واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

«
»

د برښنا پايې ولې شهيدانې کيږي؟

څو ورځې وړاندې د بغلان په دوشي کې وسله والو طالبانو د برښنا پايه چپه کړې چې له امله يې د کابل ښار پنځه ميلونه وکړي د يو شمېر نورو ولايتونو په مليونونه وګړي په تورو تيارو کې شپې سبا کوي. کابل ښاریان وايي، په ورځنيو چارو سربېره د دوی صنعتي، تولیدي او نورې سواداګریزې چارې برښنا پورې تړلې دي او د برښنا نشتون يې په ژوند منفي اغېز کړی. څو اوونۍ وړاندې هم د برښنا یوه بله پایه په بغلان کې د وسله والو له لورې ویجاړه شوې وه. اوس طالبانو وايې چې دوی د برښنا د پایو په ویجاړولو سره غواړي، په حکومت فشار راوړي چې د دوی په سیمه کې برښنا موجوده وي.

که څه هم طالبان وايې چې د برښنا د پایو په ویجاړولو سره غواړي، په حکومت فشار راوړي چې د دوی په سیمو کې هم برښنا ورکړي؛ خو په پاکستان کې له موجوده حالاتو داسې ښکاري چې پاکستان له طالبه په استفادې او د برښنا پايو په چپه کولو سره د حکومت په مقابل کې د خلکو غبرګون راوپاوري چې نه يې د سر او مال ساتنه کولی شي او نه يې د برښنا ستنې ساتلی شي. اوس په پاکستان کې د کوزې پختونخواه د مبارزو ځوانانو او له کابله د بر افغانانو د ننګې له امله د پاکستاني حکومت وضعيت کرکېچن شوی دی. اوس چې له کابله او پيښوره په يوه غږ د «لر او بر يو افغان» ناره پورته کيږي نو د پاکستان په نس کې درد شوی او په سر کې تشويش پيدا شوی چې ګويا د لوی افغانستان خبره يو ځل بيا په واقعیت بدليدونکې ده.

د لر او بر يو افغان نارې پاکستان دومره وارخطا کړی دی چې د دغې غږ د بندولو لپاره له هرې ممکنې لارې استفاده کوي. پاکستان د همدې هدف لپاره لومړی په پښتون ژغورنې غورځنګ د هندوستان د استخباراتو او د افغانستان د ملي امنيت لخوا د ملاتړ تورونه ولګول، بيا يې د ملا فضلو په وسيله هڅه وکړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته اسلامي رنګ ورکړي او وښيې چې دوی د پرديو لپاره په پاک ارمي پسې بد رد وايې او بايد ملاتړ يې ونه شي. بيا يې په کونړ راکټي بريدونه پيل کړل چې د مقابل لوري غبرګون له ځانه سره ولري او بيا پاکستاني ولس ته وښيې چې افغانستان له پاکستان سره دښمني کوي او دا چې منظور پښتين د لر او بر يو افغان ناره وهي نو تر شاه يې د افغانستان لاس دی. خو له نيکه مرغه په دې برخه کې د پاکستان هره شومه هڅه ناکامه شوې او ولس مو تر هر بل وخت د لر او بر يو افغان ناره لا هم په شور او ځوږ پورته کړې ده.

بيا پاکستان دلته په افغانستان کې له موجوده طالب جانه استفاده وکړله او ورته يې په غوږ کې وڅڅول چې د برښنا پايو په چپه کولو سره تاسې په افغان دولت او امریکا فشار راوړلی شئ. طالب جان هم په پوره اخلاص او پرته له دې چې تفکر وکړي د پاکستان امر ته لبيک وويلو او د برښنا پايې شهيدانې کړلې. طالبانو ته پاکستاني مشرانو يې ويلي چې په دغې کار سره به دوی وکولی شي چې دولتي ادارې فلج کړي، د کار خانو کارونه له خنډ سره مخ کړي، ولس به د حکومت په مقابل کې راپاڅوي او يا کم تر کمه به د ولس او دولت تر منځ واټن نور هم زيات کړي، همدراز په ضمن کې وسله والو طالبان هم بوخت وساتي څو له افغان دولت سره د سولې وړانديز شويو شرايطو باندې فکر ونه کړي او ورته منفي ځواب ورکړي.

همدا شان ولس په وړ مسايلو بوخت وساتي او له کوزې پختونخواه له پښتون ژغورنې غورځنګه يې مخ واړوي. يا هم کوزو پښتنو ته وښيې چې بر افغانان ستاسې دښمنان دي او په پښتنو قبايلي سيمو کې بريدونه کوي. دا نظر ځکه قوي ښکاري چې همدا تيره ورځ هم د خوست په ځاځي ميدان کې له افغان امنيتي ځواکونو او ولسي ملاتړ کوونکو سره له مقابلې او پاکستاني ملیشې ته له درنې مرګ ژوبلې وروسته، د پاکستان استخباراتو او پوځ په جوماتونو کې د اعلانونو له لارې هڅه کړې چې بنګښ او توري قبیلې د خپلو پوځیانو ملاتړ ته وهڅوي. دوی د جوماتونو په لوډسپیکرونو کې په خلکو ږغ وکړ چې د پوځ مرسته وکړي خو داسې ښکاري چې د کورمې ایجنسۍ قومونو، چې هغوی هم پښتانه دي، دې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

لیکنه : خوشحال آصفي

اوس د خوښۍ ځای دا دی چې د کرښې دواړو غاړو ته پښتون ولس پوه شوی دی او د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ د هر دول تيري په مقابل کې لازم غبرګون ښيې. اوس دې کوز او بر افغانان او پښتانه هيڅ اندېښنه نلري ځکه ډېر له وخته دواړو غاړو ولسونو د پاکستاني پوځ او استخباراتو تيري او ظلمونه تحمل کول او يواځې د منظور پښتين په شان د سر سړي په انتظار و. اوس چې خدای په کوزو پښتنو کې د سر سړی پيدا کړی دی نو ان شاالله د عدالت غوښتنې نارې به يې رنګ راوړي او کوز او بر دواړه ولسونه دي د پاکستاني پوځ او استختباراتو لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د کمرنګه کولو هر ډول هڅې ته لازم ځواب ورکړي.

بر پښتون او ټول افغانان دې د وسله والو طالبانو لخوا د برښنا پايو چپه کېدلو ته نه اندېښمن کيږي ځکه دا ورانکاري په اصطلاح د دغو مجاهدينو (وسله والو طالبانو) پخوانۍ ځانګړتيا ده. پخوا يې د مجاهدينو په نوم له برښنا پايو سره جهاد کولو او له بيخه به يې نړولې او پاکستان ته به يې کباړ کولې او نن يې د طالب په نوم چپه کوي او د تخريب هڅه يې کوي.