جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

دمارچ اتمه یا د نړی دښځو د پيوستون ورځ

دادی بیاهم له دی سرلیک لاندی د نړی په ټولو هیوادو کی دا ورځ له د هر کال په شان لمانځل کیږی .

خو پوښتنه داده چی موږ ددی ټولو شعاری لمانځلو نه په عمل کی د ښخو لپاره څه لاسته راوړنی لرو ،په تیره بیا زموږ په ګران هیواد خو ویجاړ او جګړه ځپلی هیواد کی پدی دو راورستیو لسیزو کی د ټولو نورو بدبختیو تر څنګ ښځی د سختو کړاونو او ناخوالو سره لاس او ګریوان دی ،نو څه ډول مثبت او رغنده کارونه د هغوی د ژوند په چارو کی سرته رسیدلی دی ، چی و هغو ته زړه ښه کړو او په دی ډول لمانځونو قانع او خوښ اوسو ،ښه به داوی چی زموږ د ټولنی د ښځو و ژوند ته یو ځغلنده نظر واچوو :

هغه داچی پدی ورستیو کلنو کی د هغو په ژوند کی کوم مثبت بدلونونه راغلی دی له بدمرغه چی د هغو ژوند ورځ تر پلی تریخ او دداسی کړاونو ،بدبختیو او ناخوالو سره مخ دی چی ساری نلری .

د اکثرو ټول انسانی حقوق په ټولو ټولنیزو  ، بنستیزو او سیاسی برخو کی تر پښو لاندی شوی دی .

همدا ډول زموږ د ټولنی د ښځو په ژوند کی که کوم محدود او نسبی اوښتون او بدلون هم وینو هغه ټول  د کابل او نورو ځینو ولایاتو په مراکزو کی دی ّهغه هم د ځینو په شمارو ښځو بوختیا  په ځینو لږو دولتی او یا نورو برخو کی ده  چی د سلو نه لس فیصده هم نه شمیرل کیږی چی دا حالت ډیر د اندیښنی وړبللای شو  ، که موږ پدی راورستو دولسو یا دیرلسو کلو کی د نړی د لویو او بډایو هیوادو لکه د امریکی دولت  او یا دناتو چی ټول شپږ څلویشتو هیوادو  په میلیاردو ډالره  مرستو ته وګورو چی زموږ هیواد  سره شوی هغه د ښخو د ژوند په پرتله وڅیړو نو په یقین چی د افغانو ښځو د ژوند په چارو کی پنځه فیصده هم بدلون ندی راغلی  .

ددی ټولو سره سره له بدمرغه د افغانو ښځو په ژوند کی نه یوازی داچی کوم بدلون نه لیدل کیږی ورسره تر هر وخت نه ډیر د ناخوالو ، بدمرغیو ، تاوتریخوالی ،رنځ او کړاوو سره ژوند تیروی .

همدا ډول زموږ د ټولنی ښځی د مور ،خور ، لور په نامه هره ورځ کرکی وړ او شومو پیښو په اور کی لاس او پښی وهی .

ددوی په وړاندی هغه ترځی پیښی او ناخوالی سرته رسیدلی چی ساری یی د نړی په کچه یا خو نشته او که یی هم ډیری لږ به وی ، افغانی ښځی د ټولنی د سیاسی حالاتو ، د بنسټیزو نابرابرو ، ټولنیزو ،فرهنګی ،کلتوری ،او زړو سننو قربانیانی وی او دی .

دا ځکه چی زموږ افغانی ټولنه له سیاسی پلوه یو بی ثباته ټولنه ده او دا بی ثباتی د ټولو ناخوالو لپاره لار پرانیستی ده .

همدا ډول زموږ د ټولنی اقتصادله بده مرغه نا انډوله حالت لری په تیره بیا ټولی اقتصادی پخوانی پروژی چی د یو هیواد اصلی  او بنیادی بنسټ جوړوی یا خو بیخی له منځه تللی او که ځینی یی  شته هم وی نو له بده مرغه هغه هم په ټپه ولاړی دی .

یو تر ټولو لوی او غټ بحران همدا دی چی زموږ هیوادوال په تیره ځوانان او ښځی د بیکاری او لوږی سره مخ دی .

د اوسنی دولت د غلطی سیاسی پالیسیو نتیجه ده چی په هیواد کی یی د ناراضو ډلو په ډیریدو هم اغیزه کړی ده .

ددی ټولو بدبختیو سرچینه د افغان دولت نا انډول سیاست ،له قانونه سرغړونه و د ټل والو او بشری جنایت کونکو شتون په دولتی لوړ پړو څوکیو کی ،په لوړه کچه اداری فساد ، ددولتی او شخصی مځکو د غاصیبینو سره هم ږغی ،د مخدره توکو د کرنی او په سواداګری کی ددولتی چارواکو ښکیل د مافیایی ډلو سره  ، دا ټول هغه مهم ټکی دی چی په نتیجه کی یی ددولت او ولس ترمنځ واټن جوړ  رامنځته کړی .

دا یادشوی پورتنی عوامل د افغانی ټولنی د سیاسی کړکیچنو حالاتو یوه وړه بیلګه ده چی  زموږ د ټولنی پر ټولو برخو او ډګرونو په تیره د افغانو ښخو پر ژوند چی د هیواد شپته فیصده جوړوی تر ټولو لویه اغیزه اچولی ده .

په تیر زموږ د هیواد ښځی یی د ډول ډول ناخوالو ،کړکیچ او تاو تریخ والی سره مخ کړی دی .

زموږ د هیواد دښخو د وزارت د ورستیو څیړنو له مخی یوازی په راوروستی کال کی افغانی ښخی د څلورو زرو ترخو پیښو سره مخ شوی دی ،خو دا چی څومره نوری پیشی د میدیا ،مدنی ټولنو ، د ښځو د وزارت ، دښخو د شوراګانو ، د ښخو د فعالو کړیو تر غوږ ندی رارسیدلی د هغه شمیره به څو وی  دا نو معلومه نده ؟؟

ددی څیړنی سره داسی ښیی چی زموږ په ټولنه کی په هر نیم ساعت کی یو ښځه  د تاووتریخوالی اصلی قربانی ده .

دلته به د څو پیښو یادونه وکم چی زموږ تر غوږو هم رارسیدلی دی

په هرات کی د ستاری په نامه دیو مظلومی د شونډو او پزی غوڅول د خپل میړه له خوا ، د هلمند د نادعلی دولسوالی داته کلنی سپوږمی باندی دوروراو پلار په مشوره د انتحاری واسکټ اغوستل ، په زابل کی پر یوی دولس کلنی نجلی تیری او بیا وژل ، په هرات کی ددویشت کلنی مریمی وژل د خپل میړه په لاس ، په غزنی کی د یوی شپاړس کلنی نجلی غړغړه د خپل میړه په لاس، په کندز کی دیوی ښخی سنګساریدل بی له محکمی او قانونی فیصلی و په ارزګان کی د فیروزی پولیسی وژل د نامعلوکسانو له خوا ،بیا هم دارزګان په ولایت کی د ملالی ښوونکی وژل  ، په بغلان کی د یوی ښخی وژل د خپل میړه په لاس ،همدا ډول په زرهاوو د تیشتی  ، د طلاق ، جبری ودونو ،د وړو او ځوانو نجونو ودیدل په زور او جبر ، د وړو ،ځوانو او نورو ښخو خرڅلاو د هیواد نه بهر په ځینو هیوادو کی ، د ښځو تبادله د حیواناتو لکه وزی ،غوا ، سپو او نورو ،دا ټولی هغه پیښی دی چی په راورستو کلو کی زموږ دهیواد ښخی یی ګالی او هره ورځ ورسره له بده مرغه مخ دی خو بده یی لا داده چی ددی مظلومو ښخو ږغ هم تر هیڅ ځایه نه رسیږی .او نه هم کوم مرجع ددوی د ږغ د اوریدو لپاره ښته ځکه پدی ټولو پیښو کی تر ډیره کچه ټوپک وال او زور داره لاس لری او دخپل زور او پیسو په وړاندی دهرڅه نه برخورداره دی او ځینی لږ پیښي هم د خوارو کورنیو د مجبوریت ،خواری او بیکاری او یا کله کله د مخدره توکو باندی د اخته کسانو له لاسه سرته رسیږی .

نو ددی ټولو بدو ،ترخو او ځورونکو پیښو سره پکار ده چی  د مارچ اتمه نیټه یوازی د یو څو رسمی ناستو او محافلو کی ونه لمانځل شی .

زما په اند پکار ده چی پردی ټکو او انسانی غوښتنو غور او پام وشی ، د ټولو فعالو سازمانونه ،مدنی ټولنو ، د ښځو د چارو فعالو ، او د افغانستان راتلونکی نوی دولت دی ټکو ته پام او د عملی کیدو لپاره یی په عمل کی ګام پورته کړی :

لومړی ‎‎:

په هیواد کی د سولی د راوستو لپاره عملی هڅی او هاند سرته ورسیږی او دی هدف ته د رسیدو لپاره پکار ده چی د حګړی د ښکیلو اړخونو سره رښتینه سوله ایز پلان جوړ او عملی شی او د هغو سره د رشتینی خبرو کولو لپاره عملی ګام پورته شی .

دوهم :

د ښځو د ټولنیزو پرمختیا لپاره د رښتنی سولی د فضا رامنځته کول ، او ښځو ته د انتخاب او ګډون په مساویانه ډول حق ورکول او ددی کار لپاره بیا هم دعمل غوښتنه ضروری ده چی سرته ورسیږی .

دریم :

د ښخو د زده کړی او سواد لپاره د افغانی ټولنی پر ټولو اړینو برخو ږغ وشی لکه مدنی ټولنی ،ښوونځی ،پوهنتونونه ، مسجدونه ،علما او پوه روحانیون ،ځوانان او قومی مشران

او ددی کار د عملی سرته رسولو لپاره باید مالی ،پولی او مصرفی تخصیصونه په ګوته شی .

څلورم :

د ټ،لو هغو قوانینو په وړاندی ددریځ نیول چی د هغو نه د تبعیض بوی پورته کیږی ، او داسی ټکی په قانون کی وضع او اضافه شی چی د برابری اصل په نظر کی وساتل شی .

پنځم :

په ټولو ټولنیزو ،پرمختیایی او سیاسی برخو کی د ښځو او نارینولپاره د کار مساوی حق په نظر کی ونیول شی .

شپږم :

د هغو ښځو لپاره چی د کورنی مشری په غاړه لری د هغو لپاره د ښه کار لټول او ددی کار د کولو لپاره عملی هاند او هڅی تر سره شی .

اوم :

د هغو ښځو لپاره چی په جګړو او نورو ترخو پيښو کی معیوبه او یا معلوله شوی دی د کار د جذبولو زمینه برابره شی .

اتم :

د ټولو ښځو او ماشومانو لپاره د وړیا صحی مرستو د ګټی اخیستو زمینه برابره او عملی شی .