک د نيمايي کيدلو له ډاره هم د حکومت او اسلامي حزب تر منځ په خبرو کې خنډونه جوړول او کله چې حکميار د حبيب الله کلکاني په ملاتړ تبليغات او لیکنې وکړې نو په مخالفه ډله کې يې هم ملاتړ ترلاسه کړ. د حکومت دننه د همدې کړيو مخالفتونو له وجې د حکومت او اسلامي حزب تر منځ خبرې تر دې مهاله وځنډيدې.

په سوله او حکومتي سياسي جوړښت د حکمتيار اغيز

له حکمتيار سره د افغان حکومت سوله هم د وسله والو طالبانو پر ليکو او هم د حکومت په سیاسي جوړښت د پام وړ اغيز ښندلی شي. د حکومت سياسي جوړښت چې په کې تر ډیره يو ګوند او د شمال يوه ډله واکمنه ده نو د حکميار په راتګ به د هيواد په شمال کې د واک تعادل رامنځته شي. هغه حکومتي څوکۍ چې اوسمهال يوې ډلې او يو ګوند په خپل انحصار کې نيولې او خپل ميراثي حق يې ګڼي؛ د اسلامي حزب سره په سولې سره به د ښاغلي حکمتيار او اوسني انحصارګر ګوند تر منځ وويشل شي. بيا به څوک په يوازې توګه خپل ځان دهيواد د پوره سمت امپراطور نه ګڼي.

همداراز د حزب اسلامي او حکومت تر منځ سوله د وسله والو طالبانو پر ليکو هم پراخ اغيز ښندي. په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو جنګي ډلې دوه ډوله دي. يوه هغه ډله ده چې د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې جنګيږي چې په هیواد کې په بشپړ ډول د اسلامي قانون غوښتونکي او د ديموکراسۍ مخالف دي. اوس که د حکمتيار له ډلې سره سوله کيږي نو د طالبانو دغې ډلې لپاره به په هيواد کې د جګړې دليل پاتې نه شي او دوی به هم خپل ټوپک په ځمکه ږدي او د آي ايس آی له طالبانو به جلا او د سولې له پروسې سره به يو ځای کيږي. او بله هغه ډله ده چې په مستقيم ډول د آی ايس آی او د پاکستاني پوځ په امر او اشاره جنګيږي. دوی په هر حالت کې خپل بادار خوشالوي او هغه څه چې ورته امر کيږي هماغه پوره کوي. په دوی به د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ سوله کوم اغيز ونه کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي