به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

دلوبي له پاره لوبه !

  انجنير سيد عبدالقادر                                             ۱۷ ــ ۱ ــ ۲۰۱۴

لومړي برخه : دامنيتي تړون دنه لاس ليک په اړوند يوه کتنه :

دوهمه برخه : دامنيتي تړون تراحتمالي لاس ليک وروسته دافغان ولس برخه ليک :

لومړي برخه :  ځيني وخت استعماري ځواکونه تر اشغا ل لاندي هيوادونو کي و خپلو نا رواه مخو ته د رسيدوپه مقصد  دولسونو دتير وتلو له پاره دزړي لوبي د کاميابي او یا شاته تګ له پاره دنوي لوبي څخه کار اخلي ، چی په اوس مهال کي افغان ولس دا لوبه  داشغالګرو او لاس پوڅو له خواه دکورنيو او بهرنيو رسنيو پر مخ  په خپلو سترګو باندي ويني  ۰ داهغه  نوي  لوبه ده چی دامنيتي تړون د نه  لاس ليک کولو له پاره شروع سوي ده ۰ او ظاهرآ داسي ښکاري چی کرزي داشغالګرو داصلي استعماري مخو څخه پس له دولسو کلونو په داسي مهال کي پوهيږي چی دحاکميت دوره يي يوازي يو څو مياشتي پاته ده ۰ نيژدې د دوو مياشتو را په دې خواه د کورنیو او بهرنیو رسنیو له لاری داسی معلومیږی چی ،   دکرزي او د اوباما داداري دلوړ پوړو چارواکو تر منځ دافغانستان او امريکا تر منځ  دامنيتي او دفاعي تړون دلاس ليک کولو پر سر باندي ناندري ورځ په ورځ مخ پر ډيريدو دي ۰ او کرزي صاحب پر خپلو هغو  درو  وړانديزونو باندي ټينګار کوي ، کوم چی په اصطلاح  دعنعنوي لويي جرګي په وروستۍ ورځ يي په خپله وينا کي اعلان کړل ، او وي ويل چی :  دامريکا له طرفه  ددغو درو شرطونوپه منلو سره به  بيا زه دامريکا سره دا امنيتي تړون لاس ليک کړم ،  يعني  (امريکايي ځواکونه به نور دافغانانو د کورونو پلټنه نه  کوي ،  د سولي دپروسي عملي پيليدل به شروع کوي او دپاکو ټولټاکنو تر سره کيدل به تضمينوي  ۰ )

دامنيتي تړون د نه لاس ليک  په اړوند امريکايي مختليفو چارواکو لکه دامريکا ددفاع او بهرنيو چارو وزيرانو ، لوي درستيز ، دامريکا دسنا يو شمير غړو ، دناټودتړون سر منشي ، او يو شمير نور دناټو دتړون اړوند چارواکوله خواه پر کرزي صاحب باندي ټينګار سوي دي چی ،  داتړون بايد ژرتر ژره لاس ليک او که نه نو د امريکا تر رهبري لاندي ټول سر تيري به د۲۰۱۴ کال تر وروستي نيټي پوري  ووځي ۰  او خپلی هغه  مالي مرستي به چی دافغانستان ددولت سره يي ژمنه پر کړي ده ، هم بندي کړي ۰ چی ددوي له نظره دا به دافغانستان له پاره ښه راتلونکي نه وي ۰

 متاسفانه  يو شمير د ( افغان سياسي ګوندونو او  مدني ټولنو ) رهبريو دخپلو صفوفو دارادي او تصميم څخه ليري ، په داسي حال کي  چی ځانونه دافغان ولس په ګټو پوري تړلي هم  بولي ،  بيله دې څخه چی د امنيتي تړون متن ولولي او  دملي ګټو په نظر کي نيولو سره  تحليل او ارزونه يي وکړي ، او  د جمعي  رسنيو پر مخ خپل وړانديزونه او نيوه کي وافغان ولس او نړيوالو ته بيان کړي ۰  دوي د خپلوسازمانونو  پاک ارمانونه  د اشغالګرو او جهادي بشري ، اقتصادي جنايتکارانو او تيکنوکراتانو  دچل او چم  د ګواښونو  ډکو  څرګندونو ، او خپلو شخصي ګټو  قرباني کړل  ۰ او خپل دواړه لاسونه يي رانغښتي ،  او هره ورځ پر کرزي  باندي  ناري وهی چی دا  امنيتي تړون بايد ژر تر ژره  لاس ليک کړي ۰او که نه افغانستان به يو ځل بيا ۱۹۹۲ ــ کال په څير کورني جګړي ته ورو ټمبول سي ۰                                                                                                بايد وويل سي چی  ددې نوي سياسي لوبي په هکله يو شمير  افغان سياسي شنونکو او  ليکوالانو مختليف  نظرونه څرګند کړي دي ۰ ځيني داسي فکر کوي چی ددې لاري څخه کرزي غواړي چی په راتلونکو ټولټاکنو کي داسي څوک واک ته ورسوي ، چی نه يوازي  په راتلونکي کي دده دکورني تر سوال لاندي غړي  يو قضايي خونديتوب ولري ،  بلکه دي هم دپردي وشاته دسياسي قدرت څښتن وي ۰   ځکه نو دامريکا سره دي داسي زور زياتي مخ ته بيايي ۰دلته نو بيا داسی  سوال  رامنځ ته کيږي ، چی آيا کرزي صاحب ددې توان لري چی دخپل ارباب سره داسي ډغري ووهي ؟ ځکه نو دا سي سياسي شنني  دواقعيت څخه ليري ښکاري ۰حقيقت  خو دادي چی کرزي صاحب په تيرو دولسو کلونو کي  دامريکا سره په تفا هم کي هر امتياز تر لاسه کړي او په راتلونکي کي هم تر لاسه کولاي سي ۰

 يو شمير نور  سياسي شننکي ( تحليل ګران ) بيا  ودې لوبي ته دپورتني زاويي څخه نه ګوري ، هغوي بيا داسي فکر کوي ،چی کرزي صاحب نه يوازي  يو مستقل شخصيت نه دي ،  بلکه د کرزي د حاکميت ټول مسير دامريکا په لار ښوونه  دغربي نړي تر کنترول لاندي دي  ۰  ځکه نو کرزي او واکمنه اداره يي نه يوازي  داسي څه نه سي کولاي ،  بلکه داسي څه هم نه کوي ،  چی هغه دې دخپلو غربي اربابانو مادي او معنوي  ګټي حتا دلنډ مهال له پاره هم   دګواښونو سره مخامخ کړي ۰  ځکه په هغه صورت کي بيا کرزي صاحب هم  هرڅه دلاسه ورکوي ، ځکه دهغو ي  سره يي  ګټي نغښتي دي ۰ د هم دغو  سياسي شنونکو (  تحليل ګرو )  له نظره داسي ښکاري چی د پردې وشاته ددې لوبي نو ري مخي شتون لري ۰ او کرزي دا لوبه دخپلو بهرني دوستانو سره په تفاهم کي مخ ته بيايي ۰ دافغانستان  او منطقي داوسنيو سياسي ،  نظامي حالاتو او د افغانستان د اوسني جګړي په وړاندي دغربي نړي دولسونو تر ۸۰ فيصده لوړه کرکه او  مخالفتونو  څخه هم داسي ښکاري ،  چی شايد نه کرزي او نه راتلونکي  لاس پوڅي واکمن  دې دا تړون لاس ليک کړي ۰ که ددې سياسي لوبي پټي  مخي په ريښتيني توګه دافغانستان دلانجي سياسي حل  وي ، او په پايله کي يي د وسله وال مقاومت سره په تفاهم کي  يوه لنډ مهاله اداره رامنځ ته  کوي ۰  نو دا بيا په واقعيت کي نه يوازي دافغان يرغمل ولس په ګټه به  وي ،  بلکه په منطقه کي  دامريکا تر رهبري لاندي دغربي نړي ګټي  به هم ساتل سوي  وي ۰ که لنډ مهاله اداره دملګرو ملتونو تر مشري لاندي ديوه نړيوال کنفرانس له لاري ( د ۲۰۰۱ کال  دبن دکنفرانس په څير نه ) بلکه  په هغه کي د جګړي دښکيلو اړخونو تر څنګ  افغان مستقل سياسي کار پوهان او په ولس کي پيژندل سوي  ملي شخصيتونه هم ګډون ولري ، دصلح دپاره به  ښه  زيري وي ۰ دپورتنيو شننکو  نظر ته کيدلايسي دنړيوالو ويب پاڼو لاندي څو کرښی د  صدق والي  پوښ ورواغوندي ۰                                                                                                                        ـــ دامريکا ميتروويست ډيلي نيوز ورځپاڼي د ۱۳ ـــ ۱ ـــ ۲۰۱۴ نيټي د  ( آيا له افغانستانه  موږ درس اخلو؟ ) تر سرليک لاندي ليکوال ريک هولس دليکني په په يوه برخه کي داسي ليکي : دروان ميلادي کال په پاي کي امريکا يي عسکر له افغانستا نه ووځي ، طالبان تر بل هروخت اوس ډير پياوړي دي ۰ دمخدره موادو قاچاق يوځل بيا په هيواد کي زور اخستي او دامريکايي ځواکونو دکلونو روزني سره سره افغان امنيتي ځواکونو اکثره غړي نا لوستي او داعتباروړ نه دي ۰ دولس مشر حامد کرزي حکومت دنړي تر ټولو فاسد حکومت دي ۰ او دا زموږ پيسي دي چی دوي دسويس په بانکونو کي ايښي دي ۰  ورځپاڼه ليکي له افغانستانه په بريالي توګه وتل به هغه څه وي چی اوبامايي هيله کوي ۰ خوافغانستان له دې مخکي دمدني هڅو په اړه دبهرنيو هيوادونو د روسيي ، بريتانيا او نورو طاقتونو په وړاندي بريالي مقاومت کړي ، چی دامريکا تجربه هم استثنايي نه ده ۰دليکوال په باور دامريکا تر ټولو اوږده جګړه  به پاي ته ورسيږي ، او دبرياليتوب په اړه به يي اختلافات موجود وي ۰ خو يوه پوښتنه داده  ، چی هغه به  په داسي شکل پاي ته ورسيږي ،  چی امريکايي پوځي ، سياسي مشرانو ورڅخه درس اخستي وي ۰                                                                                          ـــ د آزادي راډيو ويب پاڼه د  ۱۱ــ۷ ــ ۲۰۱۳ نيټي دوال سټريټ ژور نال په حواله ليکي ،چی سپيني ماڼي يو شمير امنيتي مشاورين غواړي په ۲۰۱۴ کال کي دافغانستان څخه  دعراق په څیر خپل ټول عسکروباسي ولي دبهرنيو چارو وزارت او پنتاګون بيا غواړي چی يو شمير عسکر د۲۰۱۴ کال نه وروسته هم پاته سي ۰ ولي ددې نظر خاوندان داوباما په اداره کي په څنډه ( حاشيه ) کي قرارلري ۰

ـــ  دامريکا ږغ دري  ويب پاڼه  د ۱۴ ـــ ۲ ـــ ۲۰۱۳ نيټي د ( په افغانستان کي دامريکا ماموريت تمام سوي دي ) تر سر ليک لاندي ليکي ، چی دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما دولسي جرګي او دسنا دغړو په وړاندي په خپله څلورمه کلني وينا کي دنورو خبرو تر څنګ داسي  وويل : چی په پوره اطمينان سره ويلايسم چی دامريکا متحده  ايلاتونه  خپل ماموريت په افغانستان کي تمام کړي دي  اوخپل هدف ته چی دالقاعدي ماتول دي رسيدلي دي ۰ او هم دارنګه   دبرتانيي لومړي وزير ( کامرون )  د دسمبر پر ۱۷ نيټه  د ۲۰۱۳ کال  دهلمند په ولايت کي دخپلو سرتيرو سره دليدلو پر مهال وويل : چی ځواکونه يي خپله دنده پاي ته رسولي او سرلوړي به کورته ستنيږي ۰

ــــ دواشنګټن پست ورځپاڼي په يوه نظر پوښتنه کي   چی د  ۲۰۱۳  کال  ددسمبر د  ۱۲ څخه بيا تر ۱۵ نيټي پوري تر سره سوي ده ليکي چی :  دهرو سلوخلګو  څخه ۶۶ خلګو په افغانستان کي  دجګړي پر ضد دي ،  او دهرو سلو خلګو و څخه ۷۸ خلګو ويلي دي چی ،  دا يوه  تخطي و ه ۰ او هم دا رنګه واشنګټن پست ورځپاڼ سي ان ا ن په حواله بيا  په  ۳۰ ــ ۱۲ ـــ ۲۰۱۳ نيټه باندي ليکي چی ،  ۸۲ فيصده امريکايان دافغانستان جګړه نه غواړي او يوازي ۱۷ فيصده د جګړی  پلوي کوي ۰

ـــ دامريکا لوي درستيز جنرال مارتين د۲۰۱۳ کال  د د سمبر په مياشت کي بګرام ته دخپلو سربازانو سره دليدلو پر حال دنورو خبرو وڅنګ ته داسي وويل : امريکا تصميم نه لري چی دامنيتي تړون متن ته دې تغير ورکړي او دا کار دې دسره شروع کړي ۰                              ــــ دکرزي په امر  دبګرام دزندانه څخه  د  ( ۶۵۰ ) بنديا ن  چی د بهرنيو ځواکونو له خواه  دطالب يا ترهګر په نامه نيول سوي وه ، په داسي وخت کي خوشي  کيږي چی ظاهرأ دامريکا دواکمنانو له طرفه دکرزي دا عمل دسختو غبرګونو سره مخامخ سوي دي ۰ ښکاره حقيت واقعيت خو دادي چی داشغال په شتون کي هيځ وخت لاس پو څي د دونه لوي واک لرونکي نه وي ۰

دآزادي راډيو ويب پاڼه د ۱۱ ــ ۷ ـــ ۲۰۱۳ نيټه باندي د  کرستين ساينس مانيتور ورځپاڼي په حواله   د امريکايي متخصص فردريک کيګن له قوله ليکي چی ،  دافغانستان تر  ۱۲ کلني جګړي او زرګونو قرباني ورکولو سره دا يو تريخ حقيقت دي ،  چی تر ۲۰۱۴ کاله وروسته افغان ځواکونه دامنيت ساتلو توانايي نه لري  ۰ او هم دا ورځپاڼه ليکي چی دامريکا دبهرنيو اړيکو د د فاعي شورا دامورو مشاور سټيفن بيدل وايي : چی په اوس مهال کي  افغان ځواکونه دبهرنيو ځواکونو  ، هليکوپترونو او دامريکا داستخباراتي سر چينو سره هم  نه سي کولاي جګړه وګټي ۰  دده له نظره  په اوږده مهال کي دجګړی دپاي ته رسولو له پاره  يوازي دوي احتمالي لاري پاته کيږي  لومړي لاره وختي او يا نا وخته دطالبانو سره يوه  جوړ جاړي ( معاملی   ) ته رسيدل ،  دوهمه لاره  دافغانستان دحکومت ماته خوړل  دي ۰

ــــ  ويليم ،  آر ، پولک چی داوباما يو پخواني ملګري دي ۰ ده يي په ۲۰۰۹ کال کي يو هر اړخيز ليک ور استولي وو ۰ چی دليک په يوه برخه کي داسي ورته ليکلي وه :  ځيني بهرنيان له اشغال سوو سيمو څخه تر ناکامۍ وروسته وتلي دي، خو ځيني بيا په دې پلمه بيرته ووزي، چي ګنې نور خپل هدف ته ورسېدل او د پاتېدو اړتيا يې نسته، زه باور لرم چي امريکا اوس هم په افغانستان کي خپل مهم هدف ته د رسېدو فرصت لري.

                                                                              تمت باالخير
نوربيا