مذاکره هیئت های افغانستان و پاکستان

در ترکیه از دید حقوق بین الملل عمومی این نشست‌ها برخاسته…

خُردشدن کرزی نزد پرویز مشرف و خُردساختن کشور، توسط کرزی…

بازخوانی تاریخی نه چندان دور محمدعثمان نجیب من در دوران نخست حکومت…

احمدشاه بابا

احمدشاه بابا نومیالی اتل، غښتلی، توریالی او پیاوړی ملي شخصیت:  احمدشاه…

«چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستان

نور محمد غفوری «چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستانبازاندیشی در ایدئولوژی…

تهدیدهای پاکستان برضد افغانستان؛ از سیاست بازدارندگی تا بازی ژئوپولیتیک

نویسنده:  مهرالدین مشید از سیاست بازدارنده گی تا تغییر در رهبری…

بحران مالی سازمان ملل و فاجعه انسانی در افغانستان

آزمونی برای تعهد جهانی به انسان‌دوستی و چندجانبه‌گرایی سازمان ملل متحد…

میراث سکاها در شاهنامه فردوسی: سیستان، سجستان و ایران

- دکتر بیژن باران مقدمه: شاهنامه و جغرافیای هویت ایرانی. شاهنامه…

تروتسکی در تاریخ اندیشه سیاسی چپ

leo Trotzki ( 1879- 1940 )  آرام بختیاری سنت ترور سیاسی با…

پاسخ  ما

میر عبدالواحد سادات پاسخ  ما  : بر مبنای وجدان ملی و ندای…

قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

«
»

جهاد افغانستان، دفاع پاکستان!


د افغانستان سیاسیونو او احزابو ته،چې لاره او هیله پاتې نشي نو د پاکستان لمنه ونیسي.

دا دی یو ځل بیا شاوخوا دېرش افغان تش په نامه  سياستوال،چې د ولسمشریزو ټاکنو ځینې نوماندان او سیاسي فعالان پکې شامل و “د لاهور سولې څېړنيز مرکز” په کوربه‌توب جوړه شوې غونډه کې د ګډون اتڼونه وکړل،چې موخه یې یوازې د حکومت د مخالفو څېرو لا برګول،تمویلول او ملاتړ نه پرته بل څه کېدای نشي.

یوه موخه یې دا هم کېدای شي،چې د ښاغلي غني له سفر وړاندې د افغان حکومت په اړه پاکستان ته د تللي پلاوي نبض وګوري،چې د افغان ولسمشر په اړه یې دريځ څه دی؟

آیا د حکومت پر ضد کار ورڅخه اخیستی شي که نه؟

څه ډول کولای شي د غني پر ضد یوه دوامداره جبهه ګرمه وساتي،چې ولسمشر خلکو ته د خدمت لپاره وخت پیدا نکړي،بلکې برعکس د مخالفو سیاسي کړیو د نیوکو او نامشروع غوښتنو په جال کې ګیر پاتې شي؟

د افغان سولې په تړاو په دغه یوه ورځنۍ ناسته کې چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي پکې ‎پرانیستونکې وینا کړه او د افغان حکومت مخالفو تش په نامه سیاستوالو به په خوند اورېدلې وي؛ یو شمېر پخواني پاکستاني چارواکي هم دعوت شوې وو، خو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو استازي وربلل شوې نه وو.

د وربلل شویو کسانو په لېست کې د ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، حنیف اتمر، عطا محمد نور، کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو نومونه شامل و.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې ټاکل شوې ده راتلونکي اونۍ افغان ولسمشر د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي.

پوښتنه دا ده،چې ولې پاکستان د افغان حکومتونو د مخالفو څېرو په زانګو او پناهځای بدل شوی؟

ولې زموږ ځینې سیاسیون غواړي بیا هماغه پخوانۍ سناریو تکرار کړي او د خپل حکومت پر ځای د پاکستان غېږې ته ورځي؟

که دوی وايي دا ډول غونډې ګټه لري نو ولې د مسکو غونډې مثبته پایله ښکاره نه شوه؟

د دې سفر ګټې به څه وي؟

د دغسې سفرونو په پایله کې به یوازې د پاکستان ګټې خوندي او اندېښنو ته به یې ځوابونه ورکړل شي.

ښايي له ځینو نوماندانو سره په پټه د مالي ملاتړ معامله هم وشي،ځکه داسې پټې معاملې مخکې هم شوې وې.
بله ګټه به یې دا وي،چې د ولسمشرۍ ټاکنو ځینې نوماندان،چې پخوا یو شمېر هېوادونو ته په سفر تللې و،له دې فرصتونه د خپل ځان د کمپاین په موخه کار واخلي او د ګاونډیو په ځانګړي توګه د خپل پخواني یار ملاتړ ترلاسه کړي،ځکه همدا پاکستان و،چې دوی یې رامنځته کړل،ځای ورکړ او افغانستان یې پر ټوک ټوک کړ.

اندېښنه

خلک اندېښنه لري،چې ښايي په دې ډول سفرونو کې افغان خرڅ شویو تش په نامه سیاسیونو ته ډبلې پیسې په پام کې ونیول شي،څو پر مټ یې د ولسمشر غني د ودانیزو او پرمختیایي پلانونو مخه ونیسي او بېلابېلې ستونزې او سرخوږی ورته جوړ کړي.

د دوی سفر ته په کتو هماغه د ډاکټر نجیب الله حکومت سره له خبرو انکار او له پاکستاني چارواکو سره د جهادي احزابو ناسته پاسته یو ځل بیا په ذهنونو کې تازه کېږي.

دوی بیا هغه هېواد ته ور درومي،چې یو وخت یې مشر(ضیأالحق) ویلې و: “جهاد افغانستان  ، دفاع پاکستان” او نن مو هم په همدې چل وژني.
د پاکستان د امنیت شورا یوه سلاکار هم یو وخت ویلې و “که له روسانو سره په جګړه کې مو له افغانستان سره مرسته نه وای کړې،نو نن به د افغانستان په نوم هېواد د نړۍ پر نقشه پروت نه وای.”

یعنې دوی تل پر موږ احسان کوي،خو باید په یاد ولرو،چې د حکومت استازو په نه موجودیت کې د دغه شان غونډو جوړول نه یوازې دا،چې د سولې لپاره ګټور نه تمامېږي، بلکې په وړاندې یې ستونزې او خنډونه هم جوړولای شي.

 

هیله

سره له ټول نهیلیو او اندېښنو؛ مشرانو جرګه د دغو ښاغلیو د سفر په اړه وايي “افغان سیاسیون دې له پاکستان سره غوڅې خبرې وکړي”

خلک هم هیله لري،چې لومړی خو دې زموږ تش په نامه سیاسیون خپل هېواد ته ژمن و اوسي،ملي ګټې دې د خپلو شخصي ګټو څخه نه قرباني کوي او داسې سفرونه دې نه کوي،چې بې ګټې وي او یا خو ډېره ګټه ورڅخه کوربه هېواد واخلي.

د ولسمشرۍ نوماند حنیف اتمر بیا خوشبین دی او وايي د سولې او تفاهم په اړه د پاکستان د حکومت د هڅو هرکلی کوي او تمه لري، چې دغه هېواد د شوې نوښت په دوام د بین الافغاني مخامخ خبرو موکه برابره کړي.خو د سولې عالي شورا بیا تر اوسه چوپه خوله پاتې ده.

د آزمویل شوې تش په نامه سیاسیونو دا ډول څرګندونې ښيي،چې دوی په هر قیمت غواړي دښمن ته امتیاز ورکړي او حکومت ته سرخوږی جوړ کړي.
خو خلک کولای شي له حکومت څخه په ملاتړ د پاکستان د شومو دسیسو او د تاریخ د تکرار مخه ونیسي.

لیکنه: خوشحال آصفي