به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

داساسي قانون لويه جرګه نه ، بايد دوديزه لويه جرګه جوړه شي

له کله نه چې د ولسمشريزو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ واک ووېشل شو او دوه سره حکومت په ولس تحميل شو؛ د هېواد سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله لا ډېر خراب شو. پر همغه مهال شنونکو وړاندوينه کوله چې دا دوه سره معجون حکومت به د ولس د غوښتنو پر ځای خپلو او د خپلو ټيمونو غوښتنو ته لومړيتوب ورکوي او لکه د ماشومانوخوندی به په هره وړه او لويه خبره به په خپل منځونو کې سره نښتي وي؛ خو اوس دا دی په يو نيم کال موده کې پخپله د ګډ حکومت دواړو مشرانو په اثبات ورسوله چې دوی ولس هير کړی او په خپلو شخصي غوښتنو نښتي دي.

که څه هم د ملي يووالي حکومت رامنځ ته کېدو د تړون له مخې، لويه جرګه بايد د حکومت په لومړيو دوو کلونو کې ترسره شي. خو دا دی د ګډ حکومت له رامنځه کيدو څه د پاسه يو نيم کال کيږي؛ اما نه دا جرګه راغوښتل شوې، نه په اساسي قانون کې تعدیل راوړل شوی او نه هم په دې موخه د لویې جرګې د رابللو لپاره کومه نېټه ټاکل شوې ده. که حکومت د اساسي قانون د لويي جرګې د جوړولو پر مخ کې د ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره ناسم شرايط او غير قانوني ولسي جرګه يادوي نو سمه ده؛ ځکه د اساسي قانون د لویې جرګې دایرول اوسمهال ناشوني دي. په اساسي قانون کې ياده شوې لويه جرګه به، د ملي شورا له غړیو او د ولایتونو او ولسوالیو شوراګانو له رئیسانو جوړېږي، چې تراوسه د ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې هم لانه دي شوې. د دې ترڅنګ د ولسي جرګې ټاکنې هم اړينې دي؛ ځکه د اوسنۍ جرګې رسمي کاري موده او مشروعیت پای ته رسېدلی او د ټاکنو لپاره يې تراوسه نېټه هم نه ده ټاکل شوې. نو هيواد له روان حالت څخه د راګرځيدو لپاره بايد دوديزه لويه جرګه دايره شي.

که د ګډ حکومت يو نيم کلنې دورې کړنو او د ولس او دولت تر منځ ورځ تر بلې د واټن پیدا کيدو ته وکتل شي؛ نو د ولس د غوښتنو پر اساس بايد دوديزه لويه جرګه جوړه شي؛ ځکه حکومت نور د مديريت وړتيا نه لري. د دوديزي لويي جرګې بله ګټه دا هم ده چې په حکومت کې به اصلاحات رامنځته او داخلي او بهرنی سیاست به يي روښانه شي. همداشان په دې وروستيو کې د جهادي قوماندانانو شورا او سياسي ګوندونو هم د اساسي قانون تعديل لپاره د لويې جرګې جوړېدو غوښتنه کړې ده.  په ورته وخت کې بيا ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي چې حکومت به له شرايطو او ژمنو سره سم په دې اړه ګام واخلي.

د افغانستان روان سياسي وضعيت دا ايجابوي چې بايد ژر تر ژره دوديزه لويه جرګه دايره شي څو روان بحراني حالت ته د پای ټکی کيښودل شي. سږ کال په ژمي کې هم د نور کلونو په نسبت امنيتي حالات ترينګلي دي او داسې انګيرل کيږي چې راروان پسرلی به جګړه نوره هم زور واخلي. د هيواد اقتصادي حالت هم مخ په ځوړ دی. همدا راز د بېکارۍ او وزګارتيا کچه هم اوج ته رسېدلې، افغانۍ د بل هر وخت په پرتله د نورو بهرنيو اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت بایللی دی. د تير يو کال په تيريدو مو په لکونو هيوادوال له هيواده اروپايي هيوادونو ته کډه شول او اوس د ژمي پر مهال هم دا لړۍ روانه ده، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۱۵ کال له جنوري مياشتې څخه د اګست تر میاشتې پورې تقریباً ۱۲۰۰۰۰ افغانانو په اروپايي هېوادونو کې پناه غوښتې ده . دغو ټولو ستونزو ته په کتو له دغه حالت څخه د وتلو یوازېنۍ لاره د دوديزې لویې جرګې رابلل دي.

مونږ یو ځل بيا د ګډ حکومت مشرانو په ځانګړي توګه د نړۍ په اصطلاح دويم ستر متفکر ته وړانديز کوو چې د اساسي قانون د ۶۵مې مادې پر اساس چې له مخې يي ولسمشر کولای شي په مهمو ملي، سیاسي، ټولنیزو او یا اقتصادي چارو کې د افغانستان د خلکو نظر پوښتنې ته مراجعه وکړي؛ ژر تر ژر د دوديزې لويي جرګې د دايرولو لپاره فرمان صادر کړي او هم ولس او هم هيواد له روان سياسي بن بست څخه راوباسي.

لیکنه : خوشحال آصفي