افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

«
»

خپلې وعدې هیرې نه کړۍ

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن فیبروری ۲۰۱۴
په نړۍ کې ډیر داسې کسان وو او شته چې د خپلو کمپاینو په وخت کې ډیرې غوړې -خوږې- نرمې- دزړه سوي – د جدیت – دښه مدیریت – دښې حکومت دارۍ – د حاکمیت قانون – د اقتصاد ی پرمختګ – د بیکارۍ لغو کیدل – د امنیت راوستل – دزراعت پرمختګ – دمعارف او لوړو زده کړو ترقي -درشوت او اداری فساد مخ نیوۍ – دمجرمینو – غاصبینو – زورواکانو – توپک مارو – مافیا – او رشوتخورو قاضیانو او پولیسو سره جدي مبارزه – او همدارنګه د همسایه ګانو د علنی او مخفی همیشنیو مداخلو مخ نیوۍ – د انتحاري او د ښځو په په وړاندې دخشونت مخ نیوۍ او په زرهاوو داسې نور شیان او مکلفیتونه او اولیتونه تاسې ورباندې علاوه کړۍ او هغه څوک چې دخلکو په رایه د افغانستان د ریاست جمهوری مقام او دمعاونینو او وزیرانو او والیانو او ولسوالانو چوکۍ اشغال کړې نو بیا ګویا تیر په هیر هغه متل چې وايي ( یار تر کوڅه تیر کړه مخ ېې هیر کړه ) ، بیا دغه ټولې وعدی او د کاري پلان ( برنامي ) مو هیرې او طاق نسیان ته وا نه چوۍ ، او بیا یوځلې ننۍ حکومت د ( حامد کرزي نه شروع تر اخرین فرده د حکومت ) در په یاد کړۍ چې دوی دغه ۱۳ کاله په شادی بازیو – مداریو – چال او فریب – خدعه او نیرنګ زموږ بیچاره بیسیواده ، مظلوم خلک وغولول او بازی ېې ورکړه او خپل ځانونه ېې ملیاردران کړل ،نو موږ هم باید دغه دومره هلې ځلې او منډې او رنډې مو چې وکړې اخر باید د ځان او کورنی له پاره لږ توشه برابره کړو او غټ ، غټ دري جیبونه ( یو د ډالرو – یو د افغانیو او یو دکلدارو ) له پاره په خپلو کالیو او کرتۍ کې جوړ او هره ورځ ېې لکه دغو ننیو وزیرانو او معاونینو او شخص کرزي چې کورو او مخصوصا بانکي حسابو ته لیږدولې نن ېې باید دنوي حکومت غړي هم ولیږدوي اوډک ېې کړي او صرفه ونه کړي ،ځکه د فلسفي دیالکتیک په بنیاد چې یو قانون ېې ( قانون نفی ،نفی ) دی زاړه چې د زمان له لحاظه او په معین مکان کې نور چلش نه لري باید ځای نوي ته پریږدي – خو زوړ په خوښه او خپل زړه د مقام او ځای خوشیکیدو خیال نه لرې او همیشه ( ځواني – کاکه ګي – غرور- زور- ټوپک – پیسې – دربار – نوکران او بادی ګاردان – لکس موټران – ډک دسترخانونه – ښځینه ښکلې سکرترانې او مزدورانی او خدمه – د ښځو دب دبه او دزامنو بدماشۍ – لکس کالی خلاصه ډول دول درشن او فیشن او دښځو په غاړو کې یومن طلاوی او بنګړي هرڅه ور په یادیژی نو تر هغو اندازی چې په وس او قدرت کې ېې وی نو خپل ځای او چوکۍ مفته بل چا ته نه خوشي کوي ، خو دیالکتیک حکم کوی چې زوړ نور خلک نه مني او نه ېې خوښوي او په زاړه سیستم نور خلکو ته بازی نه شي ورکولای نو زوړ مجبور دی ځای نوی ته خوشۍ کړي ، خو له پاره ددې چې نوۍ په دقیق او قانونمند شکل سره د زاړه ځای ونیسي نوي ته په کار دی داسي یو میکانیزم جوړ کړي چې بیا په خپلو کادرو او شخصیتو چې هرچیرې او په مختلفو مقامو ېې نصبوی باید د ( تحصیل- تخصص- پاکۍ – تجربې – وطن پرستۍ – مادیاتو ته نه تسلیمیدل – دزوراور او واسطه والا او توپک سالار نه ونه ډارشي ) کسان په وظایفو وګماری نو به د زاړه ځای په دقیق صورت سره اشغال شي او داسې نوۍ به تمسیل کړي چې هر هیواد وال ورباندې وویاړي خو بیا ېې در په یادومه چې دغه لاندې ګړنګونه – مارپیچي کږې وږې لارې – د پړانګانو ، زمریانو ، لیوانو او شغالانو نه ډک کږلیچونه ) ستاسې په وړاندې ډیر په زور او په قووت سره ستاسې سره مخالفت ته ادامه ورکوي او هغه عبارت دی له ::::
۱- وسله وال مجاهد افغانان چې تر ننه ډیرې وسلې او مهمات زخیره د ځان سره ساتلی دی او په ساده اخطارو او نصایحو ېې نوی دولت ته نه تسلیموی ځکه دوی دومره سرونه غوڅ کړي – دوی دومره ناروا او ظلم په خلکو کړۍ چې که دغه وسلې تحویل کړي نو بیا خلک ددوی نه خپل انتقام اخلي ځکه ( پشتون د ننګ په کار کې خپل وار نه پریږدي دشمن ته ) .
۲- وسله وال طالبان – حکمتیار- حقانی او طرفداران ېې په نني وسله وال پوځ کې
ددوی نماینده ګان.
  ۳ – دولتي مافیا – یعنې ددولت لوړ پوړه چارواکي د نړیوالې مافیا سره شریک کسان به هغه مفتی شنې دالرې او سره پونډونه د کومه کوي.
۴ – رشوت خواره معاونین – وزیران – والیان – ولسوالان او ملکی اداری مامورین چې تر ننه ېې ددشمن سره لاس لرلو او ددشمن وسلی او محاربوی تخنیک ېې دوی ته رسول او دوی ېې تر هدفه بدرګه کول او په تلفون کې ېې د وسله وال پوځ دعملیاتو وخت ورته اعلانولو یعنی دوی همیشه ډبل ګیم بازی کوله .
۵ – د( شخصي او دولتی ) مځکو غاصبین د لوی قوت خاوندان او تر غاښو مسلح کسان، قومی سپینژیري او ملکان  .
۶ – قاتلین او سړي وژونکي چې لاسونه ېې په وینو سره دی همیشه اړدوړ را منځ ته کوي او اوبه خړوي تر څو دوی ته ددوی د محاکمی نوبت ونه رسیژي .
۷ – قاضی القضات ، معاونین او هیات ریسه ېې د اداری فساد سرغنه کسان دی او د افغانستان خلک ېې پوست کړل .
۸ – لوی څارنوال او لوړ رتبه مامورین ېې چې د رشوتخوارو او په اداری فساد ککړو مامورینو او دمخدره موادو د قاچاقچیانو سره لاس یو کړۍ .
۹ – په پارالمان کې رشوت خواره او د سوی استفاده ګران وکیلان .
۱۰ – د کابینې او پارلمان مخصوصا ( وسله وال پوځ دننه ) د پاکستان – ایران – عربانو مزدور او نوکر اجنت افسرافغانان .
۱۱ – د پولیسو او ملي امنیت په لیکو کې دیر زیات وطن پلورونکي -اجنت افغانان د دشمنو هیوادومزدورانو شتون، ځکه همیشه انتحاریان – بم اچونکی- قاچاقبرانو سره دوی همکاری کوی.
۱۲ – کډنپ کونکي- غله – د ښځوپه وړاندې د خشونت تعقیبونکي افغانان .
۱۳ – د قیمتی ډبرو او نورو معادنو مافیایی کړۍ او لوټماران او دهغوی ترافیکنګ کونکي .
۱۴ – دامریکا او غربي هیوادو برلاسي او اجازه نه درکول چې مستقلانه کار او ترقی او نوسازی ته دنورو هیوادو سره په خپله خوښه قراردادونه وکړۍ.
ډیر نور مشکلات به هم وي خو ما دلته هغه مهم در په یاد کړل چې تاسې به هرومرو ځوروي او ددغو ټولو د له منځه وړلو له پاره زما په نسخه کې دغه دارو شامل دي.
برۍ مو په دغو شیانو کې نغښتۍ دی :
اول ::- په ملکي او نظامی برخو کې داسې متعهد – جدي – تحصیل کرده – متخصص- پاک – وطن پرست – باتجربه – مخصوصا (( هغه افغانان په مقام او چوکۍ مقررکړۍ چې د پاکستان – ایران – عربستان – امریکا -روس – چین )) اجنټ او نوکر نه وي (وزیر- معین – ریس- جنرالان -قوماندانان ) باید اهل د کار وی او همیشه حسابدهی ته حاضر وی او دلالان او خوش خدمته چاپلوسانو ته ځای ور نه کړۍ .
دوهم :: – نوۍ جمهور ریس باید دیوه هوشیار – زیرک – چیز فهم – دیپلومات او اصیل افغان په حیث باید د عسکرۍ دوه کلنه مکلفیت دوره ۱۰۰٪ رواج کړۍ چې د ناخوالو، کرغیړنو توطیه ګریو سره په مبارزه کې برۍ تر لاسه کړي او د بودجې دتوازن په خاطر او هم دارنګه د ټولو هیواد والو ونډه په دغو مقدس خدمت کې چې دوطن دملي نوامیسو نه کلکه دفاع شامله ده په ښه صورت سره ادا کړۍ شۍ ،یعنې ( ملي وسله وال پوځ باید د تنظیمی – اجیر- سمتی- ففټي ففټي -مذهبي- مصلحتي  وسله وال پوځ ځای ونیسي)  ، په باریکیو ېې ریس جمهور پوهیژي .
دریم ::- د ملي امنیت ریاست ته د وزارت ارتقا ورکا او دقیق تصفیه شي ( تصفیه د خارجی هیوادو نوکر- مزدوراو اجنت افغانان او غیر مسلکی تصادفی کسان ددې ادارې نه رخصت شي ) او سرحدي چارې دغو وزارت ته وسپارلې شي ، چې زموږ دخلکو دشمنان ، انتحاریان – قاچاقبران – تروریستان – غله – ویره اچونکۍ او منافقین – تبلیغیان، چې دسرحد خواته نژدې کیژی ددشمن په خاوره کي  کشف ، تعقیب اونیست او نابود شي او همیشه سرحد تر څارنې لاندې وي  حتي سرحدی ولسوالان او د ولسوالیو مامورین دیوه سره  ددغو ارګان د مامورینو نه تعین شي تر څو امنیت په دقیق صورت سره تامین شي.
یو اضافی خبر:
څلورم :: – داسې تجار او سرمایه داران شته چې زموږ د هیواد له پاره په نظامی تولیدی برخو کی سرمایه ګذاری وکړې دمثال په ډول ، زه څو نفره پیژنم چې دهیواد په شمال کې د هلیکوپترو یوه فابریکه جوړه کا او هلته لس ډوله ملکی او نظامی هلیکوپترونه تولید او په شخصي ، توریستی او ترانسپورتي شرکتو او وزارت ترانسپورت وپلوری او د وسله وال پوځ د اړتیا وړ هلیکوپترونه هم تولید کا چې دغه به زموږ د وسله وال پوځ د اکمال یوه ښه بیلګه وي.