طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

«
»

افغانستان ته يو متعهد ، وطن پرست ، پاک ريس جمهور په کار دي

لیکونکي : پوهندوی دکتور طاوس وردک لندن ۲۵ مه د آپريل  2018 کال.
زه نن داسې یو مضمون لیکم چې متعهد افغانان ، مخصوصا ځوان نسل دتل دپاره هغو څه ته متوجه کړم چې تر اوسه یوه افغان هم دغو ټکې ته په دغو ۵۰۰۰ کالو کې نه په خپله متوجه شوي وو او نه بل چا متوجه کړي وو ، همدا وجه ده چې افغانستان دغه د ثروتو او شتمنیو ( طلايي ) وطن د خونخوار امپریالیزم ، خونخوار سوسیال امپریالیزم ( شوروي ،او ماویستانو ،چین )، او پاکستان دغه دانګریز نوکرانو او خاصتا زموږ د ناولو مجاهدينو ، ملانو او طالبانواو  بل اخره هغو طالبانو چې ځل بدل کړی او د داعش وحشیانو تور کالی ېې اغوستی د پاکستان په فرمان زموږ هیواد وال وژني او بي ستره کوي ، سرونه ورنه پري کوي   ) له لاسه همیشه خپل حاکمیت ، استقلال ، ازادي او دخاورې تمامیت د همیشني ګواښ او ناورین سره مواجه کړۍ وو او مواجه کړۍ دی خو حتما د نجات لاره لري او هغه لاره داده چې ځان وپیژنۍ چې زه یو څوک یم او دشمن ته ویلای شم چې دغه زما وطن دی ،دغه زما زانګو ده او دغه زما ټاټوبۍ دی ، او ته څه کاره يي چې ماته رهنمایی کوې داوکړه دا مه کوه ، هغه وکړه هغه مه کوه ؟؟؟؟
.
دا چې تر ننه پورې تاسي پسه ډوله انسانان ياست  ( پسه ډوله زما خبره نه ده دغه دوو امپریالستانو ، امریکا او شوروي تاسې ته د پسو خطاب کړۍ دی ) او دلاندې ېې عکس ووینۍ دهغو څه په وړاندې چې تر ننه په تاسې زموږ دشمنانو اګاهانه عملي کول او تاسې ېې لکه قصاب چې پسه هلال او اویزان او بیا سر  او اندامونه غوڅ کړي او پوستکۍ ېې وباسي او بیا ېې لرۍ او کلمی جدا او بیا ټوټه توټه کوې او په خلکو ېې خرڅوي او خلک ې په شوق او مزه خوري تاسې پسونه افغانان یوه ورځ متوجه نه شوۍ چې ولې همیشه خلک پسونه خوري او یوه ورځ قصاب زمرۍ ونه نیوو او قصابي ېې نشوۍ کړۍ ،ځکه هغه زمرۍ وو زمرۍ یو څوک وو دزمري نه ویریدل دتا نه چې پسه ېې نه ویریژي او هروخت چې تاسې هم ځانونه زمریان احساس کړل او ومو ویل چې زه یو څوک یم، لکه کرزي چي ویل مو/ زمریان یوو ، هغه
وخت تاسې هیڅوک نه شي استعمالولای او ښکارولای او هیڅوک په تاسې تجاوز نه شي کولای ،اما زه ډیر په تاسې شکمن یم چې تاسې به ځانونه زمریان وګنۍ او تاسې به ځانونه وپیژنۍ ځکه دځان پیژنده د خدای پیژندنه ده دځان پیژندنه د پلار او مور پیژندنه ده د ځانه پیژندنه ددشمنانو پیژندنه ده خو بیا هم شک لرم چې تاسې چې تر ننه ځانونه ونه پیژندل یقین لرم چې سبا ته بل سبا ته او کالونه وروسته هم باور نه لرم چې تاسې به ځانونه وپیژنۍ او همدا علت دۍ چې تاسې په تاریخي دشمن ځانونه ساتۍ تاسې په امپریالیزم ځانونه ساتۍ تاسې په پنجابي ځانونه ساتۍ تاسې په ایراني ځانونه ساتي تاسې په تاویزو او جادو ګریو عقیده لري او په دوعاوو ځانونه ساتۍ په داسې حال چې بابا ادم یو سړۍ وو هغو ښځه او دوه زامن او یوه لور ېې په تنهايي ساتل او خوراکه او اذوقه ېې ورته راوړله ځکه هغو ته ځان زمرۍ بریښیدو او ځان ېې په نړۍ کې یو څوک بللواو د وحشي حیواناتو په منځ کې ېې تنها د دوو زامنې او یوې لور سره په متانت او غیرت ژوند کولو ،  او ویل ېې زه یو څوک یم او زه نړۍ جوړوم خو تاسې چې شمیره مو که کوزه پشتونخوا درسره یوځای حساب کړم ۵۵ ملیونه افغانان کیژۍ خو تاسې یو هم یو څوک نه شوۍ علت ېې دادې چې تاسې په پردو اطمنان او باور لرۍ او ځانونه په امریکا ساتۍ او زارۍ کوۍ چې امریکا (غربه ) د خدای روی دۍ مه وزيي چې موږ به طالبان ، حکمتیار او حقانې,داعشبان  د پاکستان په اشاره داځلې دخاورو خمیر کا، خو زما واورې تاسې یو قووت یاست فقط یو شۍ دیر مهم دي چې یو بل وپیژنۍ او په یو بل اعتماد وکړۍ ملي وحدت ته غاړه کیږدۍ او په ملي وحدت ډیر تاکید وکړۍ او هغه څوک درته خپل رهبر او مشر وټاکۍ چې اوس درته واقعیتونه بيانوي ، په هر انترويو کي ددشمنانو څيره درته شکاره کوي خو بیا درته وایم چې هنوز شک او تردید لرۍ چې ممکن نه ده چې موږ یو څوک ووسو یا موږ یو څوک شوو .
وطندارانو ځانونه مسلح کړي ځانونه تیار کړۍ ، ځانونه فدا کړۍ ، ځانونه وقف کړۍ ( په څه شي مسلح شۍ ؟؟؟
 ځانونه په علم او پوهه مسلح کړۍ او علم زده کړۍ دشمن دهیڅ شي نه دومره نه ویریژي لکه د علم او زده کړې نه نو که تاسې په علم مسلح او سمبال وي نو بیا دشمن تاسې ته بازي نه شي درکولای او تاسې هیڅکله دشمن نه شي غولولای ، علم زده کول، پوهه زده کول دا معني  لرې چې تاسې په ډیره قوي وسله مجهز یاست ، دجرمني یو فیلسوف په ( یوه کتاب کې چې تاریخ تفنک) نومیژي کې داسې لیکۍ چې سلاح او وسایط او تخنیک همیشه حیثیت د فلزاتو د یوه کوټ یا زخیری لري او د وسپنو انبار ته پاتې کیژي تر هغه وخته چې دهغو استعمالونکۍ تعلیم او پوهه لا اقل دیوه میخانیک یا یوه انجینر په سويه ونه لري نو ددغو ( کوټ شویو سلاح او تخنیک ) استعمالونکي انجینران یا میخانیکان ورنه جوړ شول نو هغه وخت دغه شیان پر دشمن په ډیر موثریت استعما لولای شي ، نو پوهه دژوند چراغ دي ، پوهه تاسې رهنمایی کوي ، پوهه تاسې دبدبختیو نه ساتي او پوه تاسې ته در زده کوي چې تاسې یو څوک یاست او څه رنګه ژوند وکړۍ ؟؟؟؟
ووینۍ اسلام هم پنځه بناوې دمسلمانۍ لري او هغه ( کلمه طیبه – لمونځ – روژه – حج – او زکات دي ) ددغو ادا کول او پوره کول خدای په تاسې فرض کړي او تاسې دغه فرضیات کم او بیش عملي او په ځان تطبيقوي خو په اجتماع کې هم پنجه بناوې او شرطونه د انسان له پاره که څه هم فرض نه دي خو الله پاک ډیر ضروري او لازمي او فرض ګنلي دي چې بیدون له هغو نه ژوند ناممکن او مشکل دۍ او هغه ( کور- کالي – ډودۍ – ازادي – امنیت ) دی نو اوس دغه ډیر مهم اساسات د اجتماعي ژوند تاسې څنګه تامینوۍ او هغه څنګه په کورني اجتماعی ژوند کې عملي کوې ، دشمن نه غواړي ته کور ولرې ، دشمن نه غواړي ته ډوډۍ ولرې ، دشمن نه غواړي ته امنیت ولرې ، دشمن نه غواړي ته ازادي ولرې دشمن په ټولو برخو کې تاته موانع ایجادوي ډشمن همیشه تاسې ته ازغي کري دشمن تل تاسې په خپلو منځوکې په جنګ اچوي ، دشمن که دغه سنګ اندازي ونه کا ددوی ژوند هره لحاظه په خطر کې لویژي او که دشمن دغه کارونه ونه کا ته تر ده نه ښه کالي تولیدوي او دده تولیدات د ډمپنګ سره مواجه کوی دده تولیدات نور بازار نه لرې که اوس ته یو څوک نه شي نو ټه دشمن ته زمینه برابروې او دشمن ته په خپله لاره ورښېې چې راځه دلته دغه او هغه مفید مواد شته ته په دې یو څوک نه شې کیداې چې تاته شخصي منافع د ملي منافعو نه ارجیت لري او ته همیشه ملي منافع د شخصي منافعو قربانوې او واې په ما ېې څه ( به من چي ) چې دغه خورا لوی خیانت او لویه بدبختي ده همیشه باید هر افغان ځان یو څوک احساس او ځان یو څوک قبول کړې( چو عضو به درد اورد روزګار دیګر اعضا نه ماند قرار ) زه پوهیژم چې دتاسې په مخ کې سنګرونه ، موانع ، باطلاقونه ، مینونه ، بازان ، تازیان ، لیوان ، شغالان ، سپي ،زندانونه ، وهل ، ټکول،  اعدامول ، قین او پانه کول برق ورکول او تیربارانول شته خو ته متعهد ېې تا عهد کړۍ تا عزم کړي ، تا تصمیم نیولای ، تا قیام کړۍ ، ته خپل حد او اندازه پیژندلې ، تاته ناموس ، خاوره ، وطن ،د خاورې تمامیت ، او خلک تر هر څه نه مهم دی او ته غواړې یو څوک شې یو څوک ووسې یوڅوک یم وواېې نو ددغو ټولو مشکلاتو نه مه ویریږۍ ( میړونه یو ځلې مري او نامردان هره لحظه مړه کیژي ) په یاد لرۍ چې نن یوه ډیره تاریخي لحظه ده ، همدا نن ستاسې مور ، ستاسي وطن ، ستاسې پلاروطن دې ته رابولي چې زر تصمیم ونیسۍ ( ځکه تصمیم دموفقیت لومړنۍ شرط دی ) او په خپلو پښو ودریژۍ، پشتانه او پشتونخوا آزاد کړي ، او ووایاست چې موږ ټول یو څوک یو او زه یو څوک وم او زه یوڅوک شوم او زه یو څوک یم ،له همدې کبله جناب محترم ستر جنرال  رحمت الله. نبيل ته نن یو څوک ېې ، ته پرون یو څوک وې ، تا پرون تاریخ ګټلۍ  ، تا افتخار امیز ژوند کړۍ ، ته نسبت نورو د ګوندو لوړ رتبه غړو ته خاص او لوړ مقام لری ، هیڅ ډول خیانت او معامله د دیوه اصیل افغان په حیث نه ده  کړي او مهم افتخارات لرې خلک ۱۰۰٪ په تا راغونډیژي او را ټولیژي ، ځان وقف کړه یوه تاریخی ماموریت ته ، تاریخ یو ځلي قهرمانان را میدان ته کوي ، ته تر اوسه ځوان ېې او انرژي لرې موږ ټول در سره یو ، زه  به هره ورځ یو مضمون درته میدیا ته لیکم او د تا افتخارات او کارنامی  به یادوم ، ما تر اوسه ستا په وجه  هیڅ نه دی لیکلي ، مطمن ووسه چې برۍ حتما ستا په برخه دی ، امین