زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د آسيا زړه کنفرانس کې ګډون؛ پاکستان ته امتياز ورکول

د آسيا زړه هېوادونو کنفرانس، چې پاکستان یې کوربتوب کوي؛ د افغانستان پر امنيتي او پرمختيايي مسايلو بحث د دې کنفرانس د اجنډا يوه برخه ده .وړاندې په دې غونډه کې د ولسمشر د ګډون په اړه شک ښودل شوی و ، خو وروسته له  هغې چې ولسمشر د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل، د اسیا زړونو په کنفرانس کې یې ګډون ته زړه ښه کړ.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې پاکستاني چارواکو په یوه وروستۍ غونډه کې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو پریکړه کړې. بل پلو راپورونه وايي، ولسمشر به دا ځل په زغرده پاکستاني چارواکو ته ووايي چې پخلاینې ته له لېوالو طالبانو سره دې جلا چلند وکړي، خو د سولې مخالفو طالبانو پر ضد باید قاطع  عملیات وشي.

خو که له پاکستان سره تيرو اړيکو، د دغه هيواد ژمنو او تيرو ګډو کنفرانسونو ته وګورو نو له دې کنفرانسه هم د خير تمه نشي کيدلای. په وروستيو کې چې پاکستان د افغان دولت او چين له فشارونو لاندې دی او په خپله هم په سياسي انزوا کې د راګير کيدو په درشل کې دی؛ پاکستان ته د ولسمشر غني سفر ګټور نه بلکه پاکستان ته یو ډول امتياز او نړيوال باور ورکول دي. پاکستان چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاتې راتلو له امله د نړۍ د ډېرو هېوادونو له سخت فشار لاندې دی، دلته یوځل بیا غواړي چې نړيوال تېر باسي او څرګنده کړي، چې په دې مبارزه کې له افغانستان سره ګډې هڅې کوي. دا هغه دوه مخی سیاست دی، چې دغه هېواد یې له کلونو راهیسې پر مخ بیایي او له دې سره یې نه یوازې افغان دولتونه بلکې نړۍ هم تېر اېستلې ده.

اصلاً په دغه کنفرانس کې د ولسمشر په توګه د غني ګډون؛ په سياسي لحاظ د افغانستان او په خپله د ولسمشر لپاره مناسب نه و ځکه په یاد کنفرانس کې د نورو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د ځينو سازمانونو غړي ګډون کوي چې په دې کې د ولسمشر په توګه د اشرف غني ګډون مناسب نه دی او بايد چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او يا هم بل داسې کس ګډون کړی وای چې په سياسي لحاظ د نورو هيوادونو له استازو سره په موقف کې برابر وای لکه حکمت خليل کرزی.

اصلاً له پاکستانه لپاره د خير تمه کول د ځان تير ايستل او د وخت ضایع کول دي. دغه هيواد سره خبرې کول؛ اوښ ته رباب وهل دي. تاسې فکر وکړۍ له پاکستان سره تر اوسه، په دې اړوند څومره خبرې شوي، څومره لګښتونه وشول، څومره وختونه ضايع شول او څومره کنفرانسونه او د دواړو لورو سفرونه وشول؟ پايله يي څه شوه؟ دا هر څه پاکستان په اوبو لاهو کړېدي، پايله يي یوازې د پاکستان دوه مخيتوب او تکراري ژمني وې. دغه هيواد هيڅکله افغانستان ته ښه نيت نه لري، له کومې ورځې چې دافغانستان اوپاکستان تر منځ د ‌‌‌‌‌‌ډيورند کرغيړنه ګرښه رامنځته شوې؛ پاکستان تل هڅه کړې چې افغانسان له پښو وغورځوي او خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي.

د آسيا زړه هیوادونو له کنفرانسه هيڅ تمه بايد ونه لرو ځکه دا ډول غونډې په تير کې هم ډیرې شوي او دا ډول ژمنې پخوا هم ډیرې شوي خو يوه ژمنه يي هم نه ده عملي شوې. تل پاکستان د خپل هدف د ترلاسه کولو لپاره په هيڅ ډول غير اسلامي، غير انساني او غير اصولي کړنې سرفه نه ده کړې. د بيلګې په توګه: له مجاهدينو يي ګټه واخيسته، زمونږ ۲۵۰ کلنه اردو يي له منځ يوړه، د کورنۍ جګړې لپاره يي طالب راته جوړ کړ، د افغانستان ټول تاريخي اثار يي نیم په بمو والوزول او نوريي چور کړل او اوس يی هم زړه نه دی سوړ شوی، اوس مو عالمان دالقاعده په نوم ورکوي، قومي مشران مو د جاسوس په نوم ورکوي او په هيواد کې يي قومي نفاق اچولو ته هم زور ورکړی دی. نو له دغه ټولو واقعيتونو څخه د خبراوي  باوجود که اوس مونږ بيا هم له پاکستانه د خير تمه لرو نو دا بيا زمونږ په پوره ناپوهۍ دلالت کوي.

له دغه کنفرانسه په هغه صورت کې د خير تمه کيدلای شي چې ولسمشر د ياد کنفرانس ټولو ګډونوالو ته په واضح ډول او جدي توګه ووايي زمونږ دښمن په پاکستان کې روزل کيږي، تجهيز کيږي، چمتو کيږي او خوندي پناه ځايونه لري؛ تر هغو چې پاکستان زمونږ له خپله کوره ونه باسي او روزنه او ملاتړ يي بس نه کړي؛ له دغې هيواد سره به هيڅ ډول اړيکې ونه ساتو. ولسمشر بايد د یاد کنفرانس له لارې په افغانستان کې د روان جنګ ادرس څرګند او نړېوالو ته په ګوته کړي. غني باید د اسيا زړه په کنفرانس کې پاکې او سپينې خبرې وکړي او په هېواد کې روانې ناامنۍ ته د حل لارې چارې ولټوي.

 

لیکنه : خوشحال آصفي