ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

«
»

جعلي طبیب

طبیبان تل په خدمت کې د انسان دي
د  صحت او د پاکۍ  مشعل داران دي
سخت حالت کې اول خدای دویم طبیب دی
دی محرم  د هر پردي او د قریب دی
دا مسلک د عاطفې او  د عزت دی
مرستندوی د هرژوندي او بشریت دی
خو یو نیم د طبابت تر نامه لاندې
کور او کلي کې مشهور شي طبیب باندې
خپله خلاص به د دریم ټولګي نه نه وي
بس شهرت یې پیدا کړی وي جعلي وي
*********
د ژوندون  د کوراو کلي یو داستان دی
 کومې  سیمه کې د پیغلې او د ځوان دی
 دغه  سیمه  ښار نه لرې کي پرته ده
دجعلي طبیب په نوم یوه  کیسه ده
په چل،ول یې ځانته جوړ کړی روزګار وه
دې په نوم طبیب ګرم کړی خپل بازار وه
چا چرګان ورته راوړل  چا چاق پسونه
د اصلې طبیب شول  بند  تمام کارونه
ددې سیمې یو غریبه شانته ځوان وه
وه کوژدن خو خپل واده ته پریشان وه
په مالت کې  نه روزګار نه غریبي وه
یو زوړ کور، غیرتي مور یې زندګي وه
ځوان په فکر د پیسو پیدا کیدو شو
لاړ دوبۍ ته کار محنت په ارادو شو
پس له ډیرو مشکلاتو  او جنجال
کوم شرکت کې مقرر شو دی حمال
په زحمت په کاراو زیار باندې اخته شو
د راتلونکي ښکلي ژوند په اراده شو
ویل :  په صدق کار زحمت به زه ګالمه
خو مصرف د خپل واده پوره کومه
پدې تمه  ډیر کلونه شول پرې تیر
خپل د ژوند ملګرې نه وه ترینه هیر
پس له دولس کلو زجر  او محنت
د واده لګښت یې جوړ کړ په زحمت
خوشالي سره ځوان راغی خپل وطن ته
هغه خپلې سر پناه د پلار مسکن ته
ښه لباس او سوغاتو سره راستون شو
خپل مورکۍ او د دوستانو همنشین شو
مور خوشاله د خپل ځوی په ستنیدو شوه
شکر منده د لوی خدای پدي پیرزو شوه
په سبا یې مورکې  لاړه  اینګور کور ته
زیری ورکړي د خپل ځوی راتګ اینګور ته
مور یې ولیده اینګور درد او بستر کې
پریشانه  په بد حال  وه  په  نظر کې
سمدستي  یې دې حالت نه ځوی خبر کړ
ځوی طبیب ته د بیولو خیال په سر کړ
هغه دم مور او ځوی بوتله بد نصیب ته
هغه سیمې کې ناپوه جعلي طبیب ته
دې په نوم ډاکتر کوژدنه چې معاینه کړه
بس یو داسې مشوره ځوان سره کړه
ویل :  میرمن چې دې په ګیډې کوم اثر دی
مبارک مو شه راتلونکی مو پسر دی
د اتو میاشتو ماشوم لري په نس کې
دا معنی  د تجربې  مې ده خلص کې
شریني له تانه غواړم هم ستا مور نه
ښه خدمت به یې کوئ مې باسئ کور نه
ځوان په فکر د ګفتار د  بې ادب شو
پت په زړه خپلې کوژدنې ته غضب شو
ویل :  زه نه وم دا ماشوم د چا اولاد دی
د ماشوم سکنی پلار کوم نامراد دی
په هر ځای کې چي وي ځم پیدا کوم یی
انتقام ورځینې اخلم  ختموم یې
زه وم څومره وفادار خپلې ارزو ته
شوم حیران نن د کوژدنې پټ رازو ته
اوس دا شرم به زه کومې لورته وړمه
کور او کلي خولې به څنګه  پټومه
پدې فکر او سوچو کورته روان شول
دې حالت ته موراو ځوی ډیر پریشان شول
ځوان کوژدنې ته نفرت سره کتل
دې نجلي ته یې په خوله هیڅ نه ویل
نجلي نه شوله اګاه لدې پټ  رازه
د کوژدن او ډاکتر له دې ناسازه
ځوان اخته شو په چرتونو ټکنی شو
لاړ د ځانه شو بی خوده لیونی شو
د اعصابو په تکلبف باندې اخته شو
له عادي حالت نه ووت   بیګانه شو
پس له څو ورځو شو فلج په نیم بدن
کور او کلی دې حالت ته شول غمجن
په خپل سربه د خپل ځان سره لګیا وه
کله سم کله په ګنګه خوله ګویا وه
لدې رازه شولې درې میاشتې نور تیري
کوم اولاد یې پیدا نه شو د انګورې
موریې فکر د اینګور کې شوله ډوبه
ویل :  ورځمه خبروم دا بد نصیبه
د ډاکترهغه خبر ورته په زړه شوه
تیرو دری میاشتی پسر خبره څه شوه
مورې بوتله بیا اینګوریو سم ډاکتر ته
غوږ یې ونیو د داکتر صحیح نظر ته
داکتر وویل :  پسر نه دی دا تومور دی
د اولاد خبره نشته مشکل نور دی
صرف علاج یې  عملیات دي زه یې کومه
بس که خدای کول هر څه به سمومه
په یوه میاشت کې مرض بیرته جوړیږی
د اینګور تمام دردونه دې ورکیږي
مور خوښي نه د طبیب  تندی کړ ښکل
ویل :  چې خلاص مو له جنجاله کړو کامل
د اینګور په معصومیت باندې اګاه شوه
وه خوشاله زړه نه لرې یې سودا شوه
لدي راز یې خپل معیوب ځویکی خبر کړ
ځوی یې هم د خوشالۍ نه جوړ اختر کړ
زر تر زره یې علاج د اینګور وکړ
د اینګور دا دردیدلی حال یې ښه کړ
د واده ټول  مراسم مور ورته جوړ کړ
د خپل ناوی او د ځوی حالت یې نور کړ
بیا اینګور ته یې اصلي مشکل بیان کړ
د خپل ځوی د مریضي راز یې عیان کړ
اینګور وویل :  دستا ځوی دی ماته کران دی
د ا ځما د ژوند عزت زما ارمان دی
څو ژوندۍ یمه  خدمت به یې کومه
زه به خیال د خپل خاوند مدام ساتمه
افتخار په داسې پیغلې با عزت شه
په جعل کارو د رب زر ځلي لعنت شه
———————————-
سمیع الدین افغاني
۱۷ – ۱ – ۲۰۱۵