جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

تور او سپین

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د جنوري ۱۵مه ۲۰۱۶کال
دوستانو ، عزیزانو ، هیوادوالو ، ځوانانو، دغه یو مهم سیاسي مضمون دی او له پاره ددې ېې نن در ته لیکم چې د افغانستان حکومتي مشران مخصوصا هغه څوک چې د پاکستان – امریکا – چین سره د افغانستان له پاره د صلحې خبرې په مخ بیايي دغه ( تور او سپين ) موضوعاعت دقیق په نظر کی ونیسي او د خبرو په جریان کې د دریو واړو هیوادوهیاا تونه ور ته متوجه کړي او دغه (تور اوسپین ) ورباندې بارکړي یا ېې ورباندې قبول کړي او په دوی پورې ېې وتړي چې دیوه سره ددوی کار وو ،(( تورتور وي او نه سپینیژي ، تور همیشه د تورې ارتجاع – د امپریالیزم ، د شوونیزم ، دراسیزم ، د زبیښاک ګرو ، استعمارچیانو ، تروریستانو ، قاتلینو او غاصبینو ، وحشتګرو او زورمندانو دکړو وړو کړنلاره او اعمال بیانوي )) پاکستان د ثور انقلاب د اوو مې نه تر ننه پورې زموږ د هیواد زموږ دخلکو ، زموږ د انقلاب په ضد د تور بیرغ ، تور آرم ، تورې ارتجاع ، تورمخیو ، توطیه ګرانو ، تروریستانو ، انتحاریانو ، بم اچونکو او بم ایښدونکو ، او تورلنګوټیو ، ګیرورو ، غټ خیټو ، دیوبندي ملانو او امامانو مزدورو وطن فروشو افغانانو څخه استفاده کړې وه او کوي ېې )) ،  تور همیشه زموږ خلک وغولول ، ورته ېې دام ایښودلۍ وو ، ورته ېې دوکه ورکړه چې ګویا په افغانستان کې اسلام په خطر کې دی ، تور تر ننه د امریکا – عربستان سعودی – قطر – کویټ – دوبۍ او نورو غربي هیوادو نه استفاده کوي چې هرکار او هره فیصله چې پورتني هیوادونه د افغانستان په هکله کوي باید اول له پاکستان سره مطرح شي ،پورتني هیوادونه چې هر څومره مادي مرستې افغانستان ته ورکوي اول باید دغه مرستي پاکستان ته ورکړل شي وروسته پاکستان هر څه چې لازم وګڼل افغانستان ته ېې ورکوي او دغه پروسه د اته ګونه او اووه ګونه اسلامی تنظیمو په مشرانو او قوماندانانو منلې وه او تر ننه ېې ورباندې عملی کوې ۱۳کاله ېې په حامد کرزي تحمیل کړه ، همدا نن نظامیګر فرمانروایان ( راحل شریف او د آی اس آی ) نور مشران په واروار کابل ته را غلې او فرامین او اوامر ېې په نني حکومت قبول کړي دی، همدارنګه د وزیرانو او والیانو یا معینانو یا سفیرانو په شمول ددوی په واک کې دی ، یا د تجارو او تجارتی کالیو د صادرولو په وړاندې ېې هر څنګه چې زړه غوښتل په دولت منلی دی ، د طالبانو سره ېې دغه ۲۱کاله خبری اترې تر خپل کنترول لاندې لرلې دي ،اوس دنړي لوی قدرتونه لکه ( امریکا – چین – روسیه – هندوستان ) په دې ښه پوهیدلي دی چې تروریزم – القاعدې او داعش د ددوی هیوادو ته هم لوی خطر دی ، چین د سینکیانګ ایالت ازادی د ایغورانو په ذریعه خپل هیواد ته یو ګواښ بولی ، او که ایغوران دغه ازادی تر لاسه کړي په چین کې به لویه ایبولا را منځ ته کړي ؟؟؟
روسیه د داعش نه ویره لري که چیرته د روسېې نه ( تاتارستان – چیچین – انګوشیتې – کباردینه بلکارې – داعستان )  ازاد شي نو روسیه تجزیه کیژي او لوی جنجالونه ورته را منځ ته کیژي ،.
امریکا د اوبا ما په خوله چې همدا نن ېې کانګرس او راتلونکي ریس جمهور  ته په وینا کې ویل چې د امریکا اومتحدینو درجه یک دشمنان القاعده او داعش دی او هیڅکله ېې له نظره ونه باسی او ورسره جدی مبارزه وکړي او د نظامی قوی نه د هغو په وړاندې استفاده وکړي .اوس ما ته څوک ویلای شي چې ایا  پاکستان – امریکا – چین – عربستان سعودی سپينې خبرې مني ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟  که ېې مني زه به یوه یوه هغه مهمې تورې توطیه ګرې خونړۍ تهدیدونکې پاکستانی کارنامی ولیکیم چې سپیناوي ته ېې حاجت نه شته دی .
۱- زموږ سره پاکستان  دغه ۳۸کاله مستقیما په یوه نا اعلان شوي جنګ کې ښکیل دی ؟؟؟؟؟
۲ – القاعده – طالبان – داعشیان د پشتونخوا په علاقو کې چې پاکستان ېې په زوره د ځان بولي تربیتی مرکزونه – تروریستی ځایونه ، تسلیحاتي کمپونه ، شفاخانی ، دخوب ځایونه ، د ډوډۍ خوړلو ځایونه ، دتیلو او اعاشي اکمالاتی ځایونه ، لري ؟؟؟؟؟
۳ – بن لادن – ملاعمر – ملامنصور – ملارسول – نور د طالبانو مشران – دداعشیانو مشران – حقاني او نور تروریست قوماندانان ددوی د فامیلو سره د قبایلو په خاوره کې چې پاکستان ېې د ځان بولی شتون لري ؟؟؟؟؟؟؟؟
۴ – امریکا – چین هرکال دتروریستانو – طالبانو – داعشیانو – سلفیانو د له منځه تلو په خاطر څو ملیارده ډالره پاکستان ته ورکوي تر څو د پاکستان پوځونه د هغو په وړاندې عملیات وکړې ، بن لادن امریکا چیرته ووژلو – ملاعمر چیرته ووژل شوو ؟؟؟؟
۵ – د کوچنیانو انتحاریانو تعلیمی او تربیتی مرکزونه چیرته دی ، ایا د امریکا او چین منصوعي سپوږمۍ څومره تعلیمی ، تروریستی ، دقوماندې او تمویل مرکزونه کشف او عکس برداری کړي ډي ؟؟؟؟
۶ – ایا هر کال پاکستان د افغانستان د انګورو – مڼو – انارو ـ په وخت کې ډول ډول بندیزونه لکوي ، امریکا اوچین خبردی که نه ؟؟؟؟
۷ – څو وارې پاکستان د صلحی خبری د طالبانو سره وځنډولې – بیاېې د قطر شورا رامنځ ته کړه ، ولې صادقانه ګامونه نه اخلي .
۸ – دد یورند قرارداد د انګریزانو او امیرعبدالرحمان خان تر منځ امضا شوۍ وو نه د پاکستانی حکومت سره او پاکستان په ۱۹۴۷ کې ازادی تر لاسه کړه خود دیورند لیک په ۱۸۹۳ کې امضا شوۍ دی چې هيڅ ډول قانونی صبغه نه لري ، که ېې درلودلاۍ نو ولې د حزب دیموکراتیک – د حامدکرزي – د اشرف غنی په زمامداریو کې دری واری مطرح کیژي ، زموږ سرحد معلوم دی او هغه د ( اتک سیند دی ) .
۹ – وخت چې تروریزم – ارتجاع – القاعده – داعش ( امریکا – چین ) ته لوی ګواښ دی ، نو ولې د پاکستانی امپریالیزم – دپاکستانی تروریستانو – پاکستانی طالبانو – القاعدی – او حقانی او ددوی د ( آی اس آی ) مخه نه نیسۍ چې هره ورځ زموږ خلک وژني او زموږ کلی او شهرونه ورانوي ، اصلی تروریستی هیواد په نړۍ کې پاکستان دی ، او زموږ د خلکو مستقیم دشمن هم پاکستان دی او زموږ د وسله وال پوځ په وړاندې هم پاکستان جنګیژي .
۱۰ – ولې پاکستان زموږ په داخلي چارو کې مداخله کوي ، ولې زموږ استقلال او ازادی نه مني ، موږ یو مستقل هیواد یو او په ملګرو ملتو کې د ۱۹۴۵ نه را پدې خوا ثبت او راجستر یو ، که امریکا او چین او نوره نړۍ د پاکستان مخه نه نیسی ریس جمهوراشرف غنی  باید ورسره ټول مناسبات قطع کړي ، او مستقیما خلکو ته مراجعه وکړي چې د پاکستان سره څه وکا دغه ټول سپین ځوابونه د تورو په مقابل کی ولیکل شول ، نور تاسې ورباندې علاوه کړۍ  ؟؟؟؟