د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

«
»

د حکومت منتقدان که د ارګ ليونيان؟

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته اوولس تنو ځانونه نوماندان کړي او دغو ټاکنو ته لا کابو پنځه مياشتې پاتې دي؛ سر له اوسه ځينې نوماندان د ارګ خوبونه ويني او له ارګه د اشرف غني د ايستلو ګواښونه کوي. په ټولنيزو رسنيو کې د يو نوماند غږيز کليپ چې څو ورځې خپور شو؛ په کې په ښکاره د ارګ د څوکۍ پر سر د نوماند او مرستيال تر منځ له معاملې پرده پورته شوه. همداشان بل نوماند يې رسنيو ته د خبرو پر مهال د خپل ټيم د اهدافو له جملې يو هم له ارګه د اشرف غني راايستل ياد کړل.

دېته ورته نور نوماندان هم د دې پر ځای چې ولس ته د برنامو په جوړولو کار وکړي؛ له ارګه د اشرف غني د راايستلو طرحې جوړوي. داسې باور کيږي چې دغه نوماندان د افغانستان د مسالې حل يواځې او يواځې له ارګ څخه د اشرف غني راايستل او دوی په دغې چوکۍ کيناستلو کې ویني.

په دغه منځ کې بيا پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د اشرف غني سياسي منتقد بلل کيږي؛ له نورو نوماندانو هم دوه قدمه وړاندې دی. پخوانی ولسمشر حامد کرزی په اوسنيو شرايطو کې د لويې جرګې د دایرېدو غوښتنه کوي. په وروستیو کې کله چې د مسکو له غونډې راستون شوی نو له يو روسي خبري اژانس «سپوتنیک» سره يې په خبرو کې يو ځل بيا د لويې جرګې په دايرېدو ټينګار کړی دی. حامد کرزي ويلي، د افغانستان د اوسنیو ستونزو یوازینۍ ښه لار د لویې جرګې جوړول دي.

پوښتنه دا ده چې آيا رښتيا د افغانستان د ستونزې حل له ارګه د اشرف غني په راايستلو کې دی؟

آيا لکه څنګه چې کرزی يې غوښتنه کوي د افغانستان مساله په لويې جرګې حل کېدلای شي؟

که داسې نه وي نو بيا د اشرف غني مخالفان سياسي منتقدان دي او که د ارګ ليونيان؟

د قانون له مخې د لويې جرګې د دايرېدو شرايط:

د افغانستان د اساسي قانون د شپږم فصل د يو سلو لسمې مادې له مخې « لويه جرګه د افغانستان د خلكو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دى لويه جرګه د ملي شوري له غړيو او د ولايتونو او ولسواليو د جرګو له رئيسانو جوړېږي. وزيران، د سترې محكمې رئيس او غړي او لوي څارنوال هم كولاى شي د لويي جرګې په غونډو كې بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري ګډون وكړي».

د اساسي قانون د يو سلو يوولسمې مادې له مخې لویه جرګه په دريو حالاتو کې دايرېدلی شي.

۱ــ  د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او سترو مصلحتونو پورې اړوند چارو په هکله د پرېکړې پر مهال

۲ــ د اساسي قانون د حكمونو تعديل لپاره

۳ــ د همدې اساسي قانون د (نهه شپېتمې) مادې له مخي د ولسمشر د محاکمې پر مهال

په اوس وخت کې د پورته ياد شويو حالاتو څخه يو هم موجود نه دی. یعنې نه د هيواد خپلواکي له خطر سره مخ ده، نه ملي حاکميت تر ګواښ لاندې دی، نه ځمکنۍ بشپړتيا تر پښو لاندې شوې، نه د اساسي قانون په تعدیل باندې ټول ولس يوه خوله دی او نه هم خدای مه کړه ولسمشر محاکمه کيږي.

کرزی صيب د لويې جرګې ډول ولې ډنګوي؟

د لويې جرګې د دايرېدو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي ټينګار له اشرف غني سره د ده له پټ مخالفته او يو ځل بيا د ارګ خوبونو له ليدلو څخه سرچينه اخلي. يعنې پخوانی ولسمشر ځکه د لويې جرګې د دايرېدو غوښتونکی دی چې له يوې خوا نه غواړي د سولې د روانو خبرو او له طالبانو سره د لاسليک امتياز دې د اوسني ولسمشر اشرف غني په نوم ثبت شي. او له بلې خوا غواړي چې د لويې جرګې په دايرېدو سره موقت حکومت رامنځته او خلک دی (کرزی) يو ځل بيا د ارګ په څوکۍ کېنوي.

پخوانی ولسمشر داسې فکر کوي چې طالبان هم ورسره په دغه خوب رښتيا کېدلو کې مرسته کوي. یعنې کرزی داسې انګيري چې ګويا طالبان هم نه غواړي چې له دوی سره د سولې د لاسليک امتياز دې د اشرف غني په نوم وليکل شي چې دوی ورسره جنګېدلي دي. دی وايې که چيري دده په مشرۍ موقت اداره رامنځته شي نو طالب سره به سولې تړون دی لاسليک کړي.خو د کرزي صاحب دا فکر ځکه غلط دی چې طالبان «ميم زرما ټوله زما» غواړي. طالبان که له يوې خوا نه غواړي چې له دوی سره د سولې امتياز دې د اشرف غني په نوم راجستر شي؛ له بل لوري دغه ډله له کرزي څخه هم ښه خاطره نه لري.

د طالبانو پخواني مشر ملا عمر د کرزي د واکمنۍ پر مهال څو ځله کرزي ته د سولې مرکچي پلاوی واستاوه خو کرزي ورسره سوله ونه کړه. اوس به دا ډيره له امکانه ليرې خبره وي چې طالبان دې له هغه چا سره سوله وکړي چې په لومړيو کې ورته د سولې وړانديز رد کړی وي. طالبان ځان ته بېل داسې موقت حکومت غواړي چې مشري يې د دوی د ډلې کس وکړي.

نو ويلای شو چې نه د ارګ څخه د اشرف غني راويستل سوله کولی او د افغانستان مساله حل کولی شي او نه لويه جرګه او موقت حکومت. دا د اشرف غني د سياسيونو لپاره يواځې وسيلې دي چې کولی شي ولسمشر غني ته پرې سرخوږی جوړ کړي او بس.

لیکنه : خوشحال آصفي