آلبر کامو،‌ محصول یا قربانی استعمار فرانسه؟

درودها دوستان گرامی ما! محمدعثمان نجیب  نماینده‌ی مکتب  دینی فلسفی  من بیش از…

کتاب "زندگی عیسی" نقد مسیحیت بود 

Strauß, David (1808-1874) آرام بختیاری داوید اشتراوس؛- مبارز ضد مسیحی، مبلغ علم…

عدل الهی و عدالت اجتماعی و سرنوشت عدالت در جهان

نویسنده: مهرالدین مشید  خوانشی فلسفی–دینی از نسبت خدا، انسان و مسئولیت…

لذت چیست؟

لذت به معنای حقیقی٬ بدون وابستگی به خوردن و مراقبت جنسی٬ بصورت…

اختلاف دښمني نه ده؛ د اختلاف نه زغمل دښمني زېږوي

نور محمد غفوری په انساني ټولنو کې د بڼو او فکرونو اختلاف یو…

شاعر کرد زبان معاصر

آقای هوزان اسماعیل (به کردی: هۆزان ئیسماعیل) شاعر کرد زبان…

چند شعر کوتاه از لیلا طیبی

(۱) انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

جغرافیای سیاسی افغانستان و رقابت های نیاتی قدرت ها

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان ژیوپلیتیک نیابتی؛ در هم زیستی با گروههای…

اعلامیه در مورد یورش سبعانه امپریالیسم آمریکا به ونزوئلا

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان سرانجام شنبه ۳ جنوری، پس از آنکه…

زخم کهنۀ سال نوین

رسول پویان سال نو آمد ولی جنگ و جـدل افزون شدست کودک…

تحول ششم جدی، روزی که برایم زنگ زنده‌گی دوباره را به…

نوشته از بصیر دهزاد   قصه واقعی از صفحات زنده‌گی ام  این نوشته…

دوستدارم

نوشته نذیر ظفر ترا   از  هر کی بیشتر دوستدارم ترا  چون قیمت  سر دوستدارم سرم  را گر    برند…

مولود ابراهیم

آقای "مولود ابراهیم حسن" (به کُردی: مەولود ئیبراهیم حەسەن) شاعر…

پدیدار شناسی هوسرل؛ ایده آلیستی و بورژوایی؟

Edmund Hussrel(1859-1938)    آرام بختیاری جهان شناسی؛ فنومنولوگی و شناخت ظاهر پدیده ها…

ميسر نميشود

28/12/25 نوشته نذير ظفر پير م    وصال  يار   ميسر   نميشود وقت  خزان   بهار    ميسر  نميشود بيكار م اينكه شعر و…

مهاجران در تیررس تروریستان و بازتولید سلطه طالبان در تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید ترور جنرال سریع ، سرآغاز یک توطئه مضاعف،…

شماره ۳/۴ محبت 

شماره ۳/۴ م سال ۲۸م محبت از چاپ برآمدږ پیشکش…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۸)

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش اعتصاب مارکس و انگلس حداکثر توجه خود…

مائوئیسم در افغانستان: از نظریه‌پردازی تا عمل‌گرایی بدون استراتژی

این مقاله به بررسی تاریخی و تحلیلی جنبش مائوئیستی در…

                        به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

«
»

که هر افغان ځان باز سازی کړي صلح حتمی راځي

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د اکتوبر ۲۹ مه ۲۰۱۴کال

هر افغان لیکونکۍ ، سیاست پوه ، نظامی کار پوهان ، علمای دین او
ديبلوماتان د صلحی د راتلو او صلحه په افغانستان کې په څه ډول را تلای شي
مختلف نظرونه او فورمولونه وړاندې کوی ، خو زما له نظره یوازنۍ اساسی او
مهم فورمول چې صلح ۹۵٪ تضمین او تامینولای شي دغه لاندې موضوعات او مطالب
دی که هر افغان ورته مومن او وفادار ووسي نو صلح را تلونکی ده :

۱ – ریس جمهور ځان باز سازی کړو ، د ملی وخدت حکومت ېې فبول کړو ، دهر
هموطن رایه او نظر ته غوږ شو ، د ملیتو تر منځ ېې فرق او واټن لری کړو ،
د اداری فساد او رشوت د مخ نیوی له پاره ېې هر څه له خپل ځانه پیل کړل ((
د ارګ د ننه ېې د نفس او خپلې خیټي او فیشنی او ډول ډول خوړو سره مقاطعه
وکړه ، مختلف ډول خواړه ېې منع کړل ، د ډیرو مصارفو او دعوتو مخه ېې
ونیوه ،د ۸۰۰۰ هګیو خوړل ېې بند کړل او خلکو ته ېې وویل چې تیر په هیر
خو وروسته ډیر فکر وکړۍ چې زما لاس ته را نه شۍ ، په زندانیانو ېې غږ
وکړو ، د نظامی قشلو نه ېې لیدنه وکړه ، د مختلفو اقشارو سره ېې لیدنه
وکړه او ددوی مشکلات ېې واوریدل ، د مکاتبو نه ېې لیدنه وکړه او د معلم د
معاشاتو او مامورینو سره ېې وعدی وکړی ، د ترقۍ او پرمخ تګ له پاره او د
امنیت د راوستلو په خاطر ېې د عربستان او ترکیی او چین هیوادو سره ېې
خبری وکړې خلاصه چې د ریس جمهور کارونه او ځان پیژنده او باز سازی به لا
نورې پایلې د کابینی او والیانو او سفیرانو په تقرر سره نور هم روښانه شي
.

۲ – معاونین ېې تر اوسه دقیقه معلومه نه ده چې کوم نوشتونه او بکر کارونه
ېې د خپلو صلاحیتو په چوکاټ کې تر سره کړی دی صرف دومره معلومه شوه چې
سرور دانش څو نفره دخپل قوم کسان مشاورین مقررکړی دی چې د ښځو ونډه پکې
نه لیدله کیژي ، او د جنرال دوستم په مورد تر اوسه کوم کار یا خوځښت ته
تر اوسه اشاره نه ده شوې ، خو وایی چې حتما به د خلکو په خدمت کی وي .

۳ – د اجرایه ریس داکتر صاحب عبدالله لاس ته راوړنې او د بکرو کارو نتیجه
نه ده معلومه خو وایی چې په خپلو وعدو به حتما وفا کوی ، دا به د کابینی
او والیانو او سفیرانو په انتخاب معلومه شي چې څومره ېې ځان باز سازی کړی
که نه یا بیرته د خپلو جهادی ملګرو په تقرر او تعیناتو کی مصروفیژي چې دا
به په نورو ۲۰ ورځې کې معلوم شي .

۴ – معاونین ېې تر اوسه ویده دی او دیوه عملی اقدام خبر دوی نه دی اعلان
کړۍ معلوم شي چې د کابینی په معرفی کولو کی به څومره دوی ځانونه همدیګر
پذیر بولی او فقط د لیاقت او تحصیل او استعداد په حساب مامورین ټاکي یا
بیرته د توپک مارو او جهادی څیرو ظالمان بیرته په وزارتو او ولایتو او
سفارتو ګوماری خو دغه به هم ۲۰ ورځي یا کم وبیش لږ وروسته معلوم شي ،
ټوله خبره په باز سازۍ پورې مربوطه ده .

باز سازی یعنی څه ؟؟؟؟

باز سازی یعنی د یوه نړیدلي دیواله – دیوه تار او مار شوي حکومت ، دیوه
چورشوي او لوټ شوي هیواد بیرته جوړیدل په هغو کسانو یا د هغو کسانو له
خوانه چې دوی رشوت نه وی خوړلۍ – دوی غلا نه وی کړې ، دوی خلک نه وی وژلي
، دوی وطن نه وي تخریب کړۍ ،د همسایه ګانو ( پاکستان – ایران – عربانو –
غرب ) اجنت او مزدور نه وی او د افغان ورور هموطن پښې ددشمنانو په دستور
غوڅې نه کړي ، دوی په اداری فساد کې شریک نه وي ، دوی ته د وطن خلک دیوې
مور د زامنو حیثیت ولری ، دوی ته شعیه او سونی ، حزبی او غیر حزبی –
کمونست او اخونی یا اشرار نور مطرح نه وی او دغه نامونه یا القاب چې
دشمنانو زموږ په خلکو ایښي وو نور ارشیف ته واچوی ، او هر سړۍ فقط په یوه
خبره پوه وی چې افغانستان د ټولو افغانانو کور او مور ده او هیڅوک یو تر
بله هیڅ ډول امتیاز او بر تری نه لری بلکه ټولو ته یو ډول مرستی او خدمات
عرضه شي خو فرق باید فقط به تقرر او تعیناتو کی موجود وی او هر هغه څو ک
چې عالی تحصیلات لری – تخصص ولری ( ماستری- دکتورا – فروفیسری ولری او
تجربیه کاری ولری او رشوت خور او قاتل نه وی ) معیارو په بنسټ وګمارل شي
دغو ته وایی باز سازی .

وزیران – والیان – سفیران باید ددوی د تحصیلاتو – ددوی د تخصص – ددوی د
پاکۍ – ددوی د وطن پرستۍ – ددوی د همدیګر پذیرۍ او د ّهغو هیوادو ژبه ېې
زده وی چیرته چې مقرریژي البته انګلیسی لمړی ژبه باید د سفیرانو د تقرر
په مورد لومړۍ شرط وبولي ددغو شیانو په نظر کی نیولو پر بنیاد تعین شي او
خلکو ته خپل ځانونه په طول د ۶ ږو میاشتو کی داسې تثبیت کړي چې هر هیواد
وال ووایی چې افرین په رهبرانو د ملی وحدت د حکومت ، افرین په اشرف غنی
او داکتر عبدالله عبدالله چې ډیر صادق ، وطن دوسته ، پوه ، غمخواره ، په
وطن مین ، مستعد او خلاق انسانان ېې مقررکړی دی ، او هر هغه څوک چې په
۶ږو میاشتو کی ځان تثبیت نه کا باید په خپله استعفی ورکړي مهمه خبره د هر
وزیر هر والی او هر سفیر له پاره (( د امنیت او اقتصادی ودې )) اولیتونه
دی ، په ډیرو تغیراتو او ډیر تعیناتو هم دا وطن نه جوړیژي ، هر نفر باید
شخصا نمونه مثال وی ، هر مامور باید په خپله پاک وی چې نور هم ور نه زده
کړي او نور هم وډاریژي چې په رشوت ګیر نه شم که ګیر شوم بندی کیژم ، دغو
ته وایی باز سازی او هر سړۍ د خپل ګیلم په اندازه پښې اوږدی کړي ، که هر
افغان ځان باز سازی کړو یعنی خپل کور – کلی – ولسوالۍ – ولایت ته دشمنان
ور دعوت نه کړل ، دشمنانو ته ېې اجازه ور نه کړه چې خلک وځوروی ، ورنه
عشر ونه غواړی ، ورنه ډوډۍ و نه غواړی ، ورنه نور کمکونه ونه غواړی ،
ورسره د نورو وطندارانو په وژلو کی ونډه او ګډون ونه کړي ،هغه وخت زه
ویلای شم چې اوس خلکو ځان پیژندلۍ او ځانونه ېې باز سازی کړی دی او هغه
وخت زه ویلای شم چې د دشمنانو ریشې د کلیو نه وچې شوي دی او نور دشمنان
زموږ په کلیو او بانډو او ولسوالیو برید نه شي کولای او صلحه ۱۰۰٪ تامین
او خلک هر چیرې اسوده دی دغه لاره یوازنۍ لاره د صلحی د راتلو ده نور
لطفا خپل ریس جمهور ( دکتور اشرف غنی احمدزۍ ) نورو هیوادو ته د نانواتی
– د عذر – د زاریو – د مذاکرو په خاطر مه احتیاجوۍ او مه مجبوروۍ چې د
پاکستان سره دعذر خواهي او ګردن پتي لاره غوره کړي ، اخر یوه زره غیرت،
تلخه او همت باید ولرۍ او صلحه ستاسې په لاس کی ده که تاسې ځانونه باز
سازی کړل یعنی ( مجاهد – طالب- بل یوه خود خواه او جابر توپک سالار ته مو
) اجازه ور نه کړه چې په تا ، ستا په کلیوال ، ستا په حریم ، ستا په
ناموس ، ستا په مکتب ، ستا په جومات ، ستا په لارو ، ستا په بندو ، ستا
په درمندو ، ستا په هټیو اودوکانو او ستا په برق حمله وکړي او تجاوز وکړي
او تاسې په کلکه د ځانه دفاع وکړه او په ګډه او ملی وحدت سره مو دا کار
وکړو، زموږ دشمنان په خپله د لوی ماتی سره مخامخ شول ، نور به ریس جمهور
د تاسې د مشکلاتو د حل کولو په خاطر ستاسی په خدمت کی وی (( راشي یو لوی
عالی ، افغانی ، ملي او بل اخره د علمای کرام په رهبرۍ ، د حضرت صاحبانو
او پیر صاحبانو او لویو ملا صاحبانو په مشرۍ سرتاسري پاڅون ددشمنانو په
ضد د خپل ځان د باز سازۍ په صورت کی اعلان کړي او صلحه په خپله را ولۍ ))
که مو ځانونه باز سازی کړل نو صلحه ستاسې په کلی او کور باندې خپلې
وړانګي خوروي او حتما را ځي او د افغانستان د خلکو په نصیب کیژي ، بیدون
له دی نه چې د (پاکستان –ایران – عربانو – امریکا – چین ) عذر خواهی
وکړۍ دا کار د تاسې په شخصی تصمیم نیولو سره کیژي فقط ځانونه ښه وپیژنۍ
او ځانونه باز سازی کړۍ وسلی په مځکه کیږدۍ او نور د دشمنانو د لاس اله
او ارزانه وسله می کیژۍ ، امین .