دلته ګډوډي ده ، چاته خاص اوعام معلوم ندی
شپه اوورځ تیاره ده،دلته صبح اوشام معلوم ندی
دلته ھرسړي له بل سړي نه ځان اوچت بولي
اوس زمونږ په ښارکی د ھیچا مقام معلوم ندی
دلته ھرغلام اوس د بادارپه څیراکټونه کړي
ھرڅوک بادارښکاري،دلته ھیڅ غلام معلوم ندی
نن له مقتدیانو، امامان په شمیرکی ډیرښکاري
ځکه په جومات کی چاته خپل امام معلوم ندی
داسی ګُستاخان ھم خپل ځانونه امامان بولي
چاته چی تراوسه لاد خدای کلام معلوم ندی
ھرچا خپل رقیب ته د تزویردام غوړولی دی
چاته ورمعلوم دی ، چاته دغه دام معلوم ندی
دلته ھرسړی په نامعلوم لوري مزل کوي
ھیچا ته د خپلی لاری بل انجام معلوم ندی
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۰۷/۱۰/۲۰۱۴