نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

در برابر جنایات ضد انسانی حلقه انسانیت ستیز طالبانیزم باید…

بصیر دهزاد  در هفته های اخیر افغانستان شاهد تشدید ارتکاب یک سلسله جرایم و…

از شمس النهار  و تجدد 

تا : نشريه «شريعت  » و تعصب کور ملا کراسی طالبانی  مصداق حال ما کلام شاعر…

 کاسیرر؛ فلسفه یعنی تئوری شناخت

آرام بختیاری تئوری شناخت جناب کاسیرر؛ متافیزیکی و لیبرالی است.   ارنست کاسیرر(1945-1874.م)،…

«
»

دلوی افغانستان د نه جوړیدو په خاطر ۳۸ کاله پخوا استخباراتی جګړه پیل شوه

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک ، لندن د اکتوبر لسمه
کله چې داود خان قدرت تر لاسه کړو ، پشتنانه او په مجموع کې افغانان په دې  فکر کې  شول چې اوس د لوی افغانستان منظومه جوړیژي او پشتونستان ازادیژي او دمصنوعی خط ( دیورند ) دواړو خواوو ته پشتانه سره یوځای کیژي او زموږ تاریخی سرحد ( داټک سیند را ژوندۍ کیژي او ګوادر دغه د پشتنو ګودر بیرته د لوی افغانستان بحری بندر کیژي ، خو امریکا ، غرب او پنجابیانو داود خان ته توطیه جوړه کړه ، اول ېې د ( اسلامیستانو کودتاګانی ورته قطار کړې ، د خانمحمد مرستیال او بیا په مشرقی او جنوبی خلک ورته وبوږنول  او دحکمتیار – ربانی – فیضان الحق ) او نورو اسلام پالو په ذریعه ېې داود خان ته مشکلات خلق کړل ، امریکا د ایران پادشاه ( محمد رضا شاه ته او د عربستان ملک فعهد او د مصر ریس جمهور ته امر صادر کړو چې داود خان د شوروی له خوانه بیرته د غرب خواته متمایل کړي او د ایران په ذریعه ېې د ۲ملیارده ډالرو مرستې وعده ورکړه ، چې دا هم صرف په کاغذ کی وه ،نو بیا شوروی داود خان ته پیشنهاد وکړو چې ډیر د غرب خواته تمایل مه ښیه ، خو داود خان چې په سیاست ډیر بلد نه وو او دیپلوماسې ېې نه وه زده نو ېې بیژنیف ته سخته خبره وکړه چې ګویا موږ مستقل هیواد یو او د هیچا دیکټاټ نه منو دهر چا سره چې دوستی کوو دهغو سره ېې کوو ، شوروی مشرتابه داود خان ته تلک کیښودو او د داود خان په واسطه ېې دداودخان اصیل ملګری چې اکثریت ېې خلقیان او پرچمیان وو له کاره ګوښه کړل او یو ګوند ېې د غورځنګ ملی په نامه  تاسیس کړو ، ده فکر کاوه چې کودتا کامیابه وه او حکومت ټینګ دی او دري وزارتونه ېې په خپله اداره کول چې دیوه زاړه له پاره ډیر مشکل کاروو ، او په دغو وخت کې امریکا مخصوصا (آی اس آی ) د امین د طرفدارانو په ذریعه د پرچمیانو تیوریک رهبر او مشر (( میراکبر خیبر ) په رڼا ورځ د مکروریانو د مطبعی مخی ته ووژلواو د حزب دیموکراتیک خلک ګوند د دوه واری وحدت نه هم څو میاشتی نه وې تیرې چی په ګوند ېې یوه قوی ضربه وارده کړه او د میراکبر خیبر د خښولو په مراسمو کې (( نورمحمد ترکي – ببرک کارمل )) په داودخان سخت سیاسی او لفظی ګذارونه وکړل ، د خښولو دمراسمو مشرتوب د ( کریم میثاق په غاړه وو ) ، بیګاه ته داود خان اظطراری غونډه جوړه کړه او هلته ېې د حزب دیموکراتیک د مشرتابه د نیولو فرمان صادر کړو او دسیاسی بیرو غړی البته بیدون له امین څخه نور بندیان شول او د امین په فرمان سهار دورځي په لسو بجو د اوومی دثور انقلاب د څلورمی زغروری قواا له خانه او د هوایی قطعاتو له خوانه پیل شوو چې مشری ېې اسلم وطنجار – محمد رفیع – سیدمحمد ګلاب زوی – محمدعمر – قادرخان هراتی په غاړه درلوده ،داود خان د ۲۸ نورو ملګرو سره د امین او ترکی په امر په داسې حال کی چې ببرک کارمل د داودخان د وژلو طرفدار نه وو خو سلیمان لایق ور ناری کړې چې دا فرعون د ووژل شي او داودخان چې د ارګ په تاکویو کې اسیروو د انقلابی افسرانو په واسطه ووژل شوو ، دغه توطېې دیوه سره د ( امریکا او پاکستان ) په مستقیم امر او فرمان په افغانستان کی عملی شول ، اوس ېې زمینه دی ته برابره کړه چې د اوومی دثور په ضد بیرته د اسلامیستانو نه استفاده وکړي او په لومړي قدم کی ېې ( احمدشاه مسعود او حکمتیار ) اسلام اباد ته ضیاوالحق ته وروستل او ضیاوالحق هر یوه یوه یوه لاسی تفنګچه بخشش ورکړه او بیرته ېې د چترال له لاری پنجشیرته را ولیږل او په پنجشیر کی دواړه سره برخلافه او سره جلا شول ،نو ېې د اته ګونو مجاهدین رهبران پیښور ته احضار کړل او اته ګونه شعیه رهبران ېې ایران ته ولیږل چې هلته دغه اته ګونه او اووه ګونه مجاهدین د ثور انقلاب په ضد افغانستان ته د ترور – تخریب- ورور وژني او چپاول له پاره وکاروی او پاکستان تیوریک او تبلیغاتی کمپاین پیل کړو د حزب دیموکراتیک په ضد ېې تخربی او تربیتی کمپونه په پشتونخوا کی جوړ او عربانو او غربیانو ېې د تمویل او تربېې ټول مصارف په غاړه واخیستل ، نورمحمد ترکی د شوروی نه د مرستی غوشتنه وکړه خو په اول کی ېې ور نه کړه بیا کله چې د ترکی او امین تر منځ جنجال پیدا شوو او ترکۍ چې دروسان خاص دوست وو د امین له خوانه ووژل شوو نو بیا روسانو د ترکی د طرفدارانو ( سیدمحمد ګلاب زوی – اسلم وطنجار – اسدالله سروری – او شیرجان مزدوریار ) په خوله د ببرک کارمل سره یو ځای ددوی په رهبری شوروی قطعات افغانستان ته واستول چې دغه هم د امریکا او پاکستان یوه خاینانه پروژه وه او ددشمنانو ( داخلی اسلامیستانو او همسایه ګانو ، پاکستان – ایران او عربانو ) په مرسته ېې  دثور انقلاب په ضد نور وسیع پلانونه ترتیب کړل لکه چې هیلاری کلنتن وایی موږ مجاهدین او طالبان مسلح کړل بن لادن او القاعده مو د ۲۳زرو تروریستو عربانو په رهبری افغانستان ته ګسیل کړل – هر ډول وسلې مو ور کړې تر څو شوروی پوځونه ورباندی دماتي سره مخامخ کړو ، دایو ډیر اوږد بحث دی په دی مورد زما کتابونه د ــ بیستری مردم افغانستان یا د افغانستان د خلکو بی ستری چې په ۴۰۹ صفحو کی لیکل شوۍ ولونۍ.
اوس راڅم د جنګ ادامی ته !  دحامد کرزي چې په خپله اعترافونه کوی او اشرف غنی حکومت هم د امریکا او پاکستان – ایران او عربانو له توطیو سره مخامخ دی ، وطندارانو مجاهدین او طالبان دیوې سیکی دوه مخونه دی ، دواړه طرفه ځانونه مسلمانان او د شریعت غرای محمدي نه دفاع خپل اصول او مرام بولي ، دغه دواړه ډلې د اوله بیا تر ننه د ( دامریکا او پاکستان او عربانو ) په مستقیم امر او فرمان او ددغو هیوادو په مادی او تربیتي مرستو زموږ خلک په مختلفو بهانو وژني ، اخرینه بهانه ېې دا ده چې خارجی قوتونه له وطنه ووزي او یو اسلامی نوی تیپ حکومت جوړ شي اساسي هدف ېې دا دی چې دوی باید وزیران – والیان – معینان – ریسان – قوماندانان – سفیران – شاردزافیران شي ، تر څو ځانونه ملیاردران کړي ، څوک نن ویلای شي مجاهدین – رهبران او قوماندانان ېې د وطن او خلکو په قصه کې وو – دی او وي به ؟؟ ایا انتحارونه -بم ګذارۍ – د شاه شهید او کندز-هلمند اواچین ولسولیو ناورینونه نه وینۍ، دغه ټول ددوی توطېې دي.
زه شخصا په دغو رهبرانو – قوماندانانو – طالبانو – داعشیانو او په راس کې ېې ( پاکستان – ایران – عربانو ) یوه زره باور او اعتماد نه لرم ، دغه ډلې تر هغو چې امریکا اوغربیان په افغانستان کی وي افغانستان ته صلحه – امنیت – ترقی نه را ځي ، صلحه افغانستان ته هغه وخت راځي چې ریس جمهور یو وي – دوه نفره حکومت رهبری نه کړي – امر او قومانده واحده وي – وسله وال پوځ د هوایی او ټوپچي لحاظه – ټانک او را کټو لحاظه – مهاتو – اعاشې لحاظه تر ستونیه مسلح او مجهز وي ، یو بیطرفه وسله وال پوځ وې ، مصلحتی – تنظیمی – مخفی – اجیر – مزدور – د ( آی اس آی او امریکا د جواسیسو نه فارغ وي ، ډیره مهمه خبره داده چې (( ریس جمهور د ارادی – اختیار- امراو قوماندي اختیار دارکل وي )) ،سیاسیون ، مبصرین وایی موږ بیدون له امریکایی یا جهانی مرستو خپلو سربازانو ته معاش یا ډوډۍ نه شو ورکولای ، اقایون ، اول سوال دادۍ چې کدرونه بیدون له تعصبه ، بیدون له قوم ګرایی نه ، بیدونه له مصلحته ، بیدون له واسطېې نه ، بیدون له رشوته ، تعینولایشۍ که نه؟؟؟ نقش د شخصیت په تاریخ کی مطالعه کړۍ ، شخصیتونه هیوادونه رهبری کوی لنډ مثالونه ېې (( ولادیمر پوتین – السیسي – نظربایوف – انګیلامیرکل – صدراعظم انګلستان دیویدکامرون ) وغیره، که زه د کندز والی تعین شوای وۍ دغه تراژیدي هرګز نه پیښیده په کندز کی خوزه نه اشرف غنی او نه عبدالله عبدالله تعین نه کړلم ؟؟؟؟؟؟؟ بیا ډیره مهمه خبره داده چې د مکلفیت دوره باید رایجه شي ، بیا باید ټول هغه معادن چې د شخصی کسان یا توپکسالارانو په واک کی دی لکه د قیمتی ډبرو – کرومایتو ډیر ژر ملی شي او هر کال لا اقل ۵-۷ ملیاردو ډالر ددولت بودجی ته لویژي او نظامی مشکلات مو رفع کیژی ، که دغو موضوعاتو ته چې ما ورنه خط ایستلۍ جدی توجه ونه شي نه تنها د کندز ولایت بلکه نور ولایتونه هم ددشمن لاس ته ور ځي ، نور مو خوښه ماخپل نظر درته بیان کړو