د افغانستان – سوداګري، ترانسپورت او سیمه ییز اتصال کتاب نشر شو

موږ خوښ یو چې د خپل هېواد یو بل دین مو ادا کړ او د “افغانستان: سوداګري، ترانسپورت او سیمه ییز اتصال” کتاب مو بشپړ او نشر کړ.
دا کتاب د پروفیسور عبدالواسیع حقیقي او زه صیام پسرلي په واسطه لیکل شوی چې د افغانستان د اقتصادي چاپیریال، ستونزې، ستراتیژیک فرصتونه او سیمه ییزې همکاریو په اړه بشپړ تحلیل وړاندې کوي.
د ترانسپورت، سوداګري او سیمه ییز تړونونو څخه نیولی ان تر نړیوال سوداګریز مرکز، د پانګونې فرصتونه، سیمه ایز اتصال، د طالبانو اقتصادي اغیز، کانونو او انرژي پورې بشپړ معلومات وړاندې کوي. په پای کې سپارښتنې دی، چې د سیمهایزې همکارۍ، ډیجیټل بدلون، د هیواد د اقتصادي راتلونکې جوړولو عملي حل لارې وړاندې کوي.
څوک باید دا کتاب ولولي؟
- پالیسۍ جوړونکي او حکومتي چارواکي
- سوداګریز مشران او پانګوال
- اکاډمیک شخصتیونه او څیړونکي
- محصلین او اقتصادي شنونکي
- غیر حکومتي ادارې او نړیوالې موسسې
د لا ډېرو معلوماتو په اړه له موږ سره په اړیکه کې شئ.
درنښت