مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

«
»

داعش د يوه وحشت غبرګون دی: د ميرمن روزبه په ځواب کې

زاهد جلالي

10563054_10154498599100287_7478199033371978406_n.jpg wordt weergegeven

وتلې شاعرې او ژورنالېستې مېرمن لينا روزبه د داعش او نورو توندو اسلامي ډلو په اړه يوه مقاله ګۍ ليکلې، چې حقيقت کې مقاله نه بلل کېږي، بلکې د زړه بړاس يې وېستلی.

«روزبه» د لوستونکو پر هغو تبصرو غبرګون ښکاره کړی چې وايي د داعش ډېره توندلاري د امريکا او اروپا د امپرياليستيکي سياستونو له امله رامنځ ته شوې. د دې په باور، داعش د امريکا توندلارۍ او اشغال له امله نه دی رامنځ ته شوی، بلکې «زائیده مفکوره های جوامع شماست!!».

هغه، د دې په رد کې چې ګواکې داعش د امريکا له لورې نه دی جوړ شوی، په دویم پرګراف کې ليکي، «چرا کسی نمی تواند گروهی برای مثلا مسیحیان بسازد که صلیب بر دست بروند به همان کشور های مسیحی کلیسا ویران کنند و مسیحی مذهبان یکدیگر را به نام کاتولیک و ارتدوکس و پروتستان، انتحار کنند و قتل عام!! مثل مسلمان ها که یکدیگر را در مسجد و با انتحار میکشند و در برخی دیگر کشور ها بنام شیعه سنی یکدیگر را قتل عام میکنند!!…….چون مسیحیان دین خود را درک کرده اند و عقل دارند و ان هم عقل سالم!».

په شرقۍ نړۍ او په ځانګړې توګه اسلامي دنيا کې نننۍ وژنې او بدبختۍ لينا «روزبه» خپه کړې او زورولې؛ نو د زړه آه يې په دغه شکل وېستی. هغه عاطفي ښځه ده -له شعرونو او ليکنو يې ښکاري- زړه يې خوږېږي، ځکه دا خبرې کوي؛ خو کومه نتيجه چې راوباسي او کوم غبرګون چې يې ښکاره کړی، د يوه ژور او داسې انسان غبرګون نه دی چې له بشري تاريخه عميق فهم لري، بلکې ښکاره کوي چې د تفکر دايره يې تر غربي ميډيا محدوده ده.

هغې مسلمانان ننګولي چې ولې مسيحيان په خپلو منځو کې سره نه وژني. که «روزبه» د اروپا تاريخ ولولي –په ځانګړې توګه شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ- د پروتستانت او کاتوليک مذهبونو تر منځ –چې د يوه دين دوه څانګې دي- د جګړو، وژنو او وحشتونو داسې حيرانوونکې کيسې به واوري، چې د داعش وژنه او وحشت به هېر کړي. که چېرته د ټولو جګړو د لوستو حوصله او وخت نه لري، نو د «دېرش کلنې جګړې» تاريخ خو دې حتمي ولولي، چې د 1618 او ۱۶۴۸م کلونو تر منځ تېره شوې او د «وېسټفاليا» پر تړون پای ته رسېدلې.

د دې د يادولو موخه دا ده، چې مېرمن لينا پوهه شي چې کوم غربيان او مسيحيان چې دې ته دومره «د سالم عقل» لرونکي او سوله پال ښکاري چې اسلامي ټولنې ته يې د نمونې په توګه وړاندې کوي، يو مهالې په داسې مذهبي جګړو بوخت وو، چې د جرمني تر نيم لږ وګړي يې په يوه جګړه کې ووژل شول، د ورتمبرګ درېيمه برخه وګړي په کې له منځه لاړل او عموما په ټوله اروپا کې يې بې مثاله تباهي او وژنه رامنځ ته کړه.

که په مقابل کې د اسلامي نړۍ تاريخ ته وګورو، د دې پر ضد، نه دا چې په خپلو منځو کې مذهبي جګړې نه دي شوي، بلکې يهود چې د اسلامي قسم خوړلي دښمنان وو، نصار او آن ملحدين په کې په امن او احترام اوسېدلي دي. يوازې يو مثال يادول اړين بولم. نعيم «جلعادي» عراقي يهودی و. د اسراييلو له جوړېدو سره د خپلې کورنۍ په بدرګه په ۱۹۵۰م اسرايیلو ته کډه شو. ځوان جلعادي څه باندې دېرش کاله په خپل خيالي مذهبي دولت کې تېر کړل؛ خو د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې امريکا ته لاړ او خپل اسراييلي تابعيت يې پرېښود. هغه وروسته څو کتابه هم وليکل او ښکاره يې وويل چې دوی په عراق کې په تېرو اسلامي او عربي واکمنيو کې په امن او درنښت اوسېدل. يوازې دوی پنځوس زره اېکړه (۲۰۰ کيلومتره) ځمکه لرله او عموما يهودان د عراق له شتمنو خلکو حسابېدل. هېڅ اسلامي دولت ورسره ظلم او تعصب نه و کړی؛ خو اسراييلو کې يوازې د دې له پاره چې له اسلامي خاورو تللي وو او اروپايي يهودان نه وو، ورسره ظلم او توکمپالنه کېده!

اسلامي تاريخ کې د ټولو مخالفينو له پاره ځای و. هر چا په عزت او امن کې ژوند کاوه. اسلامي نصوص خو پرېږده، بلکې اسلامي تاريخ کې له مخالفينو سره د درناوي، زغم او پراخې سينې تعامل شاهد دی. د اسلامي تاريخ دويم خليفه، حضرت عمر چې کله وفات کېده، په هغه حساسه شېبه کې د مسلمانانو راتلونکي مشر ته سپارښتنه کوي چې په اسلامي خاوره کې له مخالفو دينو سره ظلم ونه شي! صلاح الدين ايوبي هغو صليبيانو سره له زغمه کار اخلي او په پراخه سينه ورسره ښه کوي، چې د حضرت عمر جومات کې يې د اسونو تر زنګنو د مسلمانانو وينې تويې کړې وې! دا داسې واقعې دي، چې بايد د بشرپالنې او زغم د کتابونو په مقدمو کې ځای ولري.

د مېرمن روزبه دا خبره چې ستونزه زموږ ټولنو کې ده، تر ډېره پر ځای نه ده. ځکه، پورته مو يادونه وکړه چې اسلامي تاريخ کې خپلمنځي جګړې لا څه، چې پرديو سره د ډېر احترام او زغم تعامل شوی. چې داسې ده، اوس ستونزه چېرته ده مسلمانان په خپلو کې سره وژني؟

ستونزه له غير عادي او ظالمانه معاملې سره تړاو لري. داعش چې د لينا ليکنه کې يې يادونه شوې، په عراق کې زېږېدلی. عراق يو پرمختللی عربي هېواد و، په عربي نړۍ کې يې په ساينس، فکر، ادب او نورو برخو کې وتلي او مثالي پوهان لرل. دغه عراق چې اوس په کې له هرې خوا وحشتونه پيل شوي او خپل و پردي، بېګناه و کنهګار، ښه و بد ټول په کې وژل کېږي، د اسلامي او عربي واکمنۍ پر مهال د تهذيب او تمدن نمونه وه. ولې هغه دوره کې د داعش په څېر ډلې نه رامنځ ته کېدې چې اوس راپورته کېږي؟!

دا د امريکايي واکمنو او نورو انسان دوښمنو د دسيسو او توطيو له امله، او د غير معقولې او غير قانوني جګړې په پايله کې د وحشت او جګړې په ميدان بدل شوی. هنري کسېنجر د امريکا د ملي امنيت د مشاوريت پر مهال وايي چې د درېيمې نړۍ د وګړو کمول بايد د امريکا د پاليسيو له لومړيتوبونو څخه وي! دغه راز په درې برخو د عراق د وېشلو زوړ پروګرام هم د امريکايانو په لاس په عملي کېدو دی.

نو همدا پايله تر لاسه کوو، چې د عراق د بربادۍ، اوس د جګړو او داعش رامنځ ته کېدل، د هغې جرمي ډرامې جز دی چې امريکا او نورو په ګډه جوړه کړې. په اسلامي نړۍ کې د حکومتونو چپه کولو، ديکتاتورانو سره ودرېدو، د کيمياوي وسلو استعمالولو، خلکو وژلو، مهاجرولو او عموما د ژوند چارې خرابولو له امله چې غير عادي تعامل دی، د دې ټولو په پايله کې دغه ډول توندې ډلې رامنځ ته شوي او غير نارمل کړنې ترسره کوي.

په پای کې د دې يادول هم اړين بولم چې، داعش او دې ته ورته ډلې اسلامي نړۍ کې نه دي منل شوي. دا ډله به هم څه موده وي او په «لويه لوبه» کې د خپل رول له پای ته رسېدو سره پای ته رسي.