شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

«
»

انلاین کنفرانس – د کوچنیواو منځنیو تشبثاتو انلاین اوونۍ پېل شوه


د کوچنیواو منځنیو تشبثاتو اوونۍ چې د افغانستان د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د کنفرانس په دوام ده، د جمعي په ورځ سهار ۱۰ بجي د کاروان پوهنتون، بزنس ډاکترز او صیام بزنس له خوا په رسمي ډول پرانیستل شوه، چې د یوه اوونۍ لپاره به دوام وکړي.

د پروګرام په پېل کې د کاروان پوهنتون موئسس او عمومي مشر ښاغلي سید جاوید اندیش له ټولو هېوادوالو څخه وغوښت څو کرونا ویروس جدي ونیسي او خپل ځان، کورنۍ او ټولنه وساتي او تاکید یې وکړ، چې دولت او  خصوصي سکټور ته په کار ده،  څو په اوسنۍ بحراني وضعیت کې د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

ښاغلی اندیش په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې څانګې دوه غوښتنې جدې وګڼلې او له حکومت یې وغوښت څو دا دوه غوښتې چې یوه د وزګار خلګو او خصوصي سکټور لپاره منظم میکانیزم جوړول دی او بل د پیسو نړیوال صندوق لکه څنګه چې له نورو هېوادونو او سازمانونو سره مرستې کړي دي، د افغان حکومت او ولس سره هم مرستې وکړي اړین وګڼل.

ښاغلي اندیش په ورته وخت کې د ضروري توکو لکه خوراکي توکو، ګاز او تېلو د بیو پر کنټرول هم ټینګار وکړ.

ښاغلي صیام پسرلي د بزنس داکترز او صیام بزنس مشر له خلکو غوښته وکړه څو په کور کې پاتې شي او په انلاین بڼه له کوره خپل کارونه ترسره کړي.

ښاغلي پسرلي تاکید وکړ، چې بحران باید په فرصت تبدیل، د شته منابعو څخه استفاده او خپل کاروبار په منظم ډول پېل کړئ. ده زیاته کړه، چې کرونا ویروس یو جدي تهدید او وژونکی مرض دی، ولې د تکنالوجۍ د ودې او پرمختګ او چارپیریال ساتنې لپاره ښه فرصت هم دی. موږ ته پکار ده، چې دا فرصتونه خپل کړو.

ښاغلي پسرلي  په مختلفو برخو کې د کاروبار د پېلولو او پرمخ وړولو په اړه مفصلا معلومات هم وړاندې کړه.

ښاغلي احمد فهیم دیدار د اغیز مشورتي شرکت مشر هم د کرونا ویروس پر تحدید خبرې وکړې او وویل، چې کرونا ویروس د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو لپاره ستر ګواښ دی، ولې بې له دې چې په کور کې پاتې شو بله چاره نه لرو.

ښاغلي دیدار بیا د ولسمشر سره د وړو او منځنیو تشبثاتو د ستونزو د شریکولو ډاډ ورکړه، چې ډېر ژر به حل شي. په ورته وخت کې له حکومت هم وغوښت څو پدې بحراني وضعیت کې د قیمتونو پر کنټرول او ټیټ ساتلو کې د خصوصي سکټور مالیات، ګمرګي تعرفه، محصول او نور دولتي مصارف کم کړي.

د یادونې وړ ده، چې ددې انلاین کنفرانس په پرانیست غونډه کې تر ۳۰۰۰ ډېرو کسانو په انلاین بڼه ګډون درلود او دا بحثونه به د یوه اوونۍ لپاره دوام ولري

په دې انلاین اوونۍ کې به د هېواد نامتو متخصصین، باتجربه شخصتیونه، دولتي چارواکي او دخصوصي سکټور استازي  په انلاین بڼه بحثونه وکړي او پایله به یې له رسنیو، دولت، خصوصي سکټور او اړوندو بهرنیو ارګانونو سره شریکه شي.

زموږ فیسبوک پاڼې:

https://www.facebook.com/KarwanUni/
https://www.facebook.com/SiamPasarly/?ref=bookmarks

درنښت

صیام پسرلی

Siamuden Pasarly

Communication and Business Development Consultant

Motivational Speaker and Business Coach

MA, International Relation, Political Economy

Founder of Siam Business
Founder and CEO of Business Doctors 
Co-Founder of Plan Future Services 

www.siam.business

Phone # 0093 786384859

www.pasarly.blogfa.com

5 Street, Qalal-e-Efathullah, Kabul