مرگ ارزش و اخلاق

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

از دوری ی میهن سوزم!

امین الله مفکر امینی     2026-01-02! چنان از دوری ی میهن سوزم بجان…

        یک نـامـه به تاریخ؛ و یک نـخوانـدنی ترین!

با هدیه سلام ها و احترامات قلبی و وجدانی؛ این…

افغانستان؛ از کانون تروریسم فراملی تا عرصه‌ی مانورهای ژئوپلیتیک قدرت‌های…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دو دهه‌ی اخیر به یکی از…

گلهای خشم کلان شهرهای بورژوایی

Baudelaire, Charles (1821-1867) آرام بختیاری شعر نو بودلر میان: نیما، هدایت، و…

                                            واقعیت چیست

واقعیت با نظریات مختلف و دید گاه ها ی متنوع…

هزیان تب آلود!

شدت تب تروریسم که بیش از نیم قرن استبلشمنت پاکستان…

 افغانستان قربانی سیاست‌های امنیتی منطقه‌ای است، نه متهم دائمی

نور محمد غفوری در سوسیال میدیا خواندم که وزارت دفاع طالبان…

وحدت نیروهای ملی دموکراتیک ومترقی

وحدت بمثابه واقعیت انکار ناپذیری ضرورت تاریخی در برابر استعمار…

عدالت اجتماعی

نوشتهء نذیر ظفر‎عدالت روزی پیـــــدا میشه آخر‎سفاکان ترد و رســـوا…

خودتحقیری و خودتخریبی؛ تبیین فلسفی مفهومی

۱. خودتحقیری (Self-Denigration) در معنای فلسفی، خودتحقیری حالتی است که در…

سرمایه‌داری لیبرال و واکنش سوسیال‌دموکراسی

نور محمد غفوری تقابل، اصلاح یا همزیستی انتقادی؟ مقدمه سرمایه‌داری لیبرال به‌عنوان نظام…

             تشدید تنش تهران و واشنگتن؛ پس‌لرزه‌های منطقه‌ای آن

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت دیکتاتوری‌های دینی؛ آزمون بقا برای اخوندیسم و…

دربارۀ «اصولنامۀ جزایی محاکم» اداره طالبان

اعلامیۀ انجمن سراسری حقوق؜دانان افغانستان بنام خداوند حق و عدالت انجمن سراسری…

هر که را مشکلی است!

امین الله مفکر امینی          2026-30-01 ! هر که را مشکلی باشد ناچار…

آ.و. لوناچارسکی

برگردان. رحیم کاکایی و.گ. بلینسکی پیشگفتار مترجم درباره ویساریون بلینسکی نویسنده، منتقد…

برهنه گویی و عریان سالاری؛ سیاستِ بی‌پرده و حاکمیتِ بی‌نقاب

نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی از زوال مشروعیت و فروپاشی پوشش های…

لیبرال کپیټالیزم: تاریخي شالید، بنسټونه او علمي نقد

نور محمد غفوری لنډیز  لیبراله سرمایه‌داري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم)…

همراه جمیله، وداع با گلزری!

Aitmatow, Tschingis) 20081928- ) آرام بختیاری سوسیالیسم، دیالکتیک وحدت خلقها شد. چنگیز آیتماتف،…

کیست ژورنالیست ؟

هرکی مایک در اختیارش بود ژورنالیست نیستیا  به یک رسانه …

«
»

دیوه پیشنهاد طرح د افغانستان د بحران د ختمولو په خاطر

لیکنوکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د اکتوبر ۲۷مه ۲۰۱۶ کال .

هر چا هر چیرې یعنې په ویبسایټو کی ، په ګردیو میزو کی ، په مصاحبو کی ، په کنفرانسو او غونډو کی او بل اخره په فیسبوک کی ډول ډول مضامین او مقالی ولیکلی او جمهورو ریسانو هم داسې یوه جامع یا قاطع ستراتیژي یا پلتفورم را منځ ته نه کړواو د خلکو سره مطرح نه کړو چی د هغو په نتیجه کی یک تیر و دوپاخته شی ، زه وروسته له ډیر فکر او تعمق نه دی نتیجی ته ورسیدم چی په وړو جزیرو یعنی په وړو حزبو د افغانستان معضل او په افغانستان کی امنیت او دایمی صلحه نه را منځ کیژی نو بل اخره می د نورو هیوادو په شان چی یو ډول یا یو رقم پرابلمو سره مواجه وو او هلته هم لوی بحرانونه را منځ ته شوی وو نو بل اخره په هر شکل چی وو دوی دهیوادو د نجات له پاره یو داسې میړه ، ژغورونکي ، وطن پرست انسان پیدا کړل چی بل اخره هغه هیواد چی د اتومی او هایدروجنی بمو خاوند وو ورته نجات ورکړو ، مثال یی د روسی فدراسیون وو ، دروسی فدراسیون هم د نا اهله – خود خواه – بیګانه پرسته – مزدورو – خاینو جمهورو ریسانو لکه (( ګرباچوف – یلتسن )) او همدارنګه د هغوی تر څنګ نور حریص- خودخواه – مریض – تجزیه طالب کسان لکه ( یبلکه – نیمڅوف – ګیدروف – سکولوف – ورینیکوف – روتسکوی – چوبایس – او ډیرنور تاسې) ور علاوه کړی روسیه داسی یوه خونړی داخلی جنګ ته رهنمون کړه چې ټانکونه د مسکو شهر ته دننه شول او په سپینه مانۍ د صدارت ېې دزی وکړی او یوه علنی کودتا دغو وطن فروشانود یلتسن په رهبرۍ وکړه ، هلته نور جدای طلبه او په خارج کی د کمونستانو په ضد کسان لکه ( شالزینیکین – او د لننګراد یو بل د یلتسن تیوریک نفر نوم ېې ( سبچک وو ) روسیه دغو خراب بحران ته رهنمون کړه ، خو بیا هلته یو ډیر باشخصیته کمونست ( جنرال او د بیروی سیاسی غړی او د ، (ک ګ ب ) د خارجی روابطو مشر پریماکوف نومۍ ) او بل یو ېې (ولادیمیر پوتین) او ننۍ صدراعظم ( میدویدوف ) ، یعنی دغو دریو کسانو روسی ته نجات ورکړو ، غرب یعنی امریکا قریب وو دغه هیواد منفجر کړی ، ددغو قوی ثبوت او مثال په مدنظر نیولو سره زه پیشنهاد کوم چی د افغانستان دري روحاانی شخصیتونه ( حضرت صاحب مجددی – پیرصاحب ګیلانی – سیدمنصور نادری ) په راس کی ، او د لویو مولیانو یوه لویه ډله ور سره ملاتړ ( د روحانیت لویه شورا چی تعداد یی ۲۰۰ تنو ته ورسیژي ) په افغانستان کی د (( دلوی افغانستان د نجات ملی جبحه )) په نامه د افغانستان په ټولو ولایتو کی د افغانستان د ننی او ستر خونین ناورین د ختمولو له پاره د ولایتو او ولسوالیو په منځ کی مطرح او بیطرفه او وزن لرونکی ، قوی سپین ګیري او لویانو په مشرتابه سره ددغو جبحی تهداب کیږدي او دغه جبحه باید اقلا د (۵) نه تر( ۷ )  ملیونه کسان ور شامل شی ، هغه احزاب چی د وطن د نجات او امنیت او ترقۍ موضوع ورته تر هر څه نه ډیره مهمه وی هم ورسره  یو ځای شی ، دغه لویه ملی جبحه به د انتخاباتو – دمقام او چوکیو له پاره د شخصیتو تعین او تقرر هم د تحصیلاتو ، تخصص او تجربی په اساس وګماری او له دی طریقه به په لومړی سر کی د مکلفیت عسکری دوه کلنه دوره دسره رواج کړی او داسې یو ملی او بیطرفه وسله وال پوځ جوړ کړی چی په نړی کی بیساری وی ، بودجه ېې د معادنو او مخدره توکو له انحصار نه شروع کړی ، ځکه معادن دیوه سره د ټولو افغانانو ملی سرمایه ده او په هر افغان او ددوی په کورنیو پوری اړه لری ،د دی جبحی ایدیالوژي (( فقط ملی یووالی – افغانیت – اسلامیت – دیموکراسی او ترقی )) ده هیڅ ډول خارجی او بیګانه تیوری او ایزم ته د تبلیغ او ترویج اجازه د ملی جبحی په چوکات کی ځای نه لری ، او نه ور کول کیژي ، یو قوی نشنلیست افغان حکومت او دلوی افغانستان منظومه جوړول د جبحی د ستراتیژۍ اساس او تهداب قبول شی ( نشنلست په دی مفهوم چی افغانستان فقط د افغانانو هیواد او ځای دی ، بیرونیان او خارجیان فقط د توریست یا میلمه حیثیت لری هیڅ ډول باداری او مداخله د لوی افغانستان په داخلی او خارجی چارو کی ور ته اجازه نه ورکول کیژي )، په هیواد کی د ننه دلوی افغانستان د ننه  ددغو (( جبحی تر څنګ شپږ نور احزاب یا جنبشونه یا نهضتونه یا جبحی جوړی شی ، لکه د سونیاسلامی احزابو اوه ګونه تنظیمو جبحهد شعیه اسلامی اته ګونه تنظیمو جبحهد دیموکراتانو جبحهد جمهوریخواهانو جبحه – د سوسیال دیموکراتانو جبحهد چپی ګوندونو جبحه )) او متباقی احزاب دیوه سره لغو شی ، دلوی افغانستان د نجات ملی جبحه باید نوۍ ریس جمهور – معاونین – وزیران – معینان – دادارو ریسان  –  والیان – د والیانو معاونین – سفیران او نور دیپلومات کارمندان د جبحی له منځه فقط د تخصص او تحصیل له رویه وټاکي ، هیڅکله د قوم ، ملیت ، ژبې او سمت په لحاظ تقسیمات ونه شی ، ننۍ بحران چی بیا د جنرال دوستم په مشري نوې شوغلی را پورته کړې وطن یوه خطرناک بحران ته بیایی ، هیله کوم دغو حالت ته ډیر ژر د پای ټکي ورکړل شی او د افغانستان ملی جبحه فورا ددریو روحانی شخصیتو په زعامت په کار شروع وکړی او افغانستان ته د هره لحاظه نجات ورکړی .