جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

تير کال څه لوټ کړل او څه يې راکړل؟

تير په هير خو راتلونکې ته هوښيار اوسئ

۲۰۱۶ کال پاتی ته ورسيد، نن د ۲۰۱۷ ميلادي کال دویمه ورځ ده. تير ميلادي کال د افغانستان لپاره له بيلابيلو ستونزو او کړاوونو او همداراز له يو شمير لاسته راوړنو سره مل و. لويې ستونزې يې د کندز ولايت سقوط، د هلمند حالات بدترکېدل، ارزګان سخته جګړه وليده، ننګرهار د داعش تر وحشت لاندې و او همداراز بيلابيل نورو ولايتونو هم د ځنکندن سختۍ تيرې کړې. په تير کال کې د افغان ولس په ګډون افغان امنيتي ځواکونو ته هم درنې مرګ ژوبلې واوختې. د کابل ښار په ګډون په بيلابيلو ولايتونو کې د طالب او داعش ترهګرو ځانمرګي او بمي بريدونه وشول، په سلګونو هيوادوال مو شهيدان شول، په زرګونو نور د غم په ټغر کېناستل او په همدې شمېر هيوادوال مو د ناامنيو له کبله خپلو سيمو پريښودو ته اړ شول.

که څه هم له هيواده د بشري قوې تيښته مو له تيرو کلونو روانه ده خو دا لړۍ تير کال هم روانه وه او په زرګونو ځوانان مو د اروپايي هيوادونو د سختو لارو سفرونو ته مخه کړه. په نشه يې توکو د روږدو په شمير کې نه يواځې دا چې کموالی رانغی بلکې ښځينه او ماشومان هم پرې اضافه شول. د ځوانانو د بې روزګارۍ سريال نوي پړاو ته ورسيد، فساد او مفسدينو نوي بچي وزيږول، سوله د مرغۍ شيدې شوې، وسله والو طالبانو نوی پلار او نوی بادار پيدا کړ، داعش تجارت شروع کړ چې له ننګرهار ولايت څخه خيبر پښتونخواه ته د ځنغوزيو قاچاق او تجارت يې ښه بېلګه ده.

د مقننه او اجرايه قوې تر منځ د سياليو ډګر تود شو، نهه وزيران په کور کېنول شول، د حکومتي مشرانو خپلمنځي سياليو نوی رنګ خپل کړ، د ولسي جرګې لخوا د سلب سلاحيت شويو وزيرانو د څوکيو پر سر نوې چنې وهل پيل شول، د حکومت هغه سياسي مخالفين چې د زيړ او نارنجي مدني حرکتونو ګواښونه يې کول په ارګ ننوتل او هغوی چې د غوښتنې د نه پوره کيدو په غبرګون کې يې د ميلوني هيوادوالو د لاريونونو ګواښونه کول او په خپل نوم يې چې د منتخب ولسمشر توب پوسټرونه لګول؛ په سياست کې د ګوښه کيدو پر لور روان دي. د ملي پروژو د کار د مخنيوي لپاره ځينې په ايراني پيسو پړسيدلې مغرضې څيرې وزيږيدې. او دې ته ورته په سلګونو نورې پيښې چې په ليکلو به يې حتی د قلم رنګ خلاص شي.

تير په هير راتلونکې ته هوښيار اوسئ

۲۰۱۶ کال که هر رنګه و خو تير شو او په تير پسې بيل راخيستل هسې د وخت ضايع کول دي بايد د راتلونکي کلونو غم وخوړل شي. تير کال په لکړه تير شو او که په ککړه خو د افغان ولس، افغان حکومت او وسله والو مخالفينو لپاره يوه ستره تجربه وه چې بايد پند ترې ترلاسه شي.

حکومت بايد د نظام په هره برخه کې که کورنی سياست دی، که بهرنی سياست دی، که د سولې پروسه ده، که له نړۍ سره ډيپلوماټيک اصول دي او که هره برخه ده؛ بايد د راتلونکې کال لپاره پرې له سره کتنه وکړي او هغه نيمګړتياوې چې په تير کال کې يې درلودلې ليرې او اصلاحات رامنځته کړي. له وسله والو طالبانو سره د سولې نوی میکانيزم رامنځته کړي. وسله وال طالبان هم بايد له خپله تير تاريخه تجربه واخلي او د دې پر ځای چې د خپل پروني دښمن (روسيې او ايران) په غيږ کې پريوځي؛ بايد له افغان حکومت سره د بين الافغاني خبرو زمينه برابره کړه. ولس هم بايد دحکومت په کړنو پوره څار وکړي او پرينږدي چې د تير کال تيروتنې بيا تکرار شي.

لیکنه : خوشحال آصفي