جان کیری! چی ستنیږی ، خپل سوغات درسره یوسه
مونږستا له خیرات تیریو، خپل خیرات درسره یوسه
له زھرو او زقومو نه زھرجن موھر کومک دی
په زھرو ککړ خپل قند او نبات درسره یوسه
دا دولس کاله تاسو ، مونږته ھر پسات راوړی
لږ رحم په مونږ وکړه ، خپل پسات درسره یوسه
د ژوند په ھره برخه کی مو ، مونږته آفات راوړل
نور ټول درسره بار کړه ، خپل آفات درسره یوسه
مونږ نور ، ستاسو بوتانو ته سجدی کولای نه شو
نور خپل لات او منات او سومنات درسره یوسه
مونږ جنګ ته لمن نه وھو،مونږسوله مدام غواړو
ولس ته دی زمونږ د ولس ،نیات درسره یوسه
مونږټولو قیام کریدی، له جنګه خلاصون غواړو
اوباما ته مو ، دغه تمنیات در سره یوسه
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۰۸/۰۸/۲۰۱۴