در سوگ قلم سالار زمانه ما

د خواشینۍ پیغام
په ډیره ژوره خواشینۍ سره خبر شوم چې زموږ دادب او فرهنګ په شنه آسمان کې یو ځلانده او روښانه ستوری ارواښاد ډاکټر اکرم عثمان په سویدن کې له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ .
(انالله و انا الیه راجعون) .
د خدای بخښلي ډاکټر اکرم عثمان مړینه زموږ د هیواد لپاره او په ځانګړي توګه د ادب او فرهنګ په ډګر کې یوه ستره ضایعه ده .
زه نه یوازې د ده د مړینې په مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او خپلوانو ته او د ادب او فرهنګ ټولومینه والو ته د صبر، زغم او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او دلوی خدای(ج) څخه ده ته د فردوس جنت غواړم .
خدای بخښلی ډاکټر اکرم عثمان د حقوقو او سیاسي علومو ډاکټر، نامتو لیکوال، وتلی ادیب، تکړه داستان لیکونکی ، ژباړونکی او خوږ ژبې دیکلماتور وُ.
دی هغه روڼ او روښانه ستوری وء چې د ده په ګټورو او اغیزمنو آثارو کې داسې هنري ښکلا، ټولنیز، ملي او وطني احساسات ، لوړ خیالونه او ژور فکرونه، عاطفي او انساني پیغامونه نغښتي دي، چې د اوسنیو او راتلونکو نسلونو لپاره د یو لوی ادبي درس او هنري ښوونځی حیثیت لري . علمي، کلتوري او لنډه دا چې د ادب او فرهنګ په ډګر کې د خدای بخښلي ډاکټر اکرم عثمان ګټور او اغیزناک آثار د یوې فرهنګي زیرمې او معنوي پانګې په توګه، لویه او بډایه شتمني ده، چې زموږ د ادب مینه وال کولای شي د خپل ژوند په بیلابیلو اړخونو کې ، ترینه خوند او پند واخلي .
ده د خپل پیاوړي استعداد او ذکاوت په وسیله زموږ د ادب او فرهنګ ډګر توود او ځلانده ساتل وء . نوموړي په خپل خوږ او زړه وړونکي آواز کې خپل داستانونه او د یو شمیر نورو لیکوالو او شاعرانو داستانونه او شعرونه په ډیر ښکلي انداز سره دیکلمه کړي دي چې د ادب مینه وال ترینه خوند اخلي او دیکلمې یې زموږ د هیواد والو په ذهن او زړونو کې ځانګړی ځای او مقام لري .
خدای بخښلی ډکټر اکرم عثمان نه یوازې چې یو نوښتګر او مخکښ ادیب او لیکوال وء ، خو د خورا لوړو او سپیڅلو اوصافو او اخلاقو خاوند شخصیت هم وء د یو دروند، متواضع، ریښتینی ، صادق او زړه سواندی انسان وء .
ما د ارواښاد ډاکټر اکرم عثمان په خوږ آواز کې یو ښکلی دیکلمه شوی شعر انتخاب او د کلیپ په بڼه ترتیب کړې دی تاسو د ادب درنو مینه والو ته یې ډالۍ کوم، هیله من یم ستاسو ادبي تنده پرې خړوبه شي .
په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود
(ن) والقلم و ما یسطرون ……
نوشته نذیر ظفر
قــلم ســـــــالار خوشگـــــــفتار ما رفت
به سوگ اش اشک در رخسار ما رفت
گلســـــــتان ادب ما تمــــــــــــــسرا شد
نخــــــواند هدهد گـــــــــلزار ما ؛ رفت
(ظفر)
رهزنان در کر ســـی و اهل قلم در انزوا
من ندانــــــــستم رضــــای خالق خلاق را
شوکت بی مایه گان باشد بهر جا چشمگیر
اهل بینش خوار دیدم جمله در غربت سرا
( ظفر)
از خوانش خبر در گذشت دانشمند و نویسنده و پژوهشگر و گوینده خوش آوا داکتر اکرم عثمان ؛ اندوه گلویم را فشرد و بلا فا صله چهره معصوم اش در نظرم مجسم گردید و به گذشته ها رفتم .
انجایکه سخن میگفت و در می سفت و خورد و کلان و پیر و جوان همه مغروق واژه های ناب اش می شدند و حلاوت گفتارش تلخ کامی ایام را می زود و روح تازه به غمگین دلان میداد .
کار برد کلمات وو اژه های عا میانه در نو شتار اش ؛ خاص و عام را پسند می امد و سبک نگارش اش قاطبه ای از چوانان را تشویق به نگارش میکرد .
با همان صدای گیرا با همه محبت خاصی داشت و لبخند اشنایش بیگانه گان به اشنایی می کشاند .
وی استادی بود که شاگردانش را با سیمای محبت آموزش میداد و بی بیدل بود .
نظر به عقاید سنتی ما ( کل نفس ذایقه الموت) هر نفسی مرگ را چشنده است …. اما خوش بحال انان که مانند این استاد گرانقدر با قدر و منزلت جان بحق میدهد و نامش ماند گار است .
گر چه در غربت سرای مهاجرت رخت سفر ابدی بست اما با اتمام رسالت میهنی و با نام نیکو اندوه هزاران هموطن در بستر مرگ ارامید ( انا لله و انا الیه راجعون ) جنت الماوی مکانش باد و صبر جمیل نصیب خانواده معزز شان باد