توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

«
»

د روسيې نوې لوبه

په مسکو کې د طالبانو غوا لنګيږي

په داسې حال کې چې له وړاندې پاکستان، چين او روسيه د افغانستان په اړه د درې اړخيزې ناستې ‌ډنډ‌ورې غږوي؛ اوس له تيرو پنځو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر غړي د مسکو ميلمانه دي. که څه هم د چین، پاکستان او روسیې چارواکې وایي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابیدو، او په سرحدي سیمو کې د داعش فعالیدلو له امله، دیته اړ شوي دي چې د ترهګرۍ پر ضد سيمه ايزې هلې ځلې پیل کړي او د پراخیدو مخه یې ونیسي. څو اونۍ وړاندې مسکو دا تائید کړه چې د د طالبانو سره “محدودې سیاسي” اړیکې لري او دا کار ددې لپاره کوي چې طالبان د سولې بهیر ته وهڅوي. د افغانستان حکومت د روسیې پر دغه کار سختې نیوکې کړې وې او دا یې یو غیر مشروع عمل بلل و.

بل لور ته ويل کيږي د روسيې سفير د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي دي. په دې ليدنه کې کرزي له طالبانو سره خبرو او د سولې راوستو کې د روسيې مرسته اړينه او اغېزمنه وبلله. د کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي حامد کرزي جګړه او ترهګري د ټولې سیمې لپاره خطرناک وګڼل او زیاته یې کړه: “د طالبانو له تحریک سره خبرو او د سولې راوستو کې د ګاونډیو او د سیمې د پیاوړو هېوادونو په تېره روسیې مرسته ضروري او ډېره موثره ده.”

اوس پرته له دې چې افغان حکومت او په ټوله کچه وسله وال طالبان خبر و اوسي؛ قطر مېشتي طالبان له تيرو پنځو ورځو راهيسې د مسکو ميلمانه دي او د روسيې له استخباراتو سره تاوده محفلونه نيسي. سرخط ورځپاڼې ته يوې باوري سرچينې ويلي چې قطر ميشي طالبانو د قطر دفتر ته پلمه کړې چې ګواکې قرغيزستان ته روان دي، خو په پټه د روسيې د استخباراتو ميلمانه شوي دي. د سرچينې په وينا د طالبانو د دغه پلاوي مشري د قطر د دفتر مرستيال ملا عبدالسلام حنيفي کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې په مسکو کې د طالبانو او د روسيې استخباراتو پټ ملاقاتونه د څه لپاره ترسره کيږي؟

د دې ليدنو تر شا روسيه او طالبان جلا جلا هدفونه لري خو دواړه د يوې بدمرغۍ لپاره يو کيږي. روسيه غواړي چې په سيمه کې د نوې ترهګريزې ډلې داعش له خطره ځان وساتي. ځکه روسيه په دې باور ده چې په سيمه کې د داعش ترهګريزه ډله يواځې د منځننۍ اسيا هيوادونو او روسيې د ځپلو لپاره جوړه شوې ده. د همدې لپاره روسيه اوس له طالبه د داعش د تضعيف لپاره ګټه پورته کوي. په همدې خاطر هڅې يې همدا دي چې د پاکستان په مرسته له طالبانو سره اړيکې جوړې کړي او په افغانستان کې راتلونکی کال د افغان حکومت او طالب تر منځ د جنګ د ډګر تر څنګ، د طالب او داعش د جګړو ډګر بدل کړي.

طالبان ځکه د روسيې يارانه قبلوي چې نور يې له پاکستان نه د هيلو مراندې شليدلي دي. دوی په همدې خاطر چې خپل راتلونکی سرنوشت معلوم کړي؛ کله له ايران سره غوږ جنګوي، کله چين ته سترګک وهي او کله روسيې ته لاس اږدوي. خو روسيه يې د پاکستان، چين او ايران په پرتله لومړۍ ټاکنه ده. ځکه روسيه هم د خپل هدف په خاطر د وسله والو طالبان ملا تړل غواړي او طالبان ځکه له روسيې سره پټ ملاقاتونه کوي چې په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د راتلونکي کال لپاره پراخ مالي او امنيتي تجهيز تر لاسه کړي. اوس روسيه،  چين، پاکستان او طالبان په ګډه هڅه کوي چې افغان حکومت د سولې په نامه په غولوونکو خبرو بوخت وساتي او وسله وال طالبان د راتلونکي  کال جګړې لپاره تجهيز او په شا وټپوي. افغان حکومت بايد د دغو هيوادونو په جال کې راګير نه شي او په ډيره ښه طريقه د طالبانو او دغو مغرضو هيوادونو اړيکې وڅاري. حکومت بايد له روسيې سره د طالبانو د اړيکو وضاحت وغواړي.

لیکنه : خوشحال آصفي