عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

«
»

د آغلې سهیلا اصغري وردګ(حسرت نظیمي) د نوي چاپ شوي کتاب په اړه یو څو لنډې خبرې

د آغلې سهیلا اصغري لومړۍ کتاب چې د (لمر او باران) په نوم یادیږي پر (۱۳۹۳) لمریز کال چاپ شوی دی.

په دې اثر کې چې په ښکلي ډیزاین او سقافت چاپ شوی دی، (۱۱۰) په زړه پورې شعرونه لیکل شوي دي. میرمن سهیلا اصغري د دې کتاب تر څنګ یو بل نوښت هم کړې دی. دې له خپلو شعرونو څخه یو شمیر انتخابي شعرونه، په خپل خوږ او زړه وړونکي اواز کې دیکلمه کړې دي او په یوه (سی دې) کې یې ثبت کړې دي.

آغلې سهیلا اصغري د دې کتاب یو ټوک په ډیر اخلاص او مینې سره ماته ډالۍ کړې دی، چې زه د زړه له کومې د دې څخه مننه کوم.

د یادونې وړ ګڼم، ښاغلی اکادیمسین سلیمان لایق چې زموږ د هیواد په ادبي او فرهنګي ډګر کې یو نامتو، وتلی، نوښتګر او مخکښ ادیب او شاعر دی د د ې ښکلي اثر په اړه هر اړخیزه سریزه هم لیکلې ده.

ښاغلي لایق صاحب د خپلې  سریزې په یوه برخه کې  د آغلې سهیلا اصغري د ادبي او فرهنګي شخصیت او شعرونو په اړه داسې کښلي دي :

((…. د محتوا له پلوه د میرمن حسرت د شعر دفتر تغزلي ماهیت لري. د دې کتاب ډیرکي شعرونه د مینې او احساس بیان ته وقف شوي دي. خو شاعر د تغزلي شعر په اړخ کې خپلې وطنپالونکې مفکورې او د خلکو په همدردۍ کې خپله وطني عاطفه نه ده هیره کړې او د شعرونو يوه برخه یې رزمي او ملي اندیښنو ته وقف شوې ده.

د میرمن حسرت د شعر يوه ځانګړنه دا ده چې د خپل مهال د ایدیالوژیکو غوښتنو او تبلیغ څخه په څنګ تېرېږي او د ایدولوژیک الزام ته غاړه نه ږدي. په دې اثر کې د هغې سیاسي کرښه په ساده افغاني وطنپالونکو مفکورو کې محدوده شوې ده. د دې په شعر کې ښځه د نارینه سره انډول او مساوي الحقوقه انسان په توګه نګیرل کېږي. هغه په ناسته ولاړه او د ژوند په چارو کې په ښځه باندې د نارینه بدګماني او قیود نه مني او د ښځې لپاره د ملا ډوله سخت دریځو مراجعو ناروا تاویلات چې ښځه د انسانیت دوهمې درجې ته ښکیباسي، په کلکه ردوي… ).

د ښاغلي لایق صاحب د لیکنې په لاسوند په رښتیا سره چې آغلې سهیلا اصغري نه یوازې یوه پیژندل شوې، او خوږ ژبې ویانده، وتلې او نامتو دیکلماتوره ده بلکې یوه تکړه او با احساسه شاعره هم ده، چې د ادب او فرهنګ د پرمختګ او پراختیا په لاره کې یې په بشپړه او فعاله توګه ونډه اخیستې ده او د خپلې همیشنۍ ادبي او فرهنګي مینې او سپیڅلي احساس سره یې د ادب او فرهنګ ډیوې بلې ساتلې دي.

د دې په خوندور او ښکلو شعرونو کې د ټولنیز ژوند بیلابیلې برخې، دهیواد والو دردونه، ناخوالې، کړاوونه، د ټولنې ستونزې او د کډوالۍ او پردیسۍ شپی او ورځې، پاک، سپیڅلي او ملي ولولې او جذبې، د انسان او انساني کرامت، د خلکو اوهیواد سره ژوره انساني مینه او خواخوږي په ډیره روانه، ساده، خوږه، ظریفانه او شاعرانه ژبه په ریښتینې توګه انځور شوي دي.

لنډه دا چې د آغلې سهیلا اصغري ادبي او فرهنګي هلې ځلې او لاسته راوړنې د خورا ستاینې او درنښت وړ دي.

ګرانو د ادب مینه والو دوستانو دا ګټور او ارزښتمن اثر په څو واره لوستلو ارزي او د دې په خوندور او زړه وړونکي اواز کې د دیکلمه شویو اشعارو اوریدل د هر با احساسه انسان او د اوریدونکو په ذهني او رواني حالاتو کې یو معنوي کیفیت، تصور او خیال، مینه، محبت، شور، هیجان اواحساسات راپاروي.

زه آغلې سهیلا اصغري ته د دې ګټور اثرد چاپولو او د دیکلمه شویو اشعارو له کبله مبارکي وړاندې کوم، او دې ته د لوی خدای څخه د بریو،  بریالیتوبونواو د نورو اغیزمنوهستونو په هیله یم.

Soheila

په ډیره ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود