یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

«
»

دتشوخبرو وخت خلاص شو،دعمل وخت دی

 

دامریکا ۴۵ ولس مشرپه زغرده خپله وینا کې په ډاګه کړه چې:

تشوخبرو وخت خلاص شو،دعمل وخت دی

داپه دې مانا چې په تیرپېر کې دسپیني ماڼۍ واکمنانواوزورواکو ،تش لاپې ،باټې کارولي اودعمل په ډګر کې پاتې راغلي دي .په امریکا دننه ستونزواونارضاتیوسربیره په نړیواله کچه هم امریکا اودهغه ستراتیژیک انډیولان دنړۍ په بیلابیلوسیمو په تیره بیا په افغانستان ،عراق،سوریه اولیبیا کې په ستونزمنواوږدو جګړو کې ښکیل دي.اومشهوره وینا ده چې کوچنی سوری هم لویې اوغټې بیړۍ غرقولای شي او افغان جګړه هم یوه هغه دامریکا په تاریخ کې اوږده جګړه ده چې دلیوني بوش په ناعاقبت اندیشانه لیونتوب پیل اودادی دامریکا ولس ته دخونړي سریال اواقتصادي محیرالعقول تریلیونو،تریلیونوډالري لګښت اومزمن ګواښ په توګه دهغو په اوږوپرته ده.دامریکا اوسنی ولس مشری ټاکنې اودټاکنو په بهیر کې دمیرمن هیلیري اوډنالډترمپ ترمنځ سپکې سپوري په یواوبل بې سارې منفي اوسپک تورونه لګول دسپیني ماڼۍ دغټې بیړۍ سیاسي بیلانس متزلزل او آن چې دکریملین ماڼۍ د کی جی بې څارګرومتخصیصینود دمعاصر کمپویترایزاونامریې تخنیک دامریکایانو ترمنځ بې باوری ،دسلامت اوملامت لوبه ترلاس،ګریوان اولیونتوب ترکچې ورسوله.اودادی دامریکا بیلابیل منابع داهیکریزم ترکمونیزم هم خطرناک ګڼي .اودا دکریملین دتخنیکي استخباراتي برلاسی زیګنال نه یوازې سپینه ماڼۍ بلکې ګرده نړۍ په تیره بیا لویدیځه نړۍ ولړزوله .

اوباما دخپلې واکمنۍ په پیر کې خپل نړیوال سیال دروسیې فدراتیف ته یوه بې ساري ډالۍ ورکړه داستره پیښه دامریکا دپټواستخباراتواوڅارګرتخنیک ،مسلکي څارګرسنوډن وچې په مسکوکې میشت اودهغه په شتون دتوراوباما پښې شلې اوسپینه ماڼۍ ولړزیده اودادی تراوسه کریملین دڅارګری په جوارګره لوبه کې دطوس قطعه یانې سنوډن په لاس کې لري.اوکولای شي اوسني ولس مشرته یې کله ناکله ښکاره کړي.

د دغولویوسمندري اخته پوتانواومستکبروځواکمنودزورازماینې اودمدرنو تسلیحاتو دازموینې ډګر زموږ هیواد ګران افغانستان ګرځیدلی اوپه دې خونړۍ لوبه کې دانګلیس له استعماري خیټې څخه زوشوی اوجوړشوی پاکستان اودایران قسم خوړلي نامرده اخوندان اونورسیمه ییزدوښمنان خپلورذیلانه نیابتي جګګروته دبې وجدانه اوبې غیرته لاسپوڅونوکرانوپه وحشیانه اوخونړیوترهګریزوبلوسواوواسکټي ډله ییزووژنو دوام ورکوي.

موږدځمکې په کره کې ولی اوڅه ،له خوار،زار،غمجن،ویرجن،پاشلي،ویشلي اوټپي،تپي ملت اوولس یو.له بهرنیوڅه ګیله په کار ،موږافغانان پخپله دخپل وطن ،خپل ولس،ملي وفاق اوخپل برخلیک دوښمنان اودخپلوملي اولسي دچور،تالان بې رحمه شنه غله یوپه والله ثم تآلله اوسني ټول دادپچو،ډیزلواودکانونودشنوکاڼوغله دافغان ولس په ستوني لکه ژورې نښتي دخواراوبې وزله ولس وینه زبیښي،زبیښي اود نن دنګې فرعوني ماڼۍ اومیلیاردي شنوډالرونوډک ګاوصندوقونه اوپه نړیوالومافیایې بانکونوکې زیرمه اوغلا شوي پانګې اظهرامن الشمس ثبوت دی.تف،تف اوبیاهم تف په دابې ضمیره شنوغلو،داړه مارانواولوټمارانوچې د دوی دخیانت اوزورواکۍ له له لاسه ګلالي،ګلالي اودځوانۍ په منګ تنکي،تکي ځوانان په سمندرونوکې دنهنګونوخوراک اودناهیلیوپه ویروونکوڅپوکې لاهواوورک شول.

دهرافغان دزړه کړیکه ده چې:

سترګې دې زړه ته رانیږدې کړه

چې په کې ووینې دسرووینوډنډونه

ډونالډ ټرمپ په نره داوباما دځینوپریکړوپه اړه فرمانونه لاسلیک کړ.خودښاغلي ټرمپ یوه جدې پاملرنه غواړو.

داوباما اودهغه دکږخولي جان کیري په وسیله  دافغان ولس قانوني ټولټاکنې بابیزه اودیموکراسی زندی کول دي چې دنړیوالومنل شویوموازینواودیموکراتیکواصولو پرخلاف یې دوه سرې لانجمن اوبې کفایته واکمني رامنځته کړه .له بده مرغه دلیوني اوشیطاني هوس اوزورمستۍ په موخه دافغان دباتور ولس په وړاندې څولنډغروبدماشانو اوکوڅه ډبوافغاني ارزشونه په اوبولاهو اوولس ته په سپکاوی دپسونواوګدوتوهین اوسپکاوی وشواودادی افغان ولس دخونړي ټپ په څیر د دغه په زور اوزرمینانوله تکبر اوسرغړونو ځوریږي.

افغان ولس اود دیموکراسی تاریخ به هیڅکله دکیري بربنډاومضحک خیانت ونه بښي.دهغه په لاسونوجوړه شوي توطیې دوه کلنه موده پای ته رسیدلي خوڅوک شته چې په دې وران ویجاړاودمافیاپه انارشیزم کې دراښکیل هیوادپه ولسونو،قانون پلی اودبې ضمیره غلو کږې خولې په سوکونوسمې کړي.

زماپه اند ترڅوچې موږیو قانونمنداورښتینی ملي حاکمیت رامنځته اومستحکم نه کړوپه کلونو،کلونوبه داخونړۍ ناتاراوداغمجنې ساندې روانې وي.

دښاغلي اشرف غني په اړه یوه ټوکه رایاد شوه وایې په یوه کورکې دکور خاوند اومیرمن یې په یوه کوچنۍ غالۍ یانې قالینچه ویده وو.دشپې غله کورته ورغلل اودکورپه لوټلوبوخت شول.دکورمیرمن راویښه شوه خپل میړه ته یې وویل:هله پاڅه چې غلوکورلوټ کړ.خاوند یې سر راپورته کړاوسترګی یې د ډبلواورمیږونوپه مټوروغلو ولګیدې.بیرته یې سرکیښود اوځان یې په خوب واچاوه.سهار چې له خوبه راپاڅیدل میرمنې خپل میړه ته وویل :غلودکور ټول سامان اوکالې وړي دي .همدا یوه قالینچه چې ته پرې ویده یې پاتې ده.

میړه ورته وویل داډارن غله پوهیدل چې په قالینچه شین زمری ویده دی.ههههههههههه.

هو!دویم متفکر صیب خوواردواره داحمدزي دوروستاړي ورته تیرشوبې شکه شین زمری دی دارګ دفتریې تراوسه ساتلی دی.سترې هیلي اوناپایه آرمانونه لري خوهوډمن انسانان دجسارت په توره کولای شي دتورتم تیاری څیري کړي.وګوروچې دټرمپ دلویني نیلي سپور واکمن سره دافغانستان په ژغوراوساتنه کې دخپل فلسفي تفکرله کومې زاویې چال چلند کوي.دهغه دبري اوسرلوړی په هیله.

دافغان ولس دوښمنان دې ورک اوبرباد وي

بسم الله اکبري هالینډ

۲۱/۱/۲۰۱۷