ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

مشروعیت‌زدایی قومی طالبان؛ خلع سلاح قومی این گروه

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از مهم‌ترین موانع در مسیر حل بحران…

آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

«
»

ایا چین په سوله کې له موږ سره مرسته کولای شي؟

افغان ګل 

چین د شانګهای سازمان بنسټګر او پیاوړی غړی دی، کولای شي د دغه سازمان او یا پخپله له افغان سولې سره مرسته وکړي.

دواړه هېوادونه په دې برخه کې علاقه او لېوالتیا هم لري، ځکه څه موده وړاندې چین په ډاګه کړې وه چې په بېجینګ کې به د افغان سولې په تړاو د افغان دولت، پاکستان او طالب استازو په ګډون یوه غونډه راوبولي او افغاني اړخ هم د چین دغه وړاندیز په ورین تندي منلی و.

په دې وروستیو کې یوځل بیا د ولسمشر غني او چیني استازي ترمنځ د افغان سولې د بهیر په تړاو خبرې وشوې او ولسمشر غني له چیني استازي وغوښتل چې چین باید دغه بهیر ته په پیاوړي دریځ سره ودانګي.

د غني د خبرو معنا به دا وي چې چین تر دې لا ډېر پیاوړی او مستحق دی چې په سیمه ییزو چارو کې د خپل رول او دریځ څرګندونه کوي. ځکه چین د شانګهای سازمان بنسټګر او پیاوړي غړی او د نړۍ د دویم اقتصاد لرونکی هېواد دی، د نړۍ له ډېری هېوادونو سره سوداګریزې او ښه سیاسي او دپلوماتیکي اړیکې لري.

 بلخوا، هم له امریکې او هم له روسیې سره ښه اړیکې لري او کولای شي د افغانستان په مساله اصو د اختلاف په صورت کې د دوی ترمنځ ښه منځګړيتوب وکړي.

 همداراز، زموږ پر ګاونډیانو لکه پاکستان او ایران د پوره اغېز لرونکی دی او خبره یې پرې چلېږي.

همدارنګه، چین د افغان سولې په تړاو هم د شانګهای سازمان له نفوذ او دریځه کار اخیستلای شي او هم د یوه ګاونډي او زبرځواک په توګه مستقلانه خپل رول لوبولای شي.

تر چین وروسته مسکو هم د افغان سولې په مساله کې د خپل رول لوبولو او برخې اخیستو ته چمتووالی په ډاګه کړی او دغه وړاندیز ته هم افغان دولت له خوا هرکلی ویل شوی دی.

په کورنۍ کچه هم د سولې په برخه کې لازمې او اړینې چارې روانې دي.

په ټوله کې دغو چارو څو قدمه موږ سولې ته نږدې کړي یو او ښه فرصت او زمینه یې برابره کړې ده. ځکه، په افغانستان کې سوله او ثبات له نړیوالې سولې او ثبات سره تړلې مساله ده او په افغانستان کې سوله یوازې د لرې او سیمه ییزو زبرځواکو هېوادونو د هوکړې پر بنسټ رامنځته کېدای شي.

ځکه، یوشمېر سیمه ییز هېوادونه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له شتونه په اندېښنه کې دي، سره له دې چې ناټو په کراتو کراتو ویلي د ترهګرۍ ضد جګړې سېوا نور هدفونه په سیمه کې نه لري.

په دې منځ کې د سیمې یوشمېر مغرض هېوادونه شته چې په سیمه او افغانستان کې د جګړې ادامه غواړي او دا کار د ناټو او سیمه ییزو زبرځواکو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ په رامنځته کولو او پراخولو سره کوي. افغان لوري ته په کار دي، چې د دغو هېوادونو برعکس عمل وکړي، یعنې د ناټو، روسیې، چین او هند ترمنځ د افغان سولې او جګړې د پای ته رسولو په تړاو واحد نظر او هوکړه رامنځته کړي.

دا ډېر سخت کار نه دی او په تېره په اوس وخت کې چې ټولو غاړو د افغان سولې لپاره چمتووالی ښودلی دی. په دې تړاو چې کوم کار کېدونکی دی، د دوه ډوله هوکړې رامنځته کېدل دي.

– په یوه هوکړه کې، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له شتونه اندېښنه لري او له سیمې د دوی وتل غواړي، نو دغه هېوادونه باید په سیمه کې د ناټو اندېښنو ته هم ځواب ووايي او ژمن شي چې په سیمه کې به ترهګر نه پرېږدي او سیمه به له ترهګرو پاکوي.

– په دویمه هوکړه کې، که دغه هېوادونه وايي چې دوی په یوازې ځان سیمه له ترهګرو نه شي پاکولای، نو بله لار دا ده چې له ناټو سره په ګډه دغه کار ته ودانګي او د دغه کار لپاره یوه ټاکلې موده په پام کې ونیول شي.

د دغو هوکړو اهمیت او حساسیت ته په کتو شاید افغان دولت درک کړې وي چې د افغان سولې په باره کې تر ټولو مهم رول چین او هند لوبولای شي، ځکه دغه هېوادونه له ټولو غاړو سره نېکې اړیکې لري او خبره یې هم منل کېږي.

پاتې دې نه وي چې بیا هم افغان لوری د مسالې اصلي اړخ دی او افغان حکومت د مسالې د اصلي اړخ په توګه باید له یوه پیاوړي دریځه دغه بهیر ته ورګډ او تر پایه ابتکار یې په لاس کې ولري.