نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

«
»

خوږ ژبی سندرغاړی مرحوم ماجتي 

د سمیع الدین افغاني لیکنه

ښاغلی ماجتي  د لغمان ولایت  د  پخوانیوو مشهورو خوږ ژبو سندرغاړو په څیر لکه هر یو  ملاگۍ ، گلکۍ ، گلو، پاینده محمد یا پاينده ،ملاشاگل،سلطان عزیز جوشي ، قاري قصـه خوان ،غلام محمد، هفته گل،خانگل، استاد منگل  ،ملنگ باغبان او نورو   له جملو  څخه وو چې د لغمان ولایت او د لغمان په ګاونډ ولسونو په   ښادیو  کې به ئې هارمونیه ترغاړي کړه او خپلو مینه والو ته به ئې 

  د بهاړي ، بيرمې ، بياګ ، کستوري ،کليان ، اسا اوجوګ په راګونو کښې  د

   مقام ، غزل ، لنډی ، چهار بيتې ، لوبې او بګتۍ په خپل خوږ غږ کې  د مینې سندرې  او نغمې اورولې ٠

 ماجتي چې تل به یې پاکې جامې په تن وې اودپالاوۍ لنګۍ شمله به یې نیغه دروله دموسیقي دډیرو الاتو لکه هارمونیه،اکاردیون،ماندولین،ګیتار، شپیلۍ اونورسره پوره اشنایي او مهارت درلود، تل به د دغو موسیقي  الاتو څخه یوه ورسره حتمي لیدل کیده۰

 ماجتي به مدام د خوښیو په محفلونوکې خوږې سندرې کولې چې ډیری سندرې یې دمینې اومحبت سندرې وې اوپه ډېر سوز به یې خپلو مینه والوته په هنري مجلسونو او محافلو کې اورولې ۰ 

له سندروڅخه یې داسې معلومیده چې هغه به چیرته زړه بایللی وي او دچا په پټه مینه کې سوځیږي اوهمدې مینې دی شاعري ته هڅولی  چې په حقیقت کې همداسې هم وو۰هغه به د خپلې پټې مینې اظهار په سندرو کې داسې کوو :۰

مین  چې شومه  په  ګل ببو

ستي یې کړمه په سرو لمبو

په رښتیا سره د ګل ببومینې ماجتي ډیر ځوروه ، دهغه دا سندره ډیره مشهوره شوه،چې ورسته بیاپه کابل رادیوکې چې هغه وخت په هیواد کې یواځینۍ رادیو وه ثبت اوکمپوز شوې وه اوتل به ددې رادیوله لارې اوریدل کیدله۰

ماجتي ورسته ددې کړاونوپه پایله کې په ناعلاجه رنځ اخته شوچې دا ناعلاجه مریضي دهغه وخت  دنری رنځ مریضې وه چې هغه یې دمرګ او نابودۍ لورې  ته بیوه ،داسې رنځ چې علاج  ته یې هسې چې  لازمه وه امکان نه وو برابر ۰ماجتي هم د خپل راتلونکي په هکله ښه پوهیده،هغه په یوه بله سندره کې چې شعر او کمپوزیې خپل وو داسې ویل :۰

افسوس افسوس زماپه حال چې مې آرمان پاته شو

لکه دګل پــه شان  نازک مـخ  دجــانان پــاته شو

د ځنـکدن  اخرسلګۍ دي ترما راشه اشنا

دا دواړه سترګې مې نیولي ستا دیدن لپاره

درقیــبانوپـــه  لمسون شولې  له ماکناره

په اخرت کې زمالاس ستاپه ګریبان پاته شو

لکه دګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو

زنې مــې وتــړه په لاس دا زمـادی وصیت

رابــاندې وایه څـــوکرتــه کلـمه دشهادت

روح مې داستاپه انتظاردی رانه غواړي رخصت

زماپه زړه کې دا داغونه د هجران پاته شو

لکه دګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو

دجنازی کټ ته مې چیغه کړه چې لاړی اشنا

سبا دوخــته  پـــه مزارکې راته  وکړه دوعا

زماپه  شناختې باندې وکـــړه د زړګي تسلا

زمادقـــبرخــاورې تاته یو نشــــان پاته شو

لکه د ګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو

داستا د سترګوپه ګولۍ زړګی زما شوقلم

ترسترګواوښکې تویومه سات په سات دم په دم

که  راتـه راکړې دوایـي دسرولبانوملهم

د ماجتي ځینې اخر دغه جــهـان پاته شو

لکه دګل په شان نازک مخ دجانان پاته شو

دا سندره زمونږ په کلیو اوبانډوکې ډیره مشهوره شوې وه او ورسته ماجتي د ا سندره هم دکابل رادیوپه ستدیو ګانوکې ثبته کړه چې تل به ددې رادیو له لارې اوریدل کیده۰ 

ماجتي دنری رنځ په نتیجه کې په ځوانه ځواني  ورو ورو خپله روغتیا او صحي حالت له لاسه ورکاوو د هغه څخه په یوهنري محفل کې چا پوښتنه وکړه چې استاده صحت مو څنګه دی ؟ هغه په ځواب کې ورته وویل چې صحي حالت مې دومره داطمینان وړنه دی خو بیا هم کوښښ کوم ستاسو دخوښۍ په هیله څو سندرې تاسوته واوروم او د خپل دزړه خواله پدې سندرو کې له تاسو سره شریک کړم۰

په رښتیا سره ماجتي خوږ او دمینې ډک اوازدرلودچې له بده مرغه د ژوند کړاونو او روغتیایې حالت هغه ته نوردا فرصت ورنه کړه چې دهنر په برخه کې څو نور ګامونه اوچت کړي اودخپلې مینـې او ارمانوغوټۍ یې وغوړیږي ۰ 

ماجتي د نري رنځ په نتیجه کې ومړ، ډیر مینه وال یې جنازې ته راغلي وو، دهغه جنازه یې د لغمان ولایت د چهاردهې سیمې د شاه ګذربابا دتپو ترڅنګ خاوروتـه وسپارله ،نوکله چې خلک دجنازه څخه راوګرځيدل،کلي ته درسیدوسره سم د هغه داسندره چې :    ۰

افسوس افسوس زماپه حال چې مې ارمان پاته شو

لکه  دګل  په شان  نازک  مخ  د جـــانان پــاته شو

په هماغه شیبه دکابل رادیو له لارې خپره شوه، خلکو دلرې څخه ددې سندرې په اوریدلو نورهم غمجن شول او دحسرت اوتا ثر اوښکې یې تر سترګو تویې شوې، اومرحوم ماجتي یې دخپلوهیلواو ارمانونو سره یو ځای خاوروته سپارلی وو ۰

خدای دې وبښی اوروح دې ښاد اوآرام وي۰

 امین یا رب العالمین

منشن ګلدبخ – جرمني