مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

«
»

د امریکا نوی سیاست؛ بل ډیورنډ او بل وزیرستان؟

نظر محمد مطمئن

لیــکوال او شــناند

موږ لا له پاکستان سره د ډیورنډ پولې له ستونزې نه يو خلاص شوي چې اوس د یو بل ډیورنډ لاین اړوند بهرنیانو خپلې طرحې جوړې کړي دي او تر څیړنې لاندي يې نیولي چې که عملي شي نتیجه به يې څه وي او د عملي کيدو له پاره يې څه کول په کار دي.

معلوميږي چې امریکا او د امریکا نږدې ملګري هیوادونه غواړي چې د افغانانو تر منځ په شمال کې د ډیورنډ يوه بله توره لیکه وکاږي، افغانان په جنوب او شمال سره ووېشې.

د همدې پروژې د عملي کیدو له پاره يې ځکه دوه سری حکومت جوړ کړی او معلوميږي که له ډاکټر اشرف غني سره د نورو ۵ کلنو انتخاباتو د ګټلو وعده هم امریکا وکړي، نو هغه به هم د همدې پروژې يو له فعاله پرزو څخه وي، بل خوا ډاکټر عبدالله به ځکه خوشاله وي چې هغه به مستقل پاچاشي، ولي ډاکټر عبدالله ته ستونزه د عطا محمد نور ده، داسي بريښې چې شمال به په راتلونکي کې نور ته په برخه رسيږي.

انګریزانو چې پښتانه او پښتون مېشته سیمه دوې ټوټې کړه او د ډیورنډ بدنامه لیکه يې د پښتون قوم پر سينه راوکاږله، دا دې تر سلو زیات کلونه وشول چې همدا ستونزه روانه ده، پاکستان او افغانستان دواړه هیوادونه امنيتي ستونزې د ډیورنډ لاین له امله ګڼي.

که چیرته افغانستان تجزیه کيږي، په جنوب او شمال باندي وېشل کيږي، په شمال کې ډېر زیات او د پښتنو ډیر زړور او جنګیالي قومونه ميشت دي، یا خو به همدغه پښتانه قومونه له شمالي ولایتونو څخه ایستل کيږي، ځمکې، جایدادونه، مالداري او (ممکن شتمني)، دا هر څه به ورڅخه ګرځول کيږي، دوی به اړوېستل کېږي چې د هیواد جنوب ته ګډه شي، په دغه صورت کې نو د همدې پښتنو قومونو او شمال د نورو غیر پښتونو قومونو تر منځ يوه لاینحله دښمني پاتې کیدای شي.

که چیرته داسي پلان وي چې پښتانه دي همداسي په شمال کې پاتې شي خو د شمالي افغانستان برخه دي شي، دا هم ستونزمنه ښکاري، بیا به همدا د افغانستان-پاکستان  د ډیورنډ د امنیتي ستونزې مشکل وی، هر وخت به زموږ نور قومونه (تاجک، هزاره، ازبک او ترکمن) له پښتون قوم سره په ستونزه کې وي.

نږدې ۹ میاشتې مخکې مي په یوه لیکنه کې ویلي و چې امریکا په افغانستان کې د بدخشان له سيمې څخه وزیرستان جوړول غواړي، د همدې وزیرستان ساحه کې به کندز وي او هغه سيمې چې له پاکستان سره پولې ته نږدې وي، چې تخار او کنړ يادولای شو.

همدا ډول ما ویلي و چې همدا سيمې به طالبان تر کنټرول لاندي راولي او د دوی تر لمن لاندي به بهرنۍ مذهبي او اسلامپاله ازبک او چینايي  ډلې فعالیت کوي، او امریکا غواړي له دي لاري له چین او روسيې سره خپله جګړه روانه وساتي.

اوس چې خبره د دویم ډیورنډ او دویم وزیرستان ده او دغه پلان د عمل په لوري د امریکا له خوا روان دی، موږ افغانان په درانه خوب ویده یو.

روسان هم ښه پوهیږي چې په شمال کې د يو بل وزیرستان ډبره کېښودل کيږي، همدارنګه روسان پوهیږي چې امریکا او نږدې ملګري هیوادونه يې پلان لري چې افغانستان په دوو برخو وويشي، د روسانو افغان پېژندونکي څیړونکي او د افغانستان د چارو کارپوهان يې لګیا دي، خپلې څیړنې کوي، نظرونه  اخلي چې د افغانستان وېش په اوس وخت کې د روسانو په ګټه که تاوان دی.

تر ډیره داسي معلوميږي چې روسان هم پر دې فکر  دي چې که افغانستان په جنوب او شمال ووېشل شي نو شمالي افغانستان به له دوی سره ښې اړيکې ولري، او دوی به د جنوب د پښتنو له راتلونکې خطر څخه په امن کې وي.

ولي روسان تشویش لري چې د امریکا اقتصاد ته په کتو سره چې اوس دا دي په منځنۍ آسیا کې يې د شوروري اتحاد په پخوانیو جمهوریتونو کې ډیر نفوذ کړي او د روسانو له پاره يې خلک پارولي چې تر ټولو وروستۍ ناندرۍ يې د اوکراین مسئله ده، روسان همدې ستونزو ته په کتو سره دا فکر هم کوي، چې که افغانستان په دوو برخو ووېشل شي ممکن شمالي افغانستان هم د امریکا تر نفوذ لاندي وي او د روسانو له پاره به سر خوږی وي.

زما په اند د همدې بل ډیورنډ او بل وزیرستان د پروژې د عملې کولو له پاره امریکا ته تر ټولو وړ شخص ډاکټر اشرف غني په نظر ورځي او معلومیږي چې همدې پلان ته ځينې تاجک وروڼه او ځينې هزاره وروڼه هم انتظار دي، دوی په ګډه غواړي چې د خپل واک د بقا له پاره د هیواد له هر ډول  خپلواکۍ او ارضي تمامیت سره لوبي وکړي.

په کور دننه او بهر په ګردو اصیلو، خپلواکو او پر هیواد او ولس مینو افغانانو، د هیواد په ټولو قومونو ږغ کوم چې د دويم ډیورنډ او دويم وزیرستان د مخنیوي له پاره عملا میدان ته راودانګي او معامله ګر سیاستوال پري نه ږدي چې د وروڼو قومونو پر سينه بله توره لیکه تیره کړي.

همدا ډول له ټولو افغانانو غواړم چې د ګډ حکومت مشرانو ته ښکاره کړي چې هیچا  ته به اجازه ورنه کړي چې له پاکستان سره د ډیورنډ لیکه پرته د افغان ولس د ګټو په نظر کې نیولو سره معامله وکړي.

پاچا ظاهر شاه او ولسمشر داوود غوښتل چې له پاکستان سره د ډیورنډ لیکې مسئله د افغانستان ګټو ته نظر کې نیولو سره حل کړي، همدا ډول د طالبانو په وخت کې هم ځینو طالبانو د سردار داوود د ډیورنډ لیکې د حل طرحه خوښوله، د کرزي حکومت هم د ډیورنډ لیکې د ستونزې د حل له پاره پاکستان ته خپلې غوښتنې وړاندي کړي وي، ولي پاکستان پرته د افغانستان له غوښتنو په نظر کې نیولو سره هڅه کوي چې د ډیورنډ لیکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په صفت قبول کړل شي.

همدا خبره چې پر ډیورنډ لیکه د پاکستان له خوا پوستي (باډرمنجمنټ پاینټ) جوړ شي، پخواني ولسمشر کرزي په ۲۰۱۲ ز کال کې په انګلستان کې له پاکستان سره منلي او لاسلیک کړي، اوس د پاکستان هڅه داده چې اشرف غني ورسره د ډیورنډ لیکه رسمي ومني.

بیا هم تکراروم چې که موږ همداسي په درانه خوب ویده یو، يوه ورځ به د دویم وزیرستان او دویم ډیورنډ د پلان بشپړ عملي کیدنې خبر هم له نړیوالو او کورنيو رسنیو اورو، بیا به مو وخت له لاسه ورکړی وي او هیڅ به نه شو کولای، خو اوس که موږ افغانان لاسونه سره یو کړو، معامله کوونکي سیاستوال پري نه ږدو چې د ولس د ګټو پر سرد خپل واک د بقا له پاره افغانان دوه ټوټې کړي، وخت لرو، ولي داهم ستونزمنه ده چې همدا معامله کوونکي سیاستوال به اسانه له واک څخه ګوښه کړل شي.