جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

«
»

د افغانۍ ژړا؛ څوک شته چې غږ يې واوري؟

په داسې حال کې چې ولس شکايت کوي چې په بازارونو کې د زړو بانک نوټونو د ډېر والي په سبب، په راکړه ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي او ځينې صرافان هم دا ډول بانک نوټونه نه اخلي؛ د افغانستان بانک اعلان کړی چې د سنبلې د میاشتې له لومړۍ نیټې نه د افغانیو رنګ شوي، سوري او په وینو ککړ بانک نوټونه نه اخلي. د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور ویلي چې وروسته له پنځه ورځو به دا بانک د افغانیو هغه بانک نوټونه چې پرې رنګ اچول شوی وي، د وینو په څاڅکو ککړ وي او یا په قصدي ډول سوري شوي وي وانخلي. عاشور زياتوي  د افغانستان بانک د نامناسبو بانک نوټونو د ټولولو لپاره یوه زمانې موده ټاکلې چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د وینا له مخې هرکال د ۵ څخه تر ۶ ملیاردو په ارزښت سره افغان بانک نوټونه د زړښت له کبله له منځه ځي. په تیرو لسو کلونو کې شااوخوا ۴۰ ملیارده افغانۍ د زړرښت له کبله د چلښت څخه غورځیدلی دي. د دوی د معلوماتو له مخې هر بانکی نوټ د پنځو کلونو د استعمال وړتیا لري خو د ځینو لاملونو له په دوه یا دريېو کلونو کې بانک نوټونه له چلښته لويږي.

بانک نوټونه ولې ژر زړيږي؟

د خوښۍ په مراسمو کې د کاغذي بانک نوټونو شيندل او پاشل، په لويه کچه د بانکونو پر ځای په کورنو کې د پيسو ساتل، د جيبي بکسو پر ځای په ازاده توګه په جيبونو کې د پيسو ساتل، په ډيری مواردو کې د ميرمنو لخوا د ساتلو په موخه د کاغذ پيسکي پورې د پيسو تړل، د الکترونيکي بانکدارۍ نه شتون او يا ورته پاملرنه نه کول، د بانکي نوټونو د کاغذ د کيفيت ټيټوالی او په عام ولس کې د پيسو د ساتلو د عامه پوهاوي نه شتون؛ هغه لاملونه دي چې د افغاني بانک نوټونو د ژر زوړوالي او له منځه تلو سبب شوي دي.

 

په راکړه ورکړه کې د زړو بانک نوټونو حال

په ټول افغانستان کې د افغانيو زړو بانک نوټونو د پلورونکي او اخيستونکي همداشان په موټرو کې د چلونکي او مسافر تر منځ د لوی جنجال سبب شوي دي. هره ورځ په لسګونو داسې جنګونه ترسره کيږي چې پيل يې له زړو افغانيو د ورکولو يا اخيستلو ترسره شوی وي. په وروستيو کې چې کله د افغانستان بانک د زړو بانک نوټونو د نه چلښت خبر ورکړی دی؛ هره ورځ د موټر چلوونکي او مسافر او يا د پلورونکي او پيرودونکي تر منځ جنجال رامنځته کيږي. يو وايې نوټ دې زوړ دی نه يې اخلم، مقابل کې يې ويل کيږي چې ما خو په خپل کور کې يا خپل ماشين کې نه دی چاپ کړی چې ته يې نه اخلي، بلاخره خبره تر فزيکي شخړې ورسيږي. يعنې داسې ويلای شو چې په وروستيو کې د افغانيو زاړه بانک نوټونه هم په افغانستان کې د دوه نفرو تر منځ د جنجال په يو عامل بدل شوي دي.

ملامت څوک دی؟

د افغاني بانک نوټونو د زړښت او ژر له منځه تلو په ستونزه کې حکومت او ولس په مساوي توګه پړ دي. حکومت ځکه پړ دی چې د بانک نوټونو د کاغذونو کيفيت يې ډير ټيټ دی، ولس ته د پيسو د ساتلو عامه پوهاوی نه ورکوي، بانکدارۍ سيستم ته يې کار نه دی کړی، په ودونو او د خوښۍ په نورو مراسمو کې د ولس لخوا د شيندلو په مخنيوي کې جديت نه لري. او همداسې نور لاملونه.

ولس ځکه پړ دی چې د پيسو د ساتلو فرهنګ نه مراعات کوي، د خوښۍ په مراسمو کې کاغذي پيسې شيندل کيږي، په غوړيو، مبلايلو، وينو، رنګ، نکريزو او نورو مايعاتو په ککړو لاسونو يې اخلي، د جيبي بکسې پر ځای يې په آزاده توګه په جيب کې منډي. ماشومانو ته يې په لاس کې ورکوي، له ورځنۍ اړتيا زیاتې پيسې په بانکونو کې نه ساتي او همداسې نور هم.

د ولس د دغې ستونزې اصلي سبب هم خپل افغاني هويت (افغانۍ) ته ارزښت نه ورکول دي. ځکه ولس ته که د ډالرو يوې افغانۍ نوټ ورکړل شي نو په ډیر درناوي او پوره مراقبت يې په جيب کې په بکسه کې ساتي، حتی دومره دقيقه ساتنه يې کوي چې په منځ يې قات کوي هم نه او تر ډيره هڅه کوي چې ځای ورته پيدا کړي او همداسې سيده يې په جيب کې ځای کړي. خو افغانۍ بيا راواخلي او د پخوانيو زړو ښځو په شان په منځ کې راقات قات کړي، ځينې يې بيا لکه د سګريټ په شکل ميله ترې جوړه وي او ځيې یې بيا د تغويذ په شان شپاړلس ځايه قات راقات کوي.

حل لار څه ده؟

  • که امکان يې وي نو بانکي سيستم دې عصري شي ا و په ورځنيو معاملو کې راکړه ورکړه بايد د نغدو پيسو پر ځای په برښنايې کارتونو ترسره شي
  • نوي بانک نوټونه دې په لوړ کيفيت چاپ شي، یعنې د بانک نوټونو د کاغذ کيفيت او جسامت يې بايد مناسب وي
  • په محفلونو کې د پيسو شيندل د حکومت لخوا په جدي توګه بند شي او پر سرغړونکي دې جرمانه کېښودل شي
  • حکومت دې عامو خلکو ته د پيسو ساتلو عامه پوهاوی ورکړي.
  • ولس هم بايد د بانک نوټونو د ساتلو فرهنګ مراعات کړي.
  • په لويو پلورنځيو او که امکان وي په کوچنيو عامو دوکانونو کې دې هم د ATM ماشينونو ولګول شي.
  • د خلکو لخوا د ورځني ژوند د اړتيا څخه زياتې روپۍ دې په بانکونو کې وساتلې شي.
  • په ازاده توګه په جيب کې د پيسو د ساتلو پر ځای دې په جيبي بکسه کې وساتل شي.

لیکنه : خوشحال آصفي